افغانستان

بګرام زندان کې په بندیانو څه تېریږي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۶): د بګرام زندان بندیان د مسئولینو له ناوړه او غیرانساني چلند څخه شکایت کوي او د بشري حقونو په سازمانونو غږ کوي چې د دوی له وضعیته ځان خبر کړي.

د بګرام زندان بندیانو نن ټکی اسیا ته په خپل غږیز پیغام کې له ټولو هغو ظلمونو څخه پرده پورته کړې چې د زندان د تورو تمبو شا ته ترسره کیږي.

بندیانو چې د امنیتي دلایلو پر اساس یې د هویت د پټ ساتلو غوښتنه کړې، ویلي چې د تداوۍ، پایوازۍ، تعلیم، خوراک، تفریح، خوب او نورو برخو کې د چارواکو له غیرانساني چلند څخه سخت کړیږي.

هغوی وايي چې په زندان کې د تداوۍ هیڅ اسانتیا نشته او ګڼ ناروغان د ډیر تکلیف له امله په پنجرو کې بې هوښه کیږي او کله چې بندیان د یو مریض د تداوۍ په غوښتنې ټینګار وکړي، مریض د کلینیک په پلمه له پنجرې څخه ایستل کیږي او تر وهلو وروسته بیرته پنجرې ته راوستل کیږي.

د بګرام په زندان کې ډیرو مریضانو ته داسې پیچکارۍ هم لګول شوي چې له امله یې ناروغان فلج شوي دي او آن ځیني یې په شهادت رسیدلي.

هغوی د بېلګې په توګه په شپږم بلاک کې د یو ناروغ پیښه ذکر کړې چې د فالج پیچکارۍ يې ورلګولې وه او بالآخره یې د ډیر تکلیف له وجې خپل ځان راوځړاوه.

همدا راز د اتم بلاک په دوهمه پنجره کې د (ګلالي) په نامه د هرات ولایت یو تن اوسیدونکی چې په شل کاله بند محکوم و، له سختې ناروغۍ څخه کړېد خو د عدم تداوۍ له کبله د زندان د مسئولینو په مخ کې په شهادت ورسېد.

د همدې بلاک په اولنۍ پنجره کې د (مولوي جمعه ګل) په نامه بل بندي ناروغ و، خو مسئولینو یې علاج نه کاوه او بالآخره یې تر سختې ناروغۍ وروسته د تل لپاره له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

د بګرام زندان بندیان وايي چې غیر صحي ډوډۍ ورکول کیږي چې له کبله یې د یوې پنجرې ۲۷ تنه د اسهال په ناروغۍ اخته شوي خو تداويي نه کیږي.

بندیان همدا راز وايي چې خوب ته هم نه پریښودل کیږي، ډیرو بندیانو ته اعصابي ناروغي پیدا شوي، خو بیا هم په عامو پنجرو کې ساتل کیږي چې له کبله یې نور بندیان سخت په تکلیف دي.

د یاد زندان بندیانو زیاته کړې اکثره ناروغ بندیان تر دې حده په تکلیف شي چې ځانونه په چاړو ووهي او یا سرونه په پنجرو ووهي او کالي يې په وینو سره شي. ځینې نورو د اعتصاب په موخه شونډې ګنډلې، د بلاک قومندان په زور له پنجرې څخه وایستل او په داسې حال کې یې بیرته راوستل چې شونډې يې په ډیرې بې رحمۍ ورخلاصې کړې وې او سرې وینې پرې بهېدې.

هغوی دا هم وايي چې ږیرې ورباندې په زور خرییل کیږي او کله چې مونږ ورته وایو چې د خدای په خاطر دا د پیغمبر علیه السلام سنت مه راخرییئ، دوی مو غوښتنه په خندا راغبرګوي او په سنتو استهزا کوي.

د بګرام زندان په هره پنجره کې له ۳۰ تر ۳۵ پورې بندیان ساتل کیږي، خو د درس او تعلیم له روا حق څخه محروم دي. بندیان وايي چې د اول کنډک له قومندان (بازمحمد) څخه یې غوښتنه وکړه چې د سبق، کتاب، قاري، استاذ، کتابچې یا قلم سهولت ورته برابر کړي، هغه ورته په ځواب کې ویلي چې (دا خانه خاله نه ده او نه مدرسه ده، دا زندان دی).

خو بندیان د دغه ځواب په اړه تعجب ښيي او زیاتوي چې ایا د بندیانو په نړیوال قانون کې یو بندي د تعلیم، زده کړې او مطالعې حق نه لري؟؟

دوی د زندان د مسئولینو له لفظي بداخلاقیو هم شکایت کوي او وايي چې د تفریح لپاره د ټاکل شوي وخت تر پوره کېدو مخکې یې د زندان ساتونکي د پوچ پاش او بدو ردو په ویلو سره ننوتلو ته مجبوروي.

بندیان وايي چې د زندان پرسونل مونږ ته وايي چې تاسو د پاکستان غلامان یاست، مونږ ورته وایو چې د دې خبرې ضرورت نشته، تاسو چې کوم قید مونږ ته راکړی هغه مونږ تیروو، اما د زندان د ساتونکي پرسونل په حیث دا حق تاسو نه لري چې مونږ سره په سیاست کې وغږیږئ.

هغوی په ټوله کې وايي چې په بګرام زندان کې نه د بندیانو حقوق شته او نه یې د بشري حقوقو دعوه داران پوښتنې ته ورځي او نه هم داسې څوک ورغلي چې د مظلومیت غږ یې د زندان له پنجرو بهر نړۍ ته ورسوي.

د بګرام زندان بندیان د خپل غږیز پیغام په پای کې وايي:

«ایا تا داسې بندي لیدلی چې شل کاله مسلسل تر تعذیب لاندې وي؟ بندي خو د محکمې له فیصلې وروسته محبوس وي او د بندیانو له ټولو حقونو برخمن وي، که چیرې رښتیا افغانیت وي، یا د افغان د خاورې بچی وي، یا د مسلمان په نامه غږ کوي، یا د افغانستان د اساسي قانون په نامه غږ کوي، نو مونږ سره باید د قانون په رڼا کې چلند وشي. یو باضمیره، باوجدانه، باناموسه او باغیرته افغان هیڅکله له بندي سره د حیواناتو په څیر چلند نه کوي».

د یادونې وړ ده چې د تېرې جولای په ۷مه نن ټکی اسیا ته په بګرام کې د ګڼو بندیانو خپلوانو ویلي و چې نوموړی زندان د وحشت په مرکز بدل شوی او هلته ظالمانه رویه له زغمه وتلې ده.

هغه مهال نن ټکی اسیا د طالبانو د بندیانو چارو کمیسون د اړیکو له مسئول قاري محمد یونس راشد څخه په دې هکله پوښتنه کړې وه. نوموړي یادې ستونزې تایید کړې وې او زیاته کړې يې وه چې د بندیانو په اړه یې د بشري حقونو نړیوالو ادارو، سره صلیب او نورو سازمانونو سره په ځلونو دغه موضوع مطرح کړې او د حل په لار کې يې د هغوی توجه غوښتې، خو یادو سازمونونو دې موضوع ته یا هیڅ پاملرنه نه ده کړې او یا یې منفي ځواب ورکړی.

د نوموړي په وینا له دولتي اسیرانو سره د طالبانو ښه چلند او د زخمي عسکرو تداوي باید د کابل اداره او نړیوالې مرستندویه ادارې اخلاقاً دې ته اړ کړي چې په خپلو زندانونو کې له بندیانو سره ښه چلند غوره کړي او تداوۍ ته یې پاملرنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x