هرات:شينډنډ کې بې پيلوټه الوتکو لسګونه ملکيان شهيدان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۶):د هرات ولايت شينډنډ ولسوالۍ د زېرکوه په بخت آباد سيمه کې امريکايي بې پيلوټه الوتکو بمبارۍ کړي.

د ځايي سرچينو په قول د بمباريو له امله چې د بخت آباد په معروف کلي کې شوي نژدې ۳۵ ملکيان شهيدان شوي.

د شهيدانو له جملې زياتره يې ښځي او کوچنيان دي.

که څه هم تر دې دمه چارواکو او بهرنيانو د ياد خبر اړوند څه نه دي ويلي خو نن ټکی اسيا ته ځايي سرچينو د يادي بمبارۍ تائيد کړی.

په شينډنډ کې دا بريدونه داسي مهال تر سره کيږي چې د دفاع وزارت په وينا د تيري شنبې په ورځ نا معلومو بې پيلوټه الوتکو د هرات ولايت پر آسمان شاوخوا دوه ساعته پرواز کړی وو.

د دفاع وزارت وياند وايي دوی د ناټو د غوڅ ملاتړ له ماموريت نه د نامعلومي الوتکي د معلوماتو اړوند د همکارۍ غوښتنه کړې.

د ټرمپ له نوي اعلان شوي ستراتيژۍ سره سم د بهرنيو ځواکونو له لوري په هوايي بريدونو کې زياتوالی راغلی.

هېره دي نه وي چې نن ورځ هم د کندوز ولايت چهار درې ولسوالۍ په سجاني او سلفي سيمو کې د بهرنيانو د بمبار له امله يوه مېرمن شهيده ، ۲ ماشومان او ۲ نوري ميرمني ټپياني شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د