افغانستان

ننګرهار: د ولسي جرګې غړی انجينر غفار په يوه چاودنه کې ژوبل شو

نن ټکی اسيا: په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی انجينر غفار په يوه چاودنه کېسره له دوو ساتونکو ټپي شوی دی. دا چاودنه نن شنبه ماسپښين شاو خوا دونيمې بجې د بهسودو ولسوالۍ جمال کې وشوه.

د بهسود ولسوال حاجي صديق وايي چې انجينر غفار د خپل يو دوست کور ته روان وه چې، کروزين يې د چاودنې ښکار شو.

بايد و ويل شي چې، انجينر غفار د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي پخوانی جهادي قومندان وه چې، اوس د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند غړی او د عبدالله عبدالله ملاتړی دی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x