ادبي لیکني

سرحد ــ لنډه کيسه

زلمی حلیمي

زه دڅو شېبو له پاره اوږد وغزېدم هوا ښه وه باد سوړ لګېدی دبام پر سر دهوټل پر پرتو کټانو نورو مسافرو هم تکیې وهلې وې شا و خوا تپه تیاره وه داسمان ستوري رڼه برېښېدل دتورو غرو تر منځ په کوچني ښار کي ځای ځای رڼا ښکارېده. ستړیا ارام ته نه پرېښودم سهار په پټ لمر مي حرکت راکړی وو شپاړس ساعته لاره مي وهلې وه سباته مي تر پېښوره تګ ته هم وار خطا وو څنګ ته ناست مسافر مي په تلیفون کي په لوړ ږغ ګډ وو لهچه یې زموږ دسیمي خلکوته ورته وه غوږ مي ورنږدې کړ نهیلي خبري یې کولې مقابل لوري ته یې ویل:
ـ (( درې شپي مي دادي پوره سوې اجازه نه راکوي وایې غیري قانوني یې دسهار له شپږو بچو دماښام تر شپږو ورته ناست یم تر کفارو کم نه دي نه دچا خبره اوري، نه مریض ته ګوري او نه هم دسیاسرو لحاض کوي. نن مي په ډېرو زاریو خولې زګونه ورته وکړل، چي میرمن مي پر مرګ پرته ده له لېري وطنه راغلی یم پنځلس ساعته لاره مي له غزني را وهلې دلته مي څو شپې وسوې دوستانو راته ویلي ول، چي دطورخم پر سرحد مریضان ډېرنه تنګوي په اسانۍ لار ورکوي، خو ویې نه منله ان نن یې دیوه مسلمان مړي جسد ته هم پرته له پاسپورټه اجازه نه ورکوله ویل غیري قانوني دئ. سهار پر خړه حرکت درکوم په کابل کي به یې په کومه شفاخانه کي بستر کم پېښور یې په بمونو والوزه لا ډاکټرانو سره ښځي ته څنګه پاسپورټ جوړکړم!))

په عمر پاخه سړي ټلیفون بند کړه سړه ساه یې وکښه شاګرد په منډه دشنو چایو ډک چایبر مخي ته ورته کښېښووی دهوټل کټونه قطار پراته ول ما مخ ور واړوی.

ـ کاکا مریضان دي راوستي دي ؟

ـ هو کوچنیان مي مریضان دي درې شپې وسوې دلته په سرحد کي ورته پروت یم نه مي په پیسو ایله کوي نه په کومه بله طریقه، وچ کلک پاسپورټ غواړي هغه هم دښځي ده، کاشکي یې یوازي زما دا غوښتی.

ـ نو خو پاسپورټ به دي جوړ کړی وو.

ـ پښتون یې ښځي ته پاسپورټ څنګه جوړ کړم؟

زه غلی سوم سړی مخ واړوی او بیا یې را ونه کتل سهار څه باندي شپږ بجې مي ځان دسرحد دروازې ته ورسوی دپاسپورټ ټاپه کولو خوني ته ورغلم ګڼي میرمني په قطار کي ولاړي وې پاسپورټونه یې په لاسونو کي نیولي ول.

پای.

لنډه_کیسه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x