نظــر

باب ده په بیان د ‫‏غلام‬ اوغلامي كې

غلامي په دوه ډوله ده، یوهغه پخوانۍ تقلیدي غلامي ده چې په جګړو کې به څوک ونیول شو له کوره به ورک شو او دغالب لوري په لاس کې به غلام پاته شو، هغه غلام غلامي ته مجبور و اوپه ځیني صورتونو کې مظلوم او له خپل کوراو کلي ورک دیوچا په لاس کې بغلام و.

 

اوبل قسم معاصر ه او ماډرن غلامي ده دا قران وهلي غلامان هغه پلیت بوټې دي چې دخپلو شخصي ګټو له پاره یې پردي خپل کورته رابللي وي دخپل اهل او اولس په سر معاملې کوي او د پردیو ګټو ته چوپړ وهي.

د لویدیځ مستشرقین په اسلام يوه دانیوکه هم لري چې #غلام او غلامي یې پاللې ده او ازاد انسان غلام ګرځوي، موږ وایو غلامي هغه مهال په ټوله نړۍ کې دود وه او هرځای به زرورو انسانانو کمزوري غلامان ګرځول، خو اسلام چې راغی نو په مختلفو عباداتو کې یې دکفارې له پاره دغلام ازادول شرط وګرځول، داراز په اسلام کې د ډيرو عباداتو دثواب بیانولو په وخت ویل شوي دي چې داکار دومره ثواب لري لکه یوڅوک چې غلام ازاد کړي، یعني اسلام مومنان وهڅول څو یې دغلامي له منځه وړلو ته تیار او آن مجبور کړي، او الحمدلله نن هاغه ده دغلامي دور داسلام دمختلفو لارښوونو په برکت له منځه ولاړ. آن خبره دې ځای ته رارسیدلې ده چې په دیني مدارسو کې د فقهي په کتابونو کې اوس استادان د غلامي له بابونو ګام اړوي او نه یې وایې ځکه په اوس وخت کې یې اړتیا نه لیدل کیږې.

پاته شوه دلویدیځ موجوده معاصره غلامي او دغلامي سلسله، اوس لویدیځ پوره ډلې او تنظیمونه غلامان ګرځولي دي او آن پوره هیوادونه او اولسونه یې غلامان ګرځولي دي، داراز دهمدي ډلییزې غلامي په ذریعه لویدیځ پوره اولسونه لوټلي او زبیښلي دي او دهغو مالونه او شتمنۍ خو پریږده د هغو ووینې یې لا په ډیره بې رحمي سره زبیښلي دي.

حامد افغان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x