پاکستان د کینیا څخه ننی لوبه په 205 منډو وګټله

pakistan_cricket_team_worldcup2011
نن ټکی آسیا: د ورلډ کپ په ننۍ لوبه کې پاکستان کینیا ته په 205 منډو ماته ورکړه..

د پاکستان کپتان شاهد افریدي چې کله پچه وګټله نو اول یې بېټنګ ته ترجیح وکړه، او بیا په اولو 12 منډو کې د پاکستان دوه لوبغاړي وسوځول شوه، چې وروسته یې بیا یونس خان او کامران اکمل د بېټنګ ذمه داري پر غاړه واخیسته او دواړو تر پنځوسو پنځوسو منډو لوبه وکړه..

یونس خان چې د ډېره وخته د پاکستاني ټېم اهمه حصه پاته سوی دی، نن یې د اول ځل لپاره خپل یوازینی سکور تر 50 منډو ورسوی، مخکي دده زیات سکور په ورلډ کپ کې 35 وو.

کامران اکمل هم 55 منډي جوړي کړي، او بیا وسوځول شو، چې بیايي وروسته مصباح الحق او د کامران اکمل کشر ورور عمر اکمل د بېټنګ ذمه داري په غاړه واخیسته، مصباح په خپل واري 65 منډي او عمر اکمل چې غوره لوبغاړی اختیار سو، په 52 بالو 71 منډي جوړي کړي.

شاهد افریدي صرف 7 منډي جوړي کړي مګر په بال ور غورځولو کې د کینیا 5 لوبغاړي وسوځول..

د پاکستان راتلونکې لوبه به د سیرلانکا سره وي، چې په هغه کې به ددوی اصل امتحان اخیستل کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.