له چاڅخه شکایت وکړو

دشینډنډدغمیزي اونوروناخوالوپه مناسبت

عزام حقاني

نه پوهیږم څه ووایم اوله کومه ځایه یې شروع کړم دمسلمانانوپه زخمونواوپرهارونوباندې دغم په څپوکې کوم غم وژاړم اودظالمانودګذارونوڅخه کوم څخه شکایت وکړم.

په داسي حال کې چه په عالم اسلام باندې صلیبي حمله بې رحمانه روانه ده اوپه شرق غرب کې دمسلمانانوپه کورونوباندې اورونه بل دي داوښکواو وینوسیلابونه روان دي ، هره ورځ په سلګونومسلمانان وژل ، نیول، اوپه عزتونویې لوبې کیږي ، په خپل کوراوکلي کې په امن نه دي ، په داسي حال کې چه ظلم دوحشت اوبربریت ریکارډونه ډکوی .

په همدغسي حال کې دبې غیرتانواوداجنټانواودمزدوروخرڅ شویو علماؤ اوحاکمانودبې غیرتو خطبواوفتواګانو وژړام اوکه دظلمانو دبې رحمانه ګذارونواوپرهارونوڅخه دکوموڅخه شکایت په کارده .

اوس ددي ظالمانواودکفرداجنټانولاسونه زموږپه مظلومومسلمانانوباندې برشوي دي دظالم څخه به څه درحم توقع وکړو ، دکافر څخه به څه ددلسوزی توقع وکړو په اسلام باندي .

دظالم طبیعت خونخواري ده دکافرفطرت دادی چه له اسلام سره به دښمني اوکرکه کوي ، موږبایدله ظالمانوڅخه ډیرشکایت ونه کړو ځکه دمظلوم مظلومیت دی چه ظالم یې ببر کړی ، دبې غیرتانو اوبې ننګو بې غیرتي اوبې ننګي ده چه ظالم ته یې زمینه ورکړي چه ظلم وکړي ، که په انسانانوکې دظلم داستعدادتحمل نه وي ظالم کله هم ظلم نه شي کولی
ظالمان هم دخلګوسترګوته ګوري ، دخلګوحالاتوته ګوري ، عکس العمل اواحساسات مطالعه کوي که چیرته وګوري چه مظلوم پدي ظلم څه ونه کړل اودانتقام ولولې یې په جوش رانه غلې نوبیادیوګذارله پاسه بل ګذار ورکوي.

نن ورځ چه کفارواودهغواجنټان اوغلامانوپه هرځای کې په مسلمانانودغسي حالات راوستي دي په مسلمانانوکې یې دبې غیرتۍ ، بې احساسۍ حب الدنیا جذبه دومره حدته ورسیده چه دانتقام اوله ظلم سره دمقابلې احساس یې ختم کړ.

نن ورځ مسلمانانو خپل دین اوتاریخ هیر کړی دخپلواسلافو کارنامې اواتلولۍ یې له یاده ایستلي اویاورته هسي افسانې ښکاري.

په داسي دبې ننګۍ په خوب ویده دي چه دهیڅ یوې ناهیدې ، عافیې ، النوري ، فاطمې اونورومظلوموبندیوانو خویندو آه اوچیغو رابیدارنه کړل.

هو هرقوم چه دخپلو اسلافو په قدمونو تګ ونه کړ دهغوله نیمګړتیاوو اواشتباهاتوڅخه پند وانه خلې دځمکې له مخ څخه ورک شوی دي .

دنن ورځی په مسلمانانو چه څومره ظلمونه کیږي نسبت ددوی اعمالو اوکړنوته دنشت برابر ده ځکه په ټوله نړۍ کې دمسلمانانو هیڅ ازاد ملک نشته ، ولي ؟ خودوی په عیش اوعشرت اوله الله څخه په نافرماني کې اخته دي .

که په خپلواعمالوکې تغیر رانه ولو اوجهادته یو مخیزه مخه نه کړو تردي به هم له سختو عذابونو اوظلمونوسره مخامخ کیږو.
الله جل جلاله دي موږ واقعي اوکامل مسلمانان جوړ کړی، بیابه هیڅ کافر موږ ته په جګوسترګو دکتلوتوان اوطاقت نه لري .

د داسي ورځي په هیله

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close