افغانستان

د امریکایانو بمبار دا ځل په لوګر کې افغانان ووژل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ وږی، ۱۳۹۶): د امریکايي ځواکونو د بمباریو په لړ کې دا ځل په لوګر ولایت کې د خلکو کورونه په نښه شوي او لږ تر لږه ۲۸ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په پیښه کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د لوګر والي ویاند سلیم صالح تائید کړې چې امریکایانو د مرکز په دشت باري سیمه کې بمبار کړی.

په هیواد کې د ورته پیښو وروسته د یو «تحقیقاتي هیئت د لیږلو» خبر د معمول تقاضا ده او تمه کیږي چې دولت به یادې سیمې ته هم تحقیقاتي پلاوی واستوي.

وړمه ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې امریکايي بې پيلوټه الوتکو ۳۵ ښځې، ماشومان او لویان ووژل. د هرات ولایتي چارواکو وویل چې د تحقیقاتو لپاره یې سیمې ته پلاوی لیږلی. په عین حال کې دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې یو تحقیقاتي پلاوی به شینډنډ ته ولیږي. نوموړي وزارت خو د بمبار پړه هم په خپله غاړه واخیسته او ویې ویل چې بمباري امریکایانو نه ده کړې.

په روانه اونۍ کې دا دریم ځل دی چې عام افغانان تر امریکايي بمونو لاندې وژل کیږي. د شینډنډ تر پیښې مخکې د تیرې شنبې په ورځ امریکايي الوتکو د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په نهرصوفي سیمه کې ۱۱ عامو افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله.

طالبانو ویلي چې «امریکايي وحشیان» همیشه د خپلو درنو تلفاتو غچ له عامو افغانانو څخه اخلي او ځکه یې نن په لوګر کې د خپلې رانسکورې شوې چورلکې په انتقام کې ولسي کورونه په نښه کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ملګرو ملتونو هم نیوکه کړې چې په داسې ورځو کې يې ځانونه غلي کړي وي، خو د ملکي تلفاتو په کلني راپور کې بیا ناسم قضاوتونه کوي.

تراوسه امریکایانو او اشرف غني د لوګر د نن ورځې بمبار په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x