نظــر

د حکمتیار صیب نیمګړې پروژې

شاهد (غزنیوال)

د روان کال د غوايي میاشتې په اتمه نیټه کابل ته د امریکا د دفاع وزیر جیمس مټیس له راتګ سره همهال حکمتیار صیب هم را څرګند شو.

ښاغلي حکمتیارد هیواد له سیاسي صحنې څخه تر۱۶ کلن غیابت وروسته له خپل ظهور سره سم متعدد شمیر خیالي پروژې اعلان کړې.

لومړۍ هغه یې د بهرنیو یرغلګرو خلاف د افغانانو د ولسي مقاومت غندل او له شرعي اوعقلي لحاظه د هغه نا موجه تعبیرول و .

دا چې دا پروژه یې د هیواد سیاسي صحنې ته د را څرګندیدولو اساسي لامل و نو نوموړي هم ډیر ترکیز د هغې په سرته رسولو او په بیلا بیلو مناسبتونو کې د هغې په تبلیغولو باندې درلود.

په هره غونډه کې به یې لومړۍ خبره طالب غندنه او د بهرنیانو خلاف مقاومت چې دی یې ناروا جګړه بولې تقبیحول و.

همدا راز به یې په مناسبتي مجالسو کې د شمال تصفیه کول، په راتلونکو ټاکنو کې د خپل ګوند د قاطع بریالیتوب، ارګ ته تر دیوال اوښتو نه اجازه ورکول او د علماوو شورا راغوښتلو ادعاوې کولې.

د حکمتیار صیب په طرز تفکرکې لویه نیمګړ تیا دا ده چې دی هرڅه د خپل اټکل له مخې فرضوي.

مثلا ده په خیال کې ور تیره کړې وه چې که زه له حکومت سره یوځای او خګو ته له هغه سره د پیوستون بلنه ورکړم هغه به نورپه ټوله معنی ولس ته د منلو وړ او ارګ مشر اشرف غني به د ټول هیواد مشروع منتخب ولسمشر شي.

همدا راز ده د یوه وظیفوي مسؤلیت په توګه دا پرځان منلې وه چې د خپلو مصنوعي فتوا ګانو په ورکولو سره به افغانان له بهرنیانو سره د مقاومت په ځای هغوي ته په تسلیمي مجبور او په دې سره به د ده په اند مصلحتي سوله په هیواد کې تحقق پیدا کړي .

مشکل دا دی چې ښاغلی حکمتیارله خپلو بي شمیره اشتباهاتو او سیاسي لغزشونو سره سره ځان د سیاسي لغزونو حل کوونکی، د شرعي فتواوو مفتي، د ټولنیزو چارو ماهر او پوره عقل فعال بولي چې له رواني لحاظه دا یوه نفسیاتي ناروغې ده چې باید معالجه یې وشي.

همدا لامل دی چې د ښاغلي حکمتیار د یوې ورځې موقف له بلې هغې سره په تناقض کې وي.

که سړی حق ووایې نو ښاغلی حکمتیار په خپل سیاسي نا کراره ژوند کې د دغسي ضد او نقیض مواقفو له امله د سخت ترحم وړ دی ، حکمتیار څه چې تر ده یې حزبي ملګري د زیات زړه سوي مستحق دي، ځکه حکمتیار که په عقلي اختلال اخته وي او که په فکري تذبذُب مبتلاوي خو بیا هم یو فرد دی چې ښايي خپل جنون ورته صراط المستقیم ښکاريږي ، په پلویانو یې څه شوي چې د شخص پرستي هوس یې د تعقل او بصیرت حس تر پښو لاندې کړی دی.

ایا هغوی په خپل ټول حزبي بصیرت سره دا نشي درک کولای چې د (محبوب مشر) د نن موقف یې له پروني هغه سره څومره واټن لري؟

په سیاسي ژوند کې د ښاغلي حکمتیار تر ټولو بده مشخصه دا ده چې له خپلو سیاسي همنوعانو سره د سِلمي تَعایُش هیڅ ظرفیت او هنر نه لري.

که هرځای او په هرموقف کې وي دی به حتما ځانته داسې مشغله پیدا کوي چې له جانب مقابل سره د مخالفت غریزه ورباندې مشبوع وساتي.

ګډ حکومت چې د جان کیري په هلو ځلو د ډیرو مختلف الأضلاع مرکباتو له ترکیب څخه جوړشو له خپل ټول فساد ، بي نظمي، بیواکي او نورو زرګونو مفاسدو سره سره یې تر اوسه دا ظرفیت درلود چې د خپل سیاسي وحدت په تحفُظ سره تر وخت له مخه شړیدو څخه ځان وساتي.

خو د ښاغلي حکمتیار په ورګډیدو سره یې هماغه د سیاسي وحدت شیرازه داسې وشیندل شوه چې نیږدي ده هر وزیر، والي او پارلماني غړی یې د حکومت مشر په مقابل کې د مقابلې سنګر اعلان کړي.

لومړي مرستیال یې په انقره کې حکومت ضد ایتلاف جوړکړی ، د ښې حکومتولۍ سلاکار، د بهرنیو چارو وزیر ، د اجرائیه ریاست مرستیال او نورو پارلماني استازیو په کابل کې علني مخالفت پیل کړی او د بلخ والي خو مستقیما پراشرف غني تنقیدي ګواښونکي وارونه وکړل.

د بلخ والي ښاغلي عطاء د اشرف غني ترڅنګ ښاغلی حکمتیارهم سخت وڅانډه او ویې ویل چې ګډ حکومت ته تر تسلیمي ورسته نه باید پر هغه نیوکه وکړي.

د عطاء په دې ګواښنې سره د حکمتیارهغه متعددې پروژې چې په هره غونډه او مناسبت کې به یې له لیدونکو سره د عملي کولو ژمنې کولې همداسې نیمګړې پاتې شوې؛ ځکه دی اوس د خپل ورسپارل شوي مسؤلیت په بوه بل اساسي مکلفیت مصروف شو.

دا سرګرمه مکلفیت ( تنظیم جنګي) یې هم د ده له ذاتي َسرِشْت سره برابر دی او هم یې د ظهور له اساسي ایجاباتو څخه شمیرل کیږي.

د ښاغلي حکمتیار د دې مکلفیت د اجراء له برکته به هیواد ۲۵ کلونه شاته په شاګرز کولو سره بیا د تنظمي جګړه مارو ترمنځ د وحشیانه جګړو ډګر ګرځي او د کابل نسبي رغول شوي لارې او کوڅې به بیا د کابلیانو په وینو رنګول کیږي…

خدای تعالی دي حکمتیار صیب ته د دې نامشروع مکلفیت د انجامولو توفیق نه ور په برخه کوي

آمين …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فبض الله خواخوږي

د حکمتیار د ماموریت وضاحت
غزنیوال صیب په لیکنه کې مو د حکمتیار صیب د اوسني ماموریت په اړه ښه وضاحت کړی ریښتیا هم چې د حکمتیار اوسني ماموریت د افغاني مقاومت لپاره د جنرال نیکلسن په مشرۍ تر پوځي قاطع ماموریت هم ډیر خطر ناک دی.
خدای تعالی دي زمونږ هیواد او ولس د دغو ناولیو د خطر ناکو ماموریتونو له شره وژغوري …

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x