fbpx
په نښه شوی د ژېړۍ ولسوالۍ د پولیسو د ټولۍ قرارګاه مشر احمدالله (معاون)

کندهار : ميوند کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتي شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۶):د کندهار د ميوند ولسوالۍ په چشمو سيمه کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتي شوي.

دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګ ژوبلي اړولو ادعاوي کوي.

د چارواکو په وينا د بند تېمور د چشمو سيمي په جګړه کې چې تېره شپه رامنځته شوې د ملي اردو ۶ سرتيري وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د دوی په وينا د جګړې پر مهال د ژېړۍ ولسوالۍ د پولیسو د تولۍ قرارګاه مشر احمدالله چې مشهور په معاون وو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.

طالب ويندوی قاري يوسف احمدي بيا وايي چې تېره شپه په ياده سيمه کې د دوی لېزري قطعې هغه درې سرايونه چې امنيتي ځواکونو د پوستو کار ترې اخيست د جګړې په مهال نيولي او نژدې ۱۴ تنه يې وژلي.

ميوند په کندهار کې يو له نا امنه ولسواليو شمېرل کيږي چې طالبان په کې پراخ حضور لري او وخت ناوخت امنيتي ځواکونه په نښه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د