د شینډنډ په بمبار کې وژل شوي ماشومان (سرچینه: د ټولنیزو اړیکو پاڼې)

دولت وزیري: د شینډنډ بمبار «افغان ځواکونو» کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ وږی، ۱۳۹۶): دفاع وزارت د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د وړمې ورځ بمبار خپل ځان ته منسوب کړی او ویلي یې دي چې نوموړی بمبار «افغان هوايي ځواکونو» کړی.

وړمه ورځ د یادې ولسوالۍ د بخت اباد په سیمه کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو د عامو خلکو کورونه بمبار کړل چې له امله یې پخپله د هرات ولایتي چارواکو د ۱۶ ښځو، ماشومانو او لویانو وژل تایید کړي.

اما د سیمې خلکو ویلي چې په پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ تنه عام افغانان وژل شوي.

خو دفاع وزارت تر څلوریشت ساعته چوپتیا وروسته د پيښې پړه په خپله غاړه واخیسته او ویې ویل چې په دې حمله کې يې «۱۸ مخالفین» وژلي دي. د یاد وزارت ویاند دولت وزیري وايي:

«د بمبار په سیمه کې د مخالفینو یو زندان و، په زندان کې افغان سرتیري هم د بندیانو په توګه ساتل کیدل، هغه څو تنه سرتیري چې له بمبار وروسته په تیښته بریالي شوي، وايي چې هلته ملکي کورونه نه وو».

خو جنرال وزیري دا نه ده څرګنده کړې چې که فرضا بمبار د «افغان ځواکونو» عمل هم وي، ولې يې د طالبانو هغه زندان په نښه کاوه چې پخپله د دوی د عسکرو شتون په کې یقیني وو؟!.

نوموړی وايي چې دفاع وزارت د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د اصلي حقیقت د څیړلو په موخه سیمې ته پلاوی استولی. په عین حال کې د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد هم د یو تحقیقاتي هیئت د لیږلو خبر ورکړی.

خو دواړو چارواکو دا نه دي ویلي چې کله پلټنې او تحقیقات بشپړ شي، ورپسې ګام به کوم وي او له راغونډو شویو معلوماتو څخه په څه شي کې ګټه اخیستل کیږي.

دولت وزیري په داسې حال کې د شینډنډ بمبار په خپله غاړه اخلي چې د هرات د والي ویاند (جیلاني فرهاد) او د ولایتي شورا مرستیال (توریالي طاهري) په یوه خوله ویلي چې بمبار د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د