ټولنیزه برخه

د چا په ظاهر مه غولېږئ!!

عبدالمالک همت

له بده مرغه په دې د ډول ډول فتنو په وختو کي زموږ زياتره سياسي، ټولنيز، قومي او ديني لويان په ظاهره يو څه وي او په باطن بل څه.

هغه د خواجه حافظ خبره :

واعظان که اين جلوه ها بر محراب ومنبر ميکنند
چون به خلوت ميروند آن کار دګر ميکنند

دوی په خبرو او ډول ډول چلونو خپل ځانونه ډېر ښه انسانان، مسلمانان او افغانان ښيي، ان د علم، روحانيت او مشرتوب او رهبرۍ دعوې کوي، خو د انسانيت، اسلاميت او افغانيت پر ضد ډول ډول کړني کوي. د دغسي ډېرو کسانو لاسونه زموږ د دين او دنيا د دښمنانو سره پټ او زموږ د مظلومو خلکو په وينو لړلي وي. د غليمانو په موکونو او ډالرو يې د هيواد په دننه او بهر کي د هغو تر امنيتي چتر او ساتنه لاندي ځانونو ته ارګاه بارګاه سرښته کړې وي، بې له کوم کسب او کار او خوارۍ مزدورۍ، يا د پلار له ميراثه پرته په مرموز او مجهول ډول د ډېرو پيسو او جايدادونو څښتن سوی وي.

از کجا کرد این سیم وزرش
یاخودش دزد بوده یا پدرش

دغه کسان زياتره د پردو جنايتکارو غليمانو د رحم وکرم له مخي خپله هم په بهر کي په ناز او نعمت کي اوسي او اولادونه او نازولي يې هم په بهر کي تحصيل او ښه ژوند کوي، خو نور بيا له اسلام يا له دموکراسۍ څخه د دفاع په نامه تر ځان تېرېدلو ته بولي او خپله پر دغو خواوو ورزرغونيږي هم نه.

نيوکه، سپینه او رښتيا خبره په هيڅ ګون نه کوي او نه يې خوښيږي او دا کار يو ډول ناپوهي او بې عقلي ورته ايسي او خپله چي هيڅ نظر نه ورکوي بيا ځان تر ټولو هوښيار ګڼي، خو نور احساساتي وګړي بيا په لطايف الحيل دغسي چارو (اکثره درواغو او بې بنسټه خبرو) ته په خورا زرنګۍ هڅوي او ورټېل وهي، بيا که هر څه په کيږي د ده يې په بلا او دا لا هم پسي وايي چي ولي يې داسي بې عقلي کول؟!

دغسي کسان زياتره خپل چاروکي او خپل ځان پالي وي او هر جهت او لوري ته چي يې لاس ورکړی وي هغه هم په منافقت او چل او فريب وي. او د خپلو لوړو مقاماتو او دوستانو له ښه نيته بده استفاده کوي. ښه خو يې لوړو مقاماتو ته هيڅ نه رسيږي، بلکي په تخريبيږي او کارونه يې په دغو کسانو لاويجاړيږي.

په دې وروستيو کي دغسي خفشانوانو خبره تر دې رسولې ده چي يو زيات شمېر جاهلان او بې بصيرت کسان يې په پيسو او ناز ورکولو سره استخدام کړي دي چي په فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو کي په کمينټونو او نورو ډول ډول ليکنو سره د اسلام، خلکو او هيواد پر خادمانو او د الله لوري ته پر بلونکو او دعوت کوونکو باندي ناروا اوتي بوتي ووايي او بې بنسټه تورونه پر ولګوي.

ای بسا ابليس آدم رو که هست
پس به هر دستي نبايد داد دست

نو درنو وروڼو زه تاسي ته ستاسي د يوه کوچني قلمي خادم په حيث بلنه درکوم چي د هر چا د خولې په تشو خبرو مه غولېږئ، په هر چا پسي په پټو سترګو مه ځئ. په عبا او قبا او ږيره او برېت او درېشي او نکټايي او کش وفش يې مه خطاوزئ. د دغسي په مرموزه توګه د رهبرۍ او مشرۍ په مقام کي د درېدلو او د ډېرو پيسو او جايدادونو د څښتن سوو حال احوال ښه او په دقيقه توګه معلوموئ. وګورئ او معلومات وکړئ چي دمخه دغو کسانو څه درلوده او اوس ولي دغومره ماړه (شتمن) سول؟ ولي يې بهرني او کورني مقامات نازوي؟ کله چي دغسي کسان د بې کفايتيو او بدو ګټو اخيستلو له امله له کارونو ګوښه سي، ولي بيرته بل لوړ مقام ورکړه سي؟ ولي دغسي کسان د دوی د ناپوهۍ او بې ارزښت توب سره سره په هر ځای کي او په هر مجلس کي صدر مجلس وي؟ ولي په ګران هيواد کي د سولي راوستلو په باب او په نورو هيوادنيو مسايلو کي له رشتينو پوهانو او د قومونو له پاک نفسو مخورو څخه ګټه نه اخيستل کيږي؟ ولي زموږ د ډېرو خلکو زامن يا ګردسره له زده کړو او تحصيل څخه پاته دي او د هيواد په ګوټ ګوټ کي د نالوستو ځوانانو لښکر تر شمار تېر سوی دی، يا ځيني د ګوتو په شمېر ځوانان د هيواد په دننه کي په خواري او مشکلاتو درسونه وايي او د دغسي کسانو اولادونه په پرديو هيوادونويا په امريکايي پوهنتونونو کي زده کړي کوي او چي فارغ سوي دي لوړ پوسټونه او امتياتزونه ورکړه سوي دي. خو زموږ هغو ډېرو تحصيل کرده ځوانانو ته چي واسطه او يا د بهرنيانو سره اړيکي نه لري يو ساده ماموريت او کتابت نه پيدا کيږي؟ ولي ډېر ښه پوهان او پاک سپېڅلي مجاهدين ګوښوته سوي دي، ګواښل کيږي، بنديانيږي او ان وژل کيږي او لنډغر او داړه ماران( چي ځانونوته په درواغو مجاهدين وايي ، خو د مجاهد د نامه دي بلا پروګرځي) ښاغلي او مست ګرځي؟ ولي هغه څوک چي له ناپامۍ یا له لوږي يا په بل لامل څه کوچنی جرم وکړي او يا د اسلام او هيواد غم ورسره وي، په درنو بندونو بنديانيږي او لوی غله او بې استحقاقه بدمعاشان خلکو او حکومتي لويانو ته په ښکنځلو، وهلو ټکولو اوتوبوتو او غلاوو او فساد کي آزادي او دموکراسي لري او ان خبره يې تر دې رسېدلې ده چي له ورکړه سوو امتيازونو څخه په ګټه اخيستنه برالا بغاوت کوي؟!

زما درنو دوستانو! باوړ وکړئ چي زموږ په هيواد کي هم په حکومت کي او هم په وسله والو طالبانو کي او هم له دغو دواړو ډلو بهر ډېر ښه او پر هيواد مين خلک سته، چي د هيواد دغه اوسنی حالت يې سخت زوروی او غواړي چي په دي ويرژلي او ټوټه ټوټه سوي هيواد کي سوله راسي او زموږ پتمن خلک د آرامۍ په هوا او فضا کي ساواخلي، خو له بده مرغه بهرني غليمان او د هغو سره په همږغي کي دغه فاسد عناصر په ډول ډول حيلو او پلمو او شيطنتونو دغه پاک زڼي عناصر نه پرېږدي چي سولي ته سره نژدې سي او له دي هيواده د پرديو غليمانو پوځونه ووزي او جګړه او ناامني کډه وکړي، دا ځکه چي که په هيواد کي سرترسري سوله راسي بيا د دغو کسانو د هر يوه سره جلا جلا حسابونه کيږي او ځانونه او ګټي يې په خطر کي لويږي.
شکر دی تاسي ته خدای سبحانه وتعالی خپل ضمير، عقل او ماغزه درکړي دي، له هغو څخه کار اخلئ او د هر په رنګ رنګين په زړه بې رنګه يا برالا فاسد او فاسق هر څه سلا بلا مه منئ، لوی څښتن جلت عظمته فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (6)﴾ [الحجرات:۴۹:۶] ژباړه: ای هغو کسانو چي پر الله مو ايمان راوړی دی او په احکامو يې عمل کوئ که کوم فاسق(کافر، منافق، درواغجن، د شريعت تر پولو تېري کوونکي، مجهول الهويه کس چي صداقت يې څرګند نه وي) تاسي ته( د يو چا يا يو قوم په باب) کوم خبر ورساوه، نو تاسي د هغه د خبر صحت او حقيقت ځان ته معلوم او تثبيت کړئ(ښه فکر پکښي وکړئ، د رشتينولۍ په اړه يې څېړنه وکړئ) او سمدلاسه يې خبره مه منئ، نه چي تاسي کوم قوم ته په ناپوهي سره(د هغه له حال او احوال څخه په ناخبر تيا) ضرر ورسوئ او بيا له خپلو کړو څخه پښېمانه سئ.

نه چي خدای مه کړه د دغو دوو آيتونو مصداق سئ:

(وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا (67) رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا (68)) [الاحزاب: ۳۳: ۶۷ ـ ۶۸].
ژباړه:

۶۷. (دغه کافران به د قيامت په ورځ خوشي چټي او باطل دلايل راوړي) او وبه وايي:”ای زموږ پالونکې خدایه !موږ د خپلو مشرانو او د قوم د لويانو اطاعت کاوه، خو دوی موږ له (سمي) لاري بې لاري کړلو“.

۶۸. ای زموږ پالونکې ! دغو مشرانو او لويانوته (کوم چي موږ يې له سمي لاري اړولي وو، زموږ د بې لاري کولو له امله)، زموږ د عذاب دوه ګونی(غبرګ، دوه چنده) عذاب ورکړه او له خپلي لوروني (رحمت) څخه يې په بشپړه توګه ډېر ليري وشړه.

البته که خدای مه کړه د تعصب يا ناپوهۍ يا کوم بل ملحوظ له مخي د دغسي کسانو خبري بيا هم ومنئ او بيا يې هم ملاتړ ته دوام ورکړئ او په پسې سئ او د دوي په اړه حقيقت ويونکو ته بد رد وواياست، هم به پر دې نړۍ خوار او اسکېرلي اوسئ او هم به پر هغه دنيا د خورا سختي پښېمانۍ سره مخ سئ.

وما علينا الا البلاغ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x