fbpx

شهادته! یو سړی در پسي ګرځــي

لیکوال: اسد معصوم

شهادته! یو سړی در پسي ګرځــي
نه، غلط سومه غمی درپسي ګرځي !

له ډیرو وهلو ربړولو په ټانګ پسي له کشولو وروسته مي غازي جانان دومره ښکلی سو.چي لمر ورڅخه شرمیږي.

دا ړنګ بنګ جسد او دا غیر اختیاري د پرزیدلو جالب انداز کي یې د بدن هر غړی د الله په صفت بوخت وینم.

که د دنیا ټول د عکسونو شوقیان وغواړي یو ښایسته تصویر د ځان په نوم ثبت کړي.زما تر شهید لالي به ښایسته تصویر وانخلي.

دا د میني هغه مقام ده چي د میني ټول پړاوونه په همدې ځای پای ته رسیزي.له دې وروسته د رب العالمین لخوا څخه بلا کیف په غیږ کي نیول کیږي.

هلته یې رب العالمین بلا کیف پوښتي ولي دي ځان داسي د مجنون او پتنګ غوندي قربان کړو.جواب یې فقط دا وي.اې زما ربه ستا مینه تر دې هم قیمتي ده.چي دا عمل مي په بدل کي قبول سي له خوشحالۍ او اطمینان نه وروسته بیا هم زر ځلي داسي ړنګیدل داسي پرتل داسي کشول خوښوم.

بیا په حیا ناکو سترګو لز خپل رب ته پورته وروګوري کاني زما محبوب ربه تۀ راڅخه راضي یې.

دلته د الله عز و جل د صفت جمال وړانګې راځي.

او د یا ایتها النفس المطمئنة ارجعي الی ربک راضیة مرضیة فادخلي في عبادي وادخلي جنتي تقدیري جملې ورته ارشاد سي.

د میني ریښتونی اتل هم له ځانه سره مسکی سي هذا ما وعدنا الله له ځانه سره تکراروي.

ملائکه کرام علیهم الصلوة والسلام هم یو له بل څخه پوښتنه کوي.هاغه شازلمی څوک ده چي په دومره دبدبه سره جنت ته داخلیږي.حضرت جبرائیل علیه السلام ورته فرمایي دا هغه کس دی چي زرونه کاله مخکي مي د دوی په باب دا آیت مځکي ته ور رسولی وو.

ومن الناس من یشري نفسه ابتغاء مرضاة الله 。

اوس چي په امتحان کی کامیاب سوی دا اعزاز یې نصیب سو.

الله عز وجل هم بلا کیف اعلان کوي.تاسو خبر نه واست زما محبوب بنده ځان زما د هغه آیت مبارک مصداق ګرځولی چي ما د دوی د فلاح او کامیابي لپاره نازل کړی.او د دوی سره کړې وعده نن پوره سوه.

یاد مو دي ما خپلو بندګانو ته فرمایلي وو.

ان الله اشتری من المؤمنین انفسهم واموالهم بان لهم الجنة یقاتلون في سبیل الله فیقتلون ویقتلون وعدا علیه حقا في التورة والانجیل والقرآن ومن اوفی بعهده من الله فاستبشروا ببیعکم الذي بایعتم به و ذالک هوا الفوز العظیم。

دلته د راز او نیاز مجلس شهید لالی تر جنته رسوي.نور خلګ ولاړ دي انتظار د حساب کتاب کوي.شهید لالی نن د سنګر د ستړیاو تول آرام د جنت په ښکلیو مانړیو کي کوي.

یا الله زموږ د ملت د ټولو شهیدانو شهادتونه پخپل عالي دربار کي قبول کړې.قریبانو ته یې صبر جمیل اجر عظیم او نعم البدل ورنصیب کړې.موږ ته د دوی په قدم د تللو توفیق رانصیب کړې.

یا ربه ستا په لاره کي ستا لپاره د شهادت لوړ مقام رانصیب کړې.

اللهم آمین

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

اللهم امين ياربالعلمين