instain

ايرانی ملا: اينسټاين شعيه وه

يو شمېر ايراني ملايان وخت پر وخت نادرې دعوې کوي چې، هيڅ ثبوت او اصل نلري. په دغو دعوو کې د ايران د پوهانو د شورا مشر اية الله مهدوي ويلي چې، د فزيک مشهور ساينس پوه او د اضافت د نظريې مؤسس البرټ انسټاين شعيه وه او د حضرت جعفر صادق رحمه الله شاګرد وه.

د اية الله مهدوي له دغې دعوې وروسته په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه نوي بحثونه او خبرې پيل شوي دي، مګر تر اوسه د دغه ايراني ملا خبرې هيڅ ملاتړ نه دی خپل کړی.

د علامه مهدوي وينا په يوه ويديو کليپ د نړۍ انټرنيټي جال يوټيوب کې هم شته او تر اوسه ډېر شمېر کتونکو کتلې ده. دغه ايرانی ملا دعوه کوي چې، د اينسټان په کتابونو کې يې داسې اشارې موندلي چې، ګواکي اينسټاين شعيه وه.

ويل کيږي چې، اينسټاين د امريکا جرمني الاصله يهودي وه او د خپل عمر تر اخره په خپل يهودي مذهب مړ شوی دی.  د يادونې وړ ده چې، اينسټاين په اتلسم اپریل ۱۹۵۵ کې د امريکا په نيو جرسي ايالت کې مړ شوی وه.

له مرګه وروسته يې ډاکټر ټامز هاروې دماغ ويستي و او نور بدن يې ور سوځولی او مړی په يو نامعلوم ځای دفن کړی وه. له مرګه لږ مخکې اينسټاين خپل کتابونه، ليکنې او خپل ټول کاغذونه په بيت المقدس کې عبراني پوهنتون ته هديه کړي وه او د دغو کتابونو حقوق يې هم دغه عبراني پوهنتون هته سپارلي وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د