نظــر

رښتیا هم چې له ملی اردو سره د خلکو محبوبیت پیدا شوی دی؟!!

څه وخت مخکې په کنړ ولایت غازی آباد ولسوالی کې د ملی اردو په یو بیس باندې د طالبانو له لوری خونړۍ حمله ترسره شوه چې د خبری سرچینو د راپور مطابق ۲۲ عسکر پکې ووژل شول او ۸ نور عکسر طالبانو ژوندي له ځان سره بوتلل، په ملی اردو باندې دغه برید رښتیا هم چې بی ساری ؤ ځکه چې لنډ وخت کې داسې غرنی برید نه و ترسره شوی او نه یی هم په دومره زیاته پیمانه تلفات اړولی ول،

کله چې دغه برید ترسره شو نو د خبری سرچینو له لوری رنګا رنګ بڼه ورکول کیده چا به ویل چې دا د بهرنیو استخباراتو لاسوهنه وه او چا به ویل چې دا یوه دسیسه وه چې ملی اردو لپاره جوړه شوې وه، همغه وو چې طالب ویاند د نوموړی برید پړه پر غاړه واخیسته او زیاته یی کړه چې دغه برید یې د خپلو نفوذي ملګرو په واسطه چې څه موده مخکې یی د ملی اردو لیکو ته ورداخل کړی ؤ ترسره کړ.

کله چې دغه پیښه رامنځته شوه یو شمیر پلورل شویو لیکوالانو چې هر وخت پردي ډول ته نڅیږي په یو شمیر موثقو(!) خبری ویب پانو لکه تاند، ازادی راډیو، بی بی سی او نورو… کې  غوغا جوړه کړه، او دا عمل یی د هیواد او اسلام په ضد وباله حتی تر دې چې لاریونونو پورې خبره ورسیدله او د هغه عسکرو کورنیو ته چې وژل شوی ؤ د حکومتی چارواکو له لوری د دوی په اصطلاح د شهادت(!) مبارکی هم ورکړل شوه، ځکه چې د دوی اولادونه د هیواد په دفاع کې وژل شوی ؤ، د دې لپاره چې خپله خواشيني نوره هم څرګنده کړي د کنړ ولایت یو شمیر حکومتي چارواکي یی هم له دندو ګوښه کړل او تر اوسه د دې پیښې په اړه پلټنې روانې دي چې څنګه ۲۲ عسکر وژل کیږی او یو شمیر نور بی درکه کیږی، لنډه دا چې دغه ملامتیا یی په استخباراتی ارګانونو ور واچوله چې ولې دوی مخکې خبر نه ورکاوه چې په ملی اردو باندې به خونړی برید ترسره کیږی.

یو شمیر تاندي لیکوالانو هغه لیکنې چې د ملی اردو د محبوبیت په اړه یی کړې وې ډیر په درز سره نشر کړې او هر یو به دا خبره کوله چې د افغانستان د خلکو په زړونو کې ملی اردو ځای نیولی دی او د غازی آباد په پيښه باندې ډیر زیات خواشيني دي، ځکه چې ملی اردو هر وخت د خپل هیواد خدمت او د افغانانو امنیت ته شپه او ورځ په ځان یوه کړې ده او د دوی واقعی خدمتګاران دی لکه څرنګه یی چې په هر ځای کې لیکلی وی: (پولیس در خدمت مردم) یا پولیس د ټولنې خدمتګار، نو خامخا به یی افغانان پوره ملاتړ کوي.

دا چې د غازی آباد د پيښې په اړه د خلکو قهر لا سوړ شوی ندی او په لوګر کې بیا د ملی اردو په هغه بیس باندې چې په لنډو وختونو کې د امریکائي ځواکونو له لوری ورته سپارل شوی وو بمبار شو او شاوخوا ۲۲ عسکرو ته مرګه ژوبله واوښتله، عجیبه خو دا ده چې د کنړ او لوګر دواړو ولایتونو وژل شوی عسکر د ملی اردو عسکر ؤ د کنړ په عسکرو باندې څومره ډنډورې وغږول شوې مګر په لوګر کې د امریکایانو له لوری په وژل شویو عسکرو باندې چې غوږ هم ونه ګراوه، نه چا ورته شهید ووایه او نه چا غمرازی وربانې څرګنده کړه او هغه ضمیر پلورل شوي لیکوالان چې تر پرون پورې یی د ملی اردو سره د خلکو د محبوبیت نارې او سورې وهلې نن ورځ بیا داسې ګونګ شول ته به وایې چې په لوګر کې د چا پزه هم نده وینې شوې، تاند خو بیا ځان داسې  ناګمانه اچولی دی چې د وژل شویو عسکرو خبر یی هم ندی نشر کړی ځکه چې دا خو د امریکایانو له لوری وژل شوی دي که چیرې تاندیان دغه خبر نشر کړې نو بیا خو یی باداران ځیره نه ورکوي.

نن ورځ هغه لیکوالان چیرې دی چی هر وخت د هیواد دفاع لپاره چیغي وهي او داسې زهرجن تبلیغات کوی چې په تاریخ کې ساری نه لری چې د لوګر د ملی اردو د وژل شویو عسکرو غږ اوچت کړي؟! هغه حکومتی چارواکي چې د کنړ وژل شویو عسکرو ته یی د شهید لقبونه ورکول نن یی ولې خولې تړلې دي چې د امریکائی بمبار غندنه وکړي؟! او یا حد اقل په کابل کې یو لاریون جوړ کړی چې ولې زمونږ ملی اردو هر وخت د امریکايانو له لوری بمبار کیږی؟! کرزی چې هر وخت چیغې وهي چې زه امنیتی تړون نه لاسلیک کوم ترڅو چې امریکایان د بې ګناه وګړو له وژنې څخه لاس وانخلي، خو امریکایان بیا د کرزي ساز ته غوږ نه نیسي او هیڅ امنیت نه ورکوی دا ځل یې داسې بیا د کرزی شرط ته عملی بڼه ورکړه بې ګناه څه چې د ملی اردو عسکر چې له دوی سره اوږه په اوږه د طالبانو په مقابل کې جنګیږی ورته ووژل، طبعا دا خو معلومه خبره ده کومو لوړ پوړو چارواکو، تاندیانو، او یو شمیر خرڅ شویو لیکوالانو چې د کنړ غمیزه وغندله په هیڅ صورت سره دا جرأت نشی کولای چې د خپلو بادارانو په ضد اوف هم وکړی ځکه چې دوی د خپل ځان واک هم نلری که هسې معمولی سرغړونه وکړی که هغه لیکوال وی او که کوم جنرال وی دوهمه ورځ به یی بیا څوک په دوربین کې هم ونه ویني.

طالبان چې ملی اردو وژني هغوی خو وایې چې دا زمونږ د دین او د هیواد له دښمنانو سره په صف کې ولاړ دي او زمونږ په ضد عملیات کوي او زمونږ د له منځه وړلو لپاره یی ملا تړلې ده نو مونږ یی هم وژنو تر څو چې تسلیم نشی او یا مو هم وژلی نه وي په هیڅ صورت یی نه پریږدو، او تاسې بیا هغه عسکر چې د طالبانو په لاس ووژل شي ستاسې په اصطلاح شهیدان(!) دي، تاسې پدې اند یاست چې امریکایان زمونږ د ترقۍ او حمایت لپاره راغلي دي او غواړي چې زمونږ هیواد جوړ کړي، هر وخت چې د وحشی امریکائي ځواکونو له لوری بې ګناه وګړی شهیدان شوي دي له کرزی نیولې تر یو ټیټ رتبه مامور پورې دا خبره کوي چې ولې طالبانو ته ځای او ډوډی ورکوي او په دې باندې خوشحاله هم وي چې بې ګناه وګړي نه بلکې د طالبانو پلویان یی وژلی دي، نن تاسې څه ځواب لری چې امریکایانو د ملی اردو عسکرو باندې بمبار وکړ او درنه مرګ ژوبله یی ورته واړوله؟؟ آیا بیا رغونه داسې وي لکه امریکایان یی چې کوی؟؟ دیته د هیواد ترقی او امنیت وایي؟؟ تاسې نن هغه عسکرو ته کوم لقبونه ورکوی چې د خپلو حمایت کوونکو لخوا وژل شوی دي؟ آیا دا به ډیره بی انصافی نه وي چې تاسې په حقیقت باندې سترګې پټوئ؟

دا چې الله تعالې د یهودو په اړه په قرآن کریم کې فرمایلی دی تر څو چې تاسې د یهودو او نصاروو متابعت ونه کړی نو هیڅکله به درنه راضی نه شی او په بل آیت کې فرمایلی دي: چې مسلمانان هیڅکله د یهودو دوستان نشی کیدلای، نو پدې اساس هر هغه څوک چې اوس هم د امریکایانو په څنګ کې یی سنګر نیولی دی او د یو څو ډالرو په مقابل کې اسلام، هیواد پلورلي دي باید د خپل سرنوشت په اړه خپل سر ګریوان ته ښکته کړي چې یوه ورځ به دوی هم داسې ووژني لکه څرنګه یی چې په کراتو مراتو د ملی اردو عسکر په هر ولایت کې وژلی دي او بیا جنایت کاران د کرزي په یوه غندنه باندې ټول بښل شوي دي او یا هم د امریکائي ځواکونو په معمولي خبره باندې چې دغه پيښه سهوا شوې ده ټول بښل شوي دي، نو مخکې لدې چې دوی هم په خپل برخلیک ورسوي باید د مکار دښمن له لیکو څخه ځان راوباسي او د دوی له حمایت څخه د تل لپاره خدای په امانی وکړي هم به الله ورنه خوشحاله وی او هم به د افغانستان مظلوم ولس په سوکالۍ سره ژوند وکړي.

سیلاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x