نظــر

پښتونولي! – سید ولي حامد

زمونږ په افغاني ټولنه کې پښتانه تر بل هر چا زیات د مېرمنو د پت، عزت او کرامت درناوی کوي، تر دې چې د ښځې د عزت او کرامت لپاره تر خپل ځان او سر تېرېږي، او همدا د پښتنو یوه لویه او څرګنده نښه ده، ټول خلک یې په دې نښه پېژني، او له همدې وجې د پښتنو درناوی کوي.

که څه هم چې په ځینو ځایونو کې د ښځو په وړاندې یو څه نارواوې او ظلمونه کېږي، خو په عام ډول پښتانه دښځو زیات درناوی کوي.

  په ځانګړي ډول د ښځو پړونی د پښتنو تر منځ ډېر زیات ارزښت لري، ځکه چې دا د غیرت او ننګ نښه ده، په دې به ټول پښتانه پوهېږي چې کله یو پښتون خپله خور، یا مور، یا لور او یا کومه بله خپله، یا میلمنه نازوي نو پړونی یا ټیکری ورته کوي! او دا بیا په هغه چاپیریال کې ډېره لویه او درنه خبره ده، چې پلاني سړي یې خور یا لور او یا کومې میلمنې ته پړونی یا ټيکری وکړ! او هغه ښځه په خپلو همزولو او کور کې یو ډول ویاړي چې ګواکي زما عزت او درناوی وشو.

  که ظاهر ته وګورو ټیکری یا پړونی د رخت دوه متره یا درې متره ټوټه ده، چې زیات نه زیات بیه یې تر یو څو زرو افغانیو پورې رسي، دا په داسې حال کې چې که هر څوک خپلې لور، یا خور او یا کومې میلمنې ته د ټیکري او پړوني تر بیه څو چنده زیاتې افغانۍ ور کړي دومره نه پرې خوشحالېږي لکه په پړوني او ټيکري!

  آخر ددې لامل څه دی؟ که حقیقت ته وکتل شي، دلته ټیکري او پړوني ته د دوه درې متره رخت په سترګه نه کتل کېږي، بلکې په پړوني او ټیکري کې یو معنوي ارزښت پروت دی، هغه ارزښت د ښځې د سر او ځان پټول دي! یوازې د سر او ځان ظاهري پټول نه، بلکې تر دې وړاندې بل لوی ارزښت، هغه د ښځې د عفت، پاک لمنۍ، پت، کرامت او عزت درناوی دی، په دې معنی چې ټیکری او پړونی که له یوې خوا دښځې ظاهري بڼه له پردیو او نامحرمو څخه پټوي، له بل پلوه د ښځې کرامت، عزت او پت خوندي کوي!

  لکه څنګه چې د ښځينوو لپاره ټیکری ارزښت لري، همدا ډول د نارینه وو لپاره پټکی ارزښت لري، که د پښتو ادبیاتو په ځانګړي ډول شعر ته نظر وشي، په پراخه کچه به د ټیکري، پټکي، شملې او تورې ټکي پکې وموندل شي، شعر په حقیقت کې د یو قوم او قبیلې د تاریخ هنداره ده، د یو قوم د عاداتو، ثقافت، کلتور او رواجونو هنداره ده. ځکه خو شعر په هره ټولنه او هر قوم کې زیات ارزښت لري. په پښتنو کې متل دی وايي: خدای دې په چا کې بد ټیکری او بد پټکی نه پیدا کوي! مطلب یې دا چې بده ښځه او بد سړی! دلته له ښځې او سړي نه د ټیکري او پټکي په رمز تعبیر شوی، په دې معنی چې ټیکری د ښځې رمز او پټکی د سړي رمز دی!

  مګر متاسفانه چې نن ورځ څو داسې کسان چې نه د ټیکري ارزښت پېژني او نه د پټکي، ځانونه د پښتو او پښتو ژبې خادمان او استازي ګڼي، په داسې حال کې چې دوی یوازې په پښتو ژبه خبرې کولی شي، هغه هم خوله یوې او بلې خوا ته داسې ور سره کشوي، ته به وايي چې اوس به یې خوله وشکېږي!  نور یې نه بڼه د پښتنو ده، نه یې ناسته پاسته، سړي ته داسې په نظر ورځي چې دوی په حقیقت کې انګریزان دي، پښتو یې د جانبټ په څېر هسې په کورسونو او ښوونځيو کې زده کړې ده!

  دا ډول جنابان نه پښتو پېژني، او نه پښتانه، له پښتو ژبې نه یوازې د خپلې ګېډې لپاره کار اخلي، د پښتو په نامه پايي، د پښتو د حیثیت په خرڅولو کې خپل کور او اولاد ته یوه مړۍ مرداره ډوډۍ پيدا کوي! دا جنابان یوازې په دې بسیا نه کوي، بلکې له دې وړاندې ځي، د پښتني کلتور او ثقافت پر ځای خپل انګریزي او امریکايي کلتور او ثقافت رائجوي، پښتو او پښتانه حلالوي، او بیا یې دوینو په بیه د پښتنو په کلي او کور کې انګریزي  کلتور را ژوندی کوي. دوی پښتو ددې لپاره وژني تر څو انګریزۍ را ژوندۍ کړۍ!

انګریزان ځکه ددې ډول اجیرانو په مټ غواړي پښتو او پښتانه ووژني، چې خپله دوی دا کار نشي کولی، ځکه که دوی دا کار کوي، هر پښتون یې مخې ته درېږي چې سړیه څه کوې او څه کیسه ده؟ مګر دا په ژبه پښتانه بیا تر یو ځایه ځینې هغه کسان چې د دوی بڼه او شکل یې نه وي لیدلی تېر ایستلی شي، چې ګواکي دا دي مونږ هم پښتانه یو، د پښتو او پښتنو لپاره خدمت کوو!

بل علت دا دی چې دا ډول خلک د انګریزانو کلتور او ثقافت ته په دومره مینه او اخلاص کار کوي چې خپله انګریزان او امریکایان یې نشي ورته کولی، په پښتو کې یو متل دی، وايي کوټه نه تازي کېږي، کله چې تازي شي بیا دوه سویې په یو ځل نیسي! پښتون یو ځل له لخکه نه وزي که ووتو بیا تر انګریزانو وړاندې خېز وهي!

  له دې ډول کسانو څخه ځینې هغه بیبیسیان دي چې له ډېر مخکې نه یې د پښتنو د نیکونو او پلرونو د ازلي دښمنانو غېږي ته پناه ور وړې، هملته د انګریزانو په غېږ او د هغوی په شیدو را لوی شوي دي، د انګریزانو له غېږي نه د پښتو او پښتنو خدمت کوي! چې په حقیقت کې د خپلو ګيډو ډکولو لپاره د پښتو او پښتنو په ستوني چاړې ږدي!

  ځکه خو کله کله د ځان په څېر د ځینو ښځو بربنډ انځورونه په خپله ویب پاڼه کې خپروي او کله کله بیا د پتمنو پښتنو په ټیکریو پورې خاندي! پټکی او شمله خو له سره نه پېژني.

  غربیانو په لومړي سر کې په مجاهدینو پسې تبلیغات کول چې ګواکي ښځې زده کړې ته نه پرېږدي، په خپلو لوڼو او خویندو لیک او لوست نه کوي! او دا بالکل له حقیقت نه لیرې خبره وه او ده، کله یې چې دا درواغ او تبلیغات رسوا شول، یوازې په یوه مدرسه او یو ولایت کې تر شپږو زور پورې نجونې لیک او لوست کوي، اوس یې دا ډنډورې پیل کړې دي، چې دا خو ترهګري زده کوي! تلویزیون او بربنډ انځورونه نه ګوري! نڅاګرۍ نه کوي! ساز، سرود او ډمتوب نه کوي!  اصل حقیقت اوس را څرګند شو چې له زده کړې نه د دوی موخه د دوی فاسد او بوین کلتور او ثقافت دی، هر څوک چې نڅاګرۍ کوي! لوڅ او بربنډ فلمونه ګوري! فحاشي او بې حیایي کوي! دا که هر څو پرېوتي کسان وي، ددوی په نزد تعلیم یافته او روڼ اندي دي، او که څوک حیا کوي، خپلو دیني ارزښتونو، ملي کلتور او ثقافت ته ژمن پاتې کېږي، هغوی بیا ترهګر دي!!!

  د دوی په آند زده کړه او تعلیم غربي کلتور او ثقافت، بربنډ توب او ډمتوب دی، له دې پرته نه علم شته او نه پوهه!!!

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x