نظــر

طالبانو! افغان مظلوم ولس د لیوانو له منګولو وژغورئ

لیکوال، م عباس احمدزی

طالبانو! تاریخ ستاسو کارنامې لیکي، تاریخ مو څاری داسلام، افغان ولس او ټول مسلمه اومت لپاره مو ستری او نه هیریدونکې کارنامی ترسره کړی اولا یی هم ترسره کوۍ.

طالبانو! تاسو په مسلمه او افغان ولس بې شانه احسانونه کړی چې دغه احسانونه مو دهیرولو نه دې، دیو ویښ او هوښیار ولس به ستاسو لپاره، دافغان او مسلمانو تاریخ لپاره ستاسو هره کارنامه په سروزرو لیک پکار دي.

طالبانو! تاسو دمسلمه اومت دنحات لپاره چې څه مو په واک کې و وکارول، سرونه، خوښې او هډونه مو په دی لار کې زار کړه، کورنې، بچیان او خپلوان مو له لاسه ورکړل، له ځانونو پوری مو بمونه وتړل تنکۍ ځوانۍ مو دباروتو په اور لولپه کړې او دغه لړۍ لا روانه ده غزیږی.

اوس نو د دې وخت راغلی چې وروستۍ قربانۍ ته هم را ودانګې او په خپل ویاړلي تاریخ کې دغه وروستی ستر شهکار هم ثبت کړی .

لکه څنګه چې افغان بی وسلی کړیدلی اولس له تاسوطالبانو بغیر داسې خواخوږي قوت نه لری چې دفاع یی وکړي.

همدا تاسی طالبان یاست ، چې له افغان او مسلمه اومت څخه د تن په وینو دفاع کوی، او له وحشي اشغالګرو څخه یی انتقام اخلی، تاسو افغان ولس له ډیرو ناخوالو لکه پاټګونو او تنظیمي جنګونو ،قومي تعصبونو، له بې فرهنګه اربکیانو، داعش خوارجو او هیواد مو له تجزئی څخه ژغورلی ده.

دلا ژغورلو لپاره یو قدم وړاندی تګ درته پکار ده، هغه داچې باید د اشغالګرو وحشیانو له ظالمانه بمباریو څخه یی خلاص کړی.

که غواړی چې افغان مظلوم ولس له ړندو بمباریو څخه خلاص کړی او ځانونه دبریا تر ساحل پوری ورسوی نو پکار ده چې له نړیوالو او بلخصوص له ګاونډي هیوادونو سره اړیکی لا ټینګې، قوی او پراخې کړی.

باید داشغال دټغر ټولیدو لپاره چې په هر قیمت او له هر چا څخه چې وي د طیارو ضد راکیټونه واخلی، داشغالګر او د ګوډاګیانو دغه وروستي حربه هم له ناکامۍ او شکست سره مخ کړی، ترڅو دبریا ساحل ته ورسیږی او مظلومو افغانانو ته د وحشې لیوانو له منګو څخه نجات ورکړۍ.

مونږ مطمئن یو چې دغه کار هم تاسې کولی شی ځکه تاسو مونږ، نړیوالو او تاریخ ته څو ځله بریالئ امتحان راکړی ده نو مونږ ځکه دمظلومیت چیغه تاسو ته کو چې له دی وحشیانو څخه مظوم بې دفاع کړلیدلی افعان ولس ته نجات ورکړۍ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x