
د اشنايانو ګيلې
کله غصه کله خفه شی ==== اشنا می تل د ماشومانو خوی کوینه
دوولس ۱۲ کاله وړاندی پیل شوي یارانه نن په بل مخ اوښتي ، د خوږو او عاشقانه لنډیو ځای نن ګیلو مانو نیولی، د بیلتانه او پردیسۍ سندري دي چې یو په بل پسی زمزمه کیږی ، کله بارک اوباما وي چې ناز او نخري کوی ، کله بیا استاذ کرزی د خپلوهغو نیمه خوا ارمانونو فریادي سندری ترخوله راباسی چې ده یې ډېر اوږده خوبونه لیدل او هغه یې نیمګړي پاتي شول .
د ده اټکل و چې امریکي او غربي یاران به یې د ښې اوږدي لاري او دراز عمر ملګري وي خو داسی ونشول ، د کرزي دغو یارانو په افغان ټاټوبي کې د مرګنۍ کندي پرغاړه نور خپله یارانه ونسوای پاللای او د تیښتي په غلچکۍ لاره سر شول ، د استاذ کرزي ټولي هیلي یې نیمګړي او نیمه خوا کړي . له همدي ځایه ده چې کرزی او یاران یې له امریکی سرلاري بارک اوباما څخه د نیمګړي یارانې ګیلي شکوي کوي، هرځل چې کرزی پر مطبوعاتي سټیج مایکروفون ته دریږي نو پیل له امریکایی او ناټویي دوستانو څخه په ګیلو کوي:
ما دي اوږدي لاري څارلي – زه دي له لنډو لارو څه خبره ومه .
له بلي خوا یې امریکايی اشنایان هم پرځای د دې چې د میني او وفا په ټپو ونازوي ؛ سر پر سر تهدیدونه ورته رالیږی ، کله ورته وایی بسپني درباندي کموو او کله بیا د فوځونو د ایستلوویروونکي پیغامونه ورته را استوي .
په هر حال د اشنایانو د میني داستان خو به هرو مرو غورځي پورځي ، لوړي ژوري ، ستغي سپوري لري ، مګر ښاغلي کرزي خو داسی نه وه انګیرلي ، چې بالاخر به یي نصیب خون جګر راځي . له همدې ځایه وه چې کرزي به له ۲۰۰۲ م کال نه تر ۲۰۱۰ م پوري همیشه نړیوالو یرغلګرو ته د دوستو قواوو ، متحدینو او ملګرو خطاب کاوه ، هغوی به یې د سولي ، امن ، ترقۍ او پرمختګ رواړونکي قواوي بللي ، د هغوی هر ناوړه عمل به یې سم توجیه کاوه ، د شپي او د ورځي عملیات یي هیڅکله قابل ګرفت نه وو .
په دې موده کې چې یې هرڅومر وحشتونه ، بمبارونه ، کړوني او ځوروني ترسره کړي ، په زرګونو بی ګناه هیوادوال او د آزادۍ لارویان یې په شهادت ورسول ، او په لسګونو زره افغانان یې په تورو زندانونو کې واچول ؛ دا هرڅه یې د کرزي او حواریینو له لوري قابل اعتراض څه چې په اصطلاح د تروریزم په وړاندي د جګړي لاس ته راوړني یې بللي . د خپل هیواد اشغال یې د امریکایانو حق باله ، د امریکایي عسکرو په وژنه یې خواشیني او غمرازي ښودله ، د افغانانو قتل عام ته به یي د تروریستانو د وژني نوم ورکاوه ، د امریکایانو راتګ یې د افغانستان په ګټه بلی ، د امریکایانو جګړه يې د ځان جګړه بلله .
لنډه دا چې په هرڅه کې یې امریکا ته سرتسلیم خم و ، مګر کله چې امریکايی او ناټویي یرغلګرو د مجاهدینو د مقاومت توانمندي له لاسه ورکړه او په ۲۰۱۰ م کې یې د وتلو اعلان وکړ ، کرزي ته را رواني ډالري بسپني د زوال له خطر سره مواجه سوي ؛ کرزي فکر وکړ چې نورنو امریکايی دوستانو ګوری موری د مجاهدینو رحم وکرم ته په لاس ورکړ ؛ سمدستي یې پر امریکی اشنایانو د اعتراضونو لړۍ پیل کړه د هغوی هر عمل یې ناسم تعبیر کړ ، د شپي او د ورځي عملیات یې سرغړوني وګڼلي ، د هغوی په زندانونو کې بندیان یې بي ګناه وبلل ، د امریکایانو جګړه یې د افغانستان په زیان وبلله ، دا او داسی نور ډېر هغه څه دي چې کرزی غواړی په دې توګه ځان حر، آزاد ، خپلواک او ملی او اسلامی ارادې ته مسئول شخص معرفی کړي .
خو په حقیقت کې ملت پوهیږي چې له ۲۰۱۰ م کال نه وروسته د کرزي موډ په بله اوښتی چې علت یې همغه د امریکايی یرغلګرو نه پاتي کیدل او بسپني ورباندی کمول دی . نه داچې دی د ملي ارادې په احترام کې دا ډول څرګندوني کوي .
د کرزي د سرکاوته څرګندونو یوه بیلګه دا ده چې څو ورځي وړاندي یې له امریکايی ورځپاڼي واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې وکړي .
ده وویل امریکا د خپلو ګټو جګړه کوي موږ ته یی ګټه نسته ، د خپلو مقاصدو لپاره راغلی القاعده حقیقت نلری دا یوه بهانه او افسانه وه ، خو امریکایی چارواکو بیا په غبرګون کې وویل چې کرزی یو وهمي شخص دی ، چې د حلیف پرځای حریف ګرځیدلی د دوی په وینا امریکا په افغاننستان کې له القاعده او طالبانو سره سخته جګړه کړي تر ۲۰۰۰ زیات عسکر یي وژل سوی او ۶۰۰ ملیارده ډالر یي مصرف کړيدی . کرزی وویل زه ډېر افسوس کوم ، زه اوس ځان فریب خورده محسوسوم ماته دهوکه راکول سوي د امریکا راتګ افغانستان ته یوه لویه تیروتنه وه . دوی زموږ خلک ووژل . زه افسوس کوم .
له دي نه څرګندیږی چې کرزی رښتیا هم یا خو په شیزوپرینیا اخته وهمی شخص دی او یا د ده شخصی ګټو ته نن تاوان رسیدلی ځکه نو نن سبا داسی سرکاوته څرګندوني کوي چې ګټه ورته نشی رسولاي . داځکه چې ده او د ده ملګرو چې په تیرو دولس کالو کې له افغانستان سره څه کړي :؛ په دي اړه به د نن ټکي آسیا د یوه لیکوال ډاکټرعطامحمد رحیمي د لیکني وروستۍ یوه برخه را واخلو چې نوموړي لیکوال ښاغلی کرزی مخاطب کړی او ورته وایی:
نو!
اى د تېرو دوولسو کلو د ټولو جرمونو مجرمه!
ولې دې د خپلو شخصي ګټو لپاره افغان ځوانان استعمال کړل؟
ولې دې د خپلې بلواکه واکدارۍ لپاره د ږېرې او لمن په توره سلګونه ځوانان تر زندانونو ورسول؟
ولې دې د ازادۍ او خپلواکۍ پر نوم سلګونه پېغلې بې عفته لوڅې بازاروته را وایستلې؟
ولې دې زرګونه ځوانان د پوليس ، ا ردو، اربکي پر نامه د خپلو بادارانو دګټو لپاره ووژل؟
ولې د سلګونه ځوانان ستاد دې مفسد دولت او ستادبادارانو د شخصي ګټو دخنډ په خاطر په شهادت ورسول؟
ولې دې سلګونه ځوانان او پېغلې د خپلو بادارنو په پښو کې لوڅ واچول او ترګوانتانامو دې ورسول؟
ولې دې د خپلوبادارانو دګټور لپاره په ټول هېواد کې د دين بسنټ (مدرسه) ورکه کړله؟
ولې دي په کليو او بانډو کې د ولس په سترګو کې خاورې وروشېندلې او داربکي پرنامه دې دسرطان دانه پرولس وکرله؟
ولې؟ ولې؟ ولې؟
http://nunn.asia/leekani/articles/10171