افغانستان

لوګر کې امریکايي چورلکه رانسکوره شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ وږی، ۱۳۹۶): طالبانو د لوګر ولایت په مرکز (پل علم) کې د امریکايي ځواکونو یوه چورلکه ویشتلې او رانسکوره کړې ده.

پيښه نن سهار د پل علم په دشت باري سیمه کې هغه مهال رامینځته شوې چې امریکايي ځواکونو غوښتل په طالبانو چاپه ووهي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چورلکې ویشتل تایید کړي او وايي چې په کې تر ۲۰ زیات ټول سپاره عسکر وژل شوي.

نوموړی په یوه مطبوعاتي پيغام کې زیاتوي چې له پيښې وروسته امریکایانو سیمه کلابنده کړې، د خپلو مړو په راښکلو او انتقال بوخت دي او عملیات ترې هیر شول.

تر اوسه په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو د پيښې په تړاو څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x