ایا نور هم د ټرمپ ستراتیژي د تائید وړ ده؟!

نن ټکی اسیا – سرمقاله

تر چار درې او شینډنډ وروسته نن په لوګر کې امریکايي الوتکو ولسي خلګوته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د لوګر ولایت محلي چارواکو او د پیښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې نن د یاد ولایت په دشت باري سیمه کې امریکايي الوتکو پر یوه کور بمباري کړې چې د ښځو او ماشومانو په شمول ورکي ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له تیرې یوې اونۍ راهیسې چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره خپله جنګي ستراتیژي اعلان کړې دا دریمه خونړۍ پیښه ده چې د امریکايي ځواکونو لخوا رامنځته او په لسګونو ولسي افغانان ، ښځې او تنکي ماشومان ورکې وژل کیږي .

د ګډ حکومت چارواکو چې په لومړۍ ورځ یې د ټرمپ د سترا تیژي استقبال وکړ او هغه یې د افغانستان د ثبات لپاره ګټوره و بلله د امریکايي ځواکونو په بمباري کې یې د وژل شویو افغانانو په وژل کیدو خاموشي غوره کړې ده.

د ټرمپ په ستراتیژي کې د پام وړ ټکی د وسله والو په خلاف د هوايي بریدونو د زیاتیدو خبره ده.

په یوې اونۍ کې په مکرر ډول د لسګونو ولسي کسانو د وژل کیدو پیښو ته په کتو سره داسې ښکاري چې ټرمپ دا ستراتیژي د افغانستان د امنیت د تأمین لپاره نه ؛ بلکې د ولسي افغانانو د عام وژنې لپاره طراحې کړي ، ځکه د هرې خونړۍ پیښې تر رامځته کیدو وروسته پرته له دې چې امریکايي ځواکونه د تر سره کړي جنایت له کبله بښنه وغواړي په بل جنایت لاس پوري کوي او بل ځای نور ولسي کسان د خپلو بمباریو هدف ګرځوي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان په کچه یو کلی هم داسې نشته چې هلته دي د امریکایانو خلاف وسله وال شتون و نه لري چې په دې سره به امریکایان د خپل هماغه یوه مخالف له وجې هرکلی ځانته ځانته په نښه کوي او د چاردرې ، شینډنډ ، او لوګر په څیر به د ولسي افغانانو د وینو لښتې بهوي.

په دغسي مواردو کې تر امریکايي ځواکونو خپله د هغوی افغان ملاتړي ډیر ملامت دي چې د خپلو هیواد والو په وژلو یې یا خاموشي غوره کړې او یاهم په ډیرو ځایونو کې ورسره مستقیما دخیل وي.

هغو افغان چارواکو ته نن ډیر عار او شرم په کار دی چې د خپل ولس په خلاف یې د ټرمپ ستراتيژي له اعلانیدو سره سم دستي تائید او د خبري غونډو په ترځ کې یې هغه یو مثبت کار وباله ، خو نن چې د هماغې ستراتیژي په پلي کیدو کې په سلګونو تنکي افغان ماشومان او تور سرې د امریکايي بمونو په لمبو سوځول شوي دوی ورباندې سکوت اختیار کړی.

که ریښتیا هم هغوی افغانان او په خپل ولس د غیرت کولو شعور لري نو نن هم باید د پروني تائیدي غونډي په څیر د امریکايي ځواکونو د مکرر جنایت غندلو په غرض هماغسي غوڼدې جوړي او په ترڅ کې یې د امریکايي بمباریو په ترڅ کې د معصومو ماشومانو او تور سریو مظلومانه وژنه تقبیح کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.