
لغمان کې شپږ عسکر وژل شوي دي
نن ټکی آسیا: نن له غرمې مخکې د لغمان ولایت مرکز مهترم لام ښار ته څېرمه د یوه ماین د شنډولو پر مهال شپږ عسکر ووژل شول.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک په خبره، نن سهار د ساپي کلي سره نږدې د ماین د شنډولو پر مهال په چاودنه کې دوه د ملي اردو عسکر، یو پولیس او یو اربکی وژل شوي او درې نور ژوبل دی. خو عیني شاهدان وايي د چاودنې په ځای کې يې د عسکرو شپږ مړي لیدلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ماین د دوی د ملګرو له خوا خښ شوی و او د یوه خاص تکتیک له مخې ورته چاودنه ورکړل شوه. نوموړی هم په چاودنه کې د وژل شویو عسکرو شمېر ۶ تنه یادوي.