نظــر

امریکايي سرتیري

ابو یاسر افغان

د نن کیسه درته کوم، ماسپخین مهال ؤ لمونځ مې کړی ؤ او لږ شېبه مې د آرام په موخه سترګې ورغلې وی، د څرخي طیارو زیات شور ماشور نه را بیدار کړم او پوه شوم چې د امریکایانو کتار را روان دی، را پورته شوم او دا چې وږی شوی وم نو ډوډۍ ته مې اشتهاء وشوه کله چې ډوډۍ ته کیناستم، ماشومانو چیغې کړې ویل هله انګریزان راغلل، څه ګورم چې زموږ د کورو نه لږ وړاندې یې ټانګونه ولاړ او دړی ترې پیاده شوي دي، همدې شېبه کې مې درې کلن زوی بهر ته روان شو او کله چې له دروازې وتلو، نو په دروازه کې یې شاته را وکتل او راته وایي: کاکا! تمانچه راوله(راوړه) تانګونه په سرک دي!! د ماشوم دې خبرې ته حیران هم شوم او خوشحاله هم، ما ویل دا حرامي امریکایان به داسې فکر کوي چې د خپلو تبلیغاتو په مرسته به د ځان پر وړاندې په افغانانو کې د دښمنۍ حس کم کړي، خو سخت تېر وتلي دي، وګوره تنکي ماشومان هم پوهیږي چې دوی یې د دین او وطن دښمنان دي. همداسې یوه بله خاطره درته لیکم شاوخوا دولس ورځې وړاندې د یوۀ ملګري سره له سفره را روان وم چې د کلي بازار ته را ورسېدم غرمه وه د فالودې دوکان ته ودریدم ورته و مې ویل: وروره دوه قابه ژاله(فالوده) را وړه، زه لا د فالودې په خوراک وم چې د امریکایانو کتار را ورسېده، ما هم ژاله ختمه کړه، پیسې مې دوکاندار ته ورکړې او ترې را روان شوم، کتار لوی ؤ، کله چې د کتار وروستی ټانګ له بازاره په وتو ؤ، نو د بازار اخر سرته مې کتل چې اته یا لس ماشومان پر لوړ کمر ولاړ او پر ټانګونو د کاڼو وارونه کوي… دا دوه کیسې زما د سترګو پر وړاندې تېرې شوې او ما هم د دوه مهمو خبرو په خاطر ولیکلې اول خو دا چې: د امریکایي پوځیانو تعداد تر پخوا زیات شوی او ګزمې یې هم زیاتي شوي دي، موږ یې عیني شاهدان یو، دوهم دا چې الحمدلله ۱۶ کلن نظامي او فکري یرغل بیا هم و نه شول کولی چې د اشغالګرو څخه د افغان ولس د کرکې او نفرت کچه کمه کړي.

دا چې امریکایي پوځیان زیات شوي او د بي بي سي په حواله چې د سختو عملیاتو لپاره چمتو والی نیسي، د داسې عملیاتو چې په تېرو دریو کالو کې یې سارې نه وي لیدل شوی، دا به د ګوډاګي اشرف غني برکت وګڼو، هوکی ارګبګیانو په وار وار امریکا ته زارۍ وکړې چې باید پوځیان زیات کړي او که داسې و نۀ کړي، نو ستاسو ګټې په خطر کې دي، هماغه ؤ چې ټرمپ د دوی او د خپلو ځینو جنرالانو غوښتنه ومنله او تازه عسکر یې را رهي کړل، دا نو یو داسې حالت دی چې په ښکاره د جګړې د زیاتوالي خبر ورکوي، زموږ او ستاسو مسؤلیت تر پخوا زیات شوی او باید د اشغالګرو خلاف په هر ډګر کې خپله مبارزه ګړندۍ کړو او همدا راز د رسنیو د پروپاګند او زهرجنو تبلیغاتو حقیقت خپل ولس ته را څرګند کړو، دوهمه دا چې امریکایانو دلته شلګونه را ډیویي چینلونه، فیسبوکي خیاطان، مجلې، اخبارونه او تلویزیوني شبکې استخدام کړي چې زموږ ځوان او تنکی نسل د آزادۍ او خپلواکۍ پر ځای د غلامۍ او بلواکۍ په فکر وروزي، له خپلو ګوډاګیانو یې ورته اتلان جوړ کړي، شپه ورځ ورته د مبتذلو سریالونو، ډرامو او موسیقۍ خپرونې وړاندې کوي، د دې حالت په نظر کې نیولو سره موږ باید غافل نه شو او پرینږدو چې تنکی نسل مو د غلامۍ په فکر وروزل شي، دا زموږ دنده او مسؤلیت دی چې خپل ځوان نسل ته د اسلام، یو والي، خپلواکۍ او آزادۍ فکر تشریح او پر داسې روحیه یې ورزو چې د هر اشغالګر او ظالم پر وړاندې لکه سپر ولاړ وي او د اشغالګرو کفارو وسایل او تعداد یې ارادې متزلزلې نه کړي، دا چې وړاندې به څه کېږي معلومه نه ده، خو همدومره وضاحت بسنه کوي چې: نوي امریکایي عسکر څه راغلي او څه یې پر لاره دي او داسې ښکاري چې جګړه به لا شدت غوره کړي، نو دغه صلیبي یرغلګر چې سخت ګوزارونه و نه خوري، دوی نه وځي، راځئ چې د بنیانُ مَّرصوص په مصداق جوړېدو سره، د دغو یرغلګرو او د دوی د لاسپوڅو ګوډاګیانو پرضد سرتاسري پاڅون وکړو او دوی ته وښیو چې د امپراطوریو په هدیره افغانستان کې به داځل ستاسو غرور هم د خاورو سره خاورې او کبرجنې ککرۍ به مو د نورو یرغلګرو لپاره د پند او عبرت بېلګې شي.

په همدې هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

كاملاً موافق يم ستاسي د شايسته ليكنه سخه البته يو شوخي هم كوم چي ستاسي اشتها هم بد ندي فالوده ژاله وغيره نوش جان دي سي

عمران

سلام ودرودبه شرف شمابهترين كار راكردين خداوندكمكتان كندودشمنانتان راذليل وزبون سازداري ازبزرگ مردقهرمان اين شمابوديدكه دربرابردشمن وطن قدعلم كردين واين هايي كه دركرسي قدرت نشسته اندبزورپدرخوانده اشان أمريكاست ودروجودشان بويي ازوطن دوستي نيست جزوطن فروشي اينان خاهنيني هستندكه خيانت را ازپدران ناپاكشان به ميراث برده اندوملت غيورافغان خيانتهايشان راازيادنبرده اند

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x