نظــر

مسلمانې ښځې!

سر په ګرېوان کې کړه:
دا ورځ ستا لپاره هم ده؟
داورځ د کوم معیار پر اساس ټاکل شوې؟
ولې د ژوند دومره سترې هستۍ ته، یواځې یوه ورځ؟
درنې مسلمانې ښځې!

ستا لپاره د ژوند هره ورځ ستا ورځ ده، ته پوهېږې! که ته په عفت کې پېغله وفات شې د جنت زېری درکړل شوی ، که د اولاد په تولد وفات شې شهیده یې، که مېړه ته مسکا وکړې ثواب دې دی، ته د ژوند هره ورځ لرې، دا نن چې چیغې نارې اورې دا ستا ورځ نه ده، دا دهغې مظلومې لپاره یوه ورځ ده، چې له سپي سره نکاح ته مجبورېږي، دا دهغې مظلومې لپاره یوه ورځ ده،چې وړکتوب یې په وړکتون کې او پېغلتوب یې په نایټ کلبو کې تېرېږي.

درنې مسلمانې ښځې!

ته هره ورځ لرې، ستا په ژوند کې باید شپه نه وي، منم د پښتو پر نامه ځینو وړو انسانانو ته راوړه کړې یې، د بل ډول رواج په زولنو یې تړلې یې، خو ګوره! دا نورو تر هغو هم وړه کړې یې، په ټول کال کې یې ستا غوندې سترې هستۍ ته یوه ورځ درکړې، نه رښتیا هغه ستا ورځ نه ده، خو دښځې ورځ یې بولي .

درنې مسلمانې ښځې!

ته یوه مور یې، چې په نیمه شپه کې د خپل اولاد نرمه ژړا درته د نړۍ تر هر ډول خوږ غږ خوږه ده، ته یوه خور یې چې د ورور یو غږ دې د ژوند هر مشکل ته فولاد کوي او ته یوه مېرمن یې چې خاوند دسر پړونی ګڼې.

نو درنې مسلمانې ښځې!

ته د چا د تبلیغاتو ښکار نشې، ستالپاره تر ټولو لوړ کار یوه ښه مور ثابېتدل دي!

ته باید پښتنه ښځه نه، بلکې مسلمانه ښځه واوسې، ستا خاوند دې ته مجبورکړه،چې نه درسره دپښتانه په څېر چلندوکړي اونه هم د غربي وحشیانو او یا غرب پلوه سکولرانو په څېر، ستا خاوند، ستاپلار، ستا ورور یو مسلمان خاوند، یو مسلمان پلار او یومسلمان ورور کېدو ته اړ کړه!

دا سخته نه ده، ته ټولنې ته انسانان وړاندې کوې، ته خو څه په غرب کې نیمه لوڅه کوڅه ډبه نه یې، چې خپل ماشومان په وړکتون کې لویوې، ته په یوه لاس زانګو زنګوې او پر بل لاس جهان!!!

ستا عظمت ته سلام!

خوستا عظمت ستا پر مسلمانۍ کې دی!

او دغرب د مظلومې مظلومیت دهغوی په ظالمانو پورې تړلی!

ته مسلمانه یې، ته ښه یې، ته هغې ته هم دعا وکړه، چې ستا په څېر ستره هستې (اسلام) پیدا کړي!!!

داد محمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x