شعـــــرونه

اختره که راځې

نظام کندهاری

تسل او سوکالي راوړه اختره که راځې
رنګين سباوون راوله سحره که راځې

هر ځوان مو اسماعيل د قربانۍ تر چړې لاندې
ژر راشه جبرائيله د زړه سره كه راځې

لا ووري پر يتيمو اننګو شبنم د اوښکو
خورې دې کړه زرينې وړانګې لمره که راځې

نکريزې مو په کار نه دي بل کلي ته يې يوسه
راوړه سپين کفنونه سوداګره که راځې

ځنګيږي يو بوډۍ د خپل بچي د قبر سر ته
نېټه دې د راتلو ده ای محشره که راځې

وږمې د عمبري زلفو د يار درسره راوړه
نسيمه د غازيانو له سنګره که راځې

نظام دې د راتلو لارې څارم لېمه لېمه يم
دا شپې دې د راتګ دي مسافره که راځې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x