وحشیانو پر بندیانو وحشت مه کوی، په وحشت دا ملت نه تسلمیږي!

محمد عثمان احسان

وحشیانو! دلته چنګیزیانو له ښځي تر نره، له حیوانه تر انسانه، حتی تر شنو وښو او باغو پوري د خپل وحشت په لمبه کي لو لپه کړه، خو دغه ملت د مړو سترګو جواب ورنکړی، بلکه په هسکه غاړه یي د دوی تر شکسته پوري مقابله ور سره وکړه.
وحشیانو! دلته د وخت امپراتورۍ انګریزانو خپل باتور سورکورتۍ عسکرسره له ټولو شیطانتو وازمویل، خو دا ملت د دوی د چمو په لومو کي بند نسو.
وحشیانو! پردې ملت باندي د نړۍ سوپر پاور او سور ښارمار روسیې، د خپلو زهرجنو غاښو ټول زهر وازمویل، خو دې ملت یي ټول زهرجن غاښونه ورڅخه وویستل، او په بي غاښو وریو یي دوباره په خپله سوړه دننه کړی.
وحشیانو! دلته خلق او پرچم داسي وحشتونه کړی چي چنګیزیان ګوته په غاښ ورته حیران وه، خو دا ملت یي په ظلم او وحشت تسلیم نکړی.
وحشیانو! دلته ستاسو په حکومت کي شاملو لنډغرو د خلګو په سرو کي میخونه ټکوهل، او په شهیدانو یي رقص مرده وکړی، خو دغه ملت ورته غاړه کږه نکړه.
وحشیانو! اوس تاسو پر یو څو مظلومو بي دفاع او غریبو بندیانو باندي په وحشت سره دغه غیور ملت و تسلیمۍ او غاړ ايښووني ته مجبوره کوی، دا خبره د محال تر حده ګرانه ده، تاسو په دغه وحشت سره خپله بدرنګه او مکروه څهره نوره هم بربنډوی، نور هیڅ ګټه درته نه کوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د