أستغفار (بخښنه غوښتل)

ژباړه: حافظ سفیان خالد

متأسفانه له ژوند څخه مو امن او سکون کډه کړې ده،

په مصیبتونو کي ډوب یو او ګناهونو تباه کړو،

که په دې پوه شو، چي الله تعالی په استغفار کي څومره ګټي ايښې، نو له ویلو څخه به یې هيڅکله غافله نشو…

له استغفار سره روزي ده، د ګناهونو رژېده دي،

د غمونو زوال دی، له تنګۍ څخه خلاصون ته پراخه لاره ده،

په قرآن كريم کي ددې څو ځایه یادونه شوې ده،

او په دې لنډه موضوع کي پر دې بحث کوو، چي استغفار د مسلمان په ژوند کي کومي مثبتي پایلي رامنځ ته کوي “،

هوکې!

1) د استغفار په ويلو سره په رزق کي زیاتوب راځي او له فقر څخه خلاصون،

او په دې شک نسته، چي استغفار هغه ګناهونه او تېروتني محوه کوي،چي ستا د روزۍ مانع ګرځېدلي دي.

2) له ډېر استغفار سره شیطان ستا سو څخه واټن نیسي، ځکه نو وایو، استغفار د مسلمان وسله ده، چي شیطان له ځانه پرې شړي او ترټي.

3) استغفار د مسلمان تداوي ده، ګناهونه ناروغۍ دي او یوازينۍ دوا یې استغفار دی.

4) استغفار ډېره بهترینه خوشبویي ده، چي مسلمان د ګناهونو له بد بویۍ څخه ځان پري ژغوري.

5) د زړه زخمونه پټۍ کوي او له غمونو یې خلاصوي، نبي صلی الله عليه وسلم ګناهونه له زنګ سره تشبیه کوي او فرمایي:

دا زنګ یوازي استغفار له مینځ وړي.

6) استغفار مسلمان له عذاب څخه ژغوري؛

ځکه ډېر استغفار ګناهونه رژوي او د عذاب څخه خلاصون دی،

7) استغفار داسي عبادت دی، چي بند خپل رب ته پرې نږدې کېږي، ځکه بنده پر خپل ګناه او تېروتنو اعتراف کوي او پښېماني څرګندوي، له رب څخه مغفرت او بخښني تمه لري ،چي په دې سره الله ګناهونه په نېکیو وربدلوي.

8) استغفار مو د نېک اولاد څښتنان کوي، اورېدلي به مو وي، چې ډېر بې اولاده کسان ډاکټرانو په ناهيلۍ رخصت کړه، خو چې کله یې استغفار پر ځان لازم کړ، الله اولادونه ورکړه .

9) استغفار د مسلمان خزانه ده،

چي هيڅ کله نه ورڅخه مستغني کېږي؛

ځکه چي دنیوي او اخروي منافع یې په کښې دي.

10) استغفار په زړه کي نوي هيلي او ارمانونه راټوکوي، چي بنده د خطا په وخت کي سمدستي الله ته رجوع کوي، تر څو خپل عملنامه سپینه او له بدو اعمالو خوندي وساتي.

11) په استغفار سره مومن د خپل رب سره تل په رابطه او تعلق کي پاتېږي او بنده دخپل رب قُرب حاصلوي .

12) له مشهورو اقوالو څخه، چي د رسول الله صلّى الله عليه وسلّم څخه نقل شوی:

(سيِّدُ الاسْتِغْفار دی، چي بنده داسي ووایي:

اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي، لا إِلَه إِلاَّ أَنْتَ خَلَقْتَني وأَنَا عَبْدُكَ، وأَنَا على عهْدِكَ ووعْدِكَ ما اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ ما صنَعْتُ، أَبوءُ لَكَ بِنِعْمتِكَ علَيَ، وأَبُوءُ بذَنْبي فَاغْفِرْ لي، فَإِنَّهُ لا يغْفِرُ الذُّنُوبِ إِلاَّ أَنْتَ،

که څوک د ورځي په پیل کي په باور او یقین دا استغفار ولولي، او په همدې ورځ مړ شي، نو جنتي دی

او که یې څوک د شپي په برخه کي په یقین ووایي، او وړاندي تر سهار مړ شي نو جنتي دی [رواه البخاري].

د استغفار وختونه:

انسان هر وخت کولای شي، استغفار ولولي، په ځانګړي توګه پر ګناه د اعتراف او ندامت په وخت کي،

د نېکو اعمالو دکولو په وخت کي، لکه د لمانځه وروسته، دحج وروسته او نور..

او د سهار په وخت کي مستحب بلل شوی دی، او الله تعالی د هغو کسانو ستاینه کړې ده، کوم چي د سهار په خوا کي استغفار لولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د