
مقدس جهاد د روهنګه مسلمانانو د نجات یوازينې وسیله
خاتون جمشید، بلخ پوهنتون
د اګسټ ۲۸مه ، ۲۰۱۷
کله چې مسلمان خپله اصلې لاره، منهج او کړنه بدله کړي په مقابل کې دنیوي ژوند ورته د بل هر لادین او سیکولر څخه سخت او ګران شي.
د سپیڅلې او تلپاتې اسلام هرحکم د حکمت اوځانګړې رمز نه ډک دی.
جهاد یوازې د وژنې او ویجاړنې نوم نه، بلکه د مستضعفو وګړیو د وخت د فرعونیزم او بربریت نه د خلاصون، فلاح او د سرلوړي نوم دی.
د حق په لاره کې مقدسه مبارزه او جدو جهد تر اسارت لاندی وګړیو د ويښولو او د حقارت او غلامې کړيوماتولو او ځپلونوم دی.
د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو اوسنې بُغرنج وضعیت تربل هروخته د اندیښنې، ویرې، کرکې، کړاو او ذلته نه ډک دی.
په ماینمار کې د څټلو او کثیفو بودایانو له لوري پر مسلمانانو روان ناورین، استبداد او ظلم د نړۍ د ټولو بشرې اخلاقې موازینو خلاف کړنه او عمل دی.
د ماینمارد حکومت موجوده او روان ظلمونه د نړۍ هیڅ بشر ته په ځانګړې توګه مؤمنانوته او ان ذات بشر ته د تحمل او زغم وړنه دی.
د ماینمار پوځ هره ورځ سلګونه بی دفاع او بی ګناه ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان په خورا بې رحمې سره شهیدانوي، عزتونه يي لوټې ، کورونه او د هستوګنې محلونه يي ویجاړوي او روزمره ژوند يي مختلوي او هغوي شړلو ته مجبوروي.
روهنګه مسلمانانو ته د ګاونډي بنګله دیش نه پرته بل هیڅ د اسرې ځای او هیله نه ده پاتې، مګر د بنګله دیش سرحد ساتونکیو ځواکونه هم ورباندي رحم نه ساتي د بیلګې په توګه: وړمه ورځ د الجزیرې د خبر پربنسټ د بنلګه دیش سرحدی ځواکونو پرهغه پناه غوښتونکیو مهاجرینو ډزي وکړي او په پاېله کې یوتن ځوان مرګونې ټپې کړ چې وروسته هغه د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
ملګرې ملتونه او د نړۍ د بشرې حقونو تش په خوله مدافعین او په دغه هیواد ( ماینمار) کې مدنې فعالان اودهغوي سرلښکره ان سان سوچې هم د روان بربریت او مظلومو مسلمانانو د وژنې نه خوند اخلې او پرته د نمایشې مرکو نه عملې ګام نه پورته کوي، که څه هم د ملګرو ملتونو سازمان پخوانې منشې کوفی عنان ور استولې خو لا تراوسه د وژنې درولو او د روهنجه مسلمانانو د ربړولو او شکنجه کولو لړي او پروګرام دوام لري.
د روهنجه مسلمانانو لپاره د ژغورنې یوازینې علاج او لاره جهاد او له سختیو سره مبارزه ده، دوی نه باید د اسلامې نړۍ د مسلمانانو خوځښتونو په تمه لاس ترزنې کیني بلکه خپله دی لستوڼې رابډ وهی، جهادی روزنې دی پیل کړي ترټولو لومړي دی د فدایانو کنډکونه چمتوکړي اود بودیزم بزدله پوځونه دی په نښه کړي، د روهنجه ځوانانو لپاره تردی نور انتظار د حقارت اوبدبختې د لمنې اوږدیدل دی اوبس.
زما هیواد د لسیزو راهیسې د نړیوالو کفارو د رقابتونو او جنګونو ډګر دی، ما پخپل ټول عمر کې د روهنجه مسلمان د خولې دا خبره نه ده اوریدلې چې د افغانستان په نوم يو مسلمان هیواد د کفارولخوا اشغال شوي، هلته جبر،ظلم اوتیرې روان دی خو بیا هم د یوې افغانې مسلمانې په صفت، ښايي زما د مقالې دا څو ټکې روهنحه و ته څوک ونه ژباړي او نه ور رسیږي، خو زما موخه د الله تعالې رضا او ان اجرالا علی الله په نیت او همدغه راز یوازې د هغه حدیث د مصداق په منظور چې وايي مسلمان د یوجسد په څیر دی چې په یوه نقطه کې درد محسوس شي، نو ټول بدن ورسره ناراحته وی، زه هم د نن شپې خبرونو نا قراره کړم، خوب رانغې اود زړه مې تاسو سره تش کړ، خوبیا هم که زما دا پیغام تر هغوې نه رسیږي خپل رب ته لاسونه لپه کوم چې د پریښتو په واسطه د ماینمار مسلمانانو ته د جهاد سره مینه او رغبت پیدا کړي اود بودایزم او د ډبرو بندګې والا کفارو او مشرکینو له شره يي خلاص کړي.
آمین