نړۍ

د ماليزيا مسافر وړونکې طياره د ويتنام سمندر کې پرېوتې، ۲۳۹ مسافر پکې مړه شوي

نن ټکی اسيا: د ماليزيا له پلازمينې کولالمپور څخه پورته شوې مسافروړونکې طياره چې، د چين بيجينګ ښار ته روانه وه، د ويتنام په سمندر کې پرېوتې ده.

د ۱۴ هيوادو ۲۲۷ مسافرو او ۱۲ کارکوونکو په ګډون پکې ۲۳۹ کسان وژل شوي دي. رسنۍ د ويتنامي چارواکو له قوله ليکي چې، د ماليزيا هوايي شرکت مسافر وړونکې طياره د ويتنام په فوکوک سمندر کې پريوتې او د طيارې د دوولسو کارکوونکو په ګډون ۲۳۹ مسافر هم پکې وژل شوي دي.

ماليزيايي چارواکي وايي چې، دغه طياره پر ځايي وخت د شپې پر ۲:۴۰ له کولالمپوره پورته شوه او بايد سهار شپږنيمې بجې بيجينګ ته رسيدلې وای، په لاره کې ورکه سوه چې، شيبه مخکې ويتنامي چارواکو وويل چې، دغه طياره د ويتنام په سمندر فوکوک پريوتې ده.

ماليزيايي چارواکي وايي چې، په دغه طياره د ۱۱۴ چينايانو په ګډون د ماليزيا، اندونيزيا، امريکا، فرانسې، استرليا، نيو زيلاند، اوکراين، کاناډا، روس، اټاليا، تايوان، هالنډ او اسټريا مسافر سپاره وو، چې ټول پکې مړه شوي دي. د پيښې لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x