نظــر

ټرمپ دې افغانان وژني،ګډ حکومت دې ورته نڅیږي

لیکنه:اولیاء عمري

د ټرمپ د نوې تګلارې او زمونږ د دوه سري حکومت ورته د هرکلي منفي اړخونه دي چې هېواد کې مو د اشغالګرو د ۱۷کاله اشغال سربېره اوس هم ملکي او بیګناه افغانان وژل کیږي

ومې لیدل چې هغه بله ورځ د اشغالګرو امریکایانو لخوا په کندوز کې پر ملکیانو وحشي او ړانده بمبار ۱۱ تنه بیګناه افغانان شهیدان او زخمیان کړل.

پرون بیا د هرات په شنډیډ ولسوالۍ کې پر یوه کلي باندې د ناټو بې پیلوټې الوتکې بمبارد وکړ چې درې کوره یې په بشپړ ډول ویجاړ کړل.

په دغو دریو کورونو کې یو داسي کور هم شته چې ټول وګړي یې شهیدان شوي او د نورو دوو کورنو هم زیاتره ماشومان، ښځېنه او سړي په شهادت رسیدلي چې د ټولو شهیدانو شمېر تر ۳۵ تنو پورې رسیږي.

زمونږ دوه سری حکومت به بیا د تېر په شان تر ډېره غږ نه لري او که یې هم غږ وکړ خو هغه به د امریکایي اشغال لپاره د یو پرتوګ ګنډلو په څېر وي چې هغه به امریکایان دې ته نور چمتو کړي تر څو نور افغانان هم په دغو ړندو بمباردونو شهیدان کړي او دوی ته به خپله بودیجه ورسیږي او په بودیجې کې به یې لا زیات والی راشي.

کله به چې طالب یو داسي کس وواژه چې هغه به د طالب په مقابل کې د اشغالګرو امریکایي ځواکونو څخه دفاع کوله نو به دغه دوه سري حکومت او شیطانې رسنۍ چې اوس د یاد بمبارد په وړاندې ګونګ پاته دي، د طالب دا کړنه په ټوله نړۍ کې خپره کړه.

خو چې کله یې هم باداران اشغالګر کومه داسي کړنه ترسره کړي چې ټول ټال ولس په کې ځاني او مالي زیانمن شوی وي او عام وګړی په کې قربانیان شوي وي نو دغه ګوډاګی حکومت او شیطانې رسنۍ ، خیاطان یې ورته د برتوګ ګنډلو پوره هڅه کوي.

دوی هېڅکله هم داسي څه نه وایي چې د اشغالګرو امریکایانو په کې حقیقت څرګند شي او اصلي څیره یې بربنډه شي.

دا حکومت او شیطانه رسنۍ به یې اوس بیا لګیا وي تر څو د خپلو بادارانو امریکایانو دغې وحشت ته سم پرتوګ وګنډي او ناټو په کې بیګناه ثابته کړي
غلامې هم یو حد لری خو له بدبختۍ څخه زمونږ د دغو بې وجدانه افغاني غلامانو د غلامۍ اوج پار کړی دی.

نور خدای او قران ته لږ فکر وکړئ خپل ولس مو وژغورئ ولې یې د بل ښامار په خوله کې په زور ورکوئ اولس مو مظلوم ده د ولس ژغورنه وکړئ
خدای ته به په ورځ د محشر څه ځواب وایاست؟

دغو اشغالګرو ته تاسو هر هغه څه مهیا کړي چې دوی اوس په آسانه چې څه وغواړي هغه ترسره کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x