دشیطانانو ویشتل (رمي الجمار) دباطل قوتو څخه دنفرت یوه لویه مظاهره ده

مفتي احسان الله….

اسلام یو لوی، عظیم او سپېڅلی تاریخ لرونکی دی دی، که الله ته سجده کول دي، هم یو تاریخي حیثت لري، که جهاد کول وي، هم دباطلو قوتو سره یو لویه تاریخي سابقه لري، که حج کول دي، هم دیو عظیم دین په دې یوه ستره اجمتاع کې باطل قوتو ته یو څرګند پیغام لري، هم دا شان دحج په اعمالو کې رمي الجمار یا دشیطانانو ويشتل هم یوه لویه تاریخې قصه تر شا لري.

دشیطانانو دويشتلو حکمت:

په اصل کې دا یو یادوګار عبادت دی، چې له شیطاني او باطل طاقتو څخه دنفرت داظهار لپاره تر سره کیږي، په امت مسلمه کې دنشاني پر رکم دا یو تل پاتي او یادګار عمل دی، ددې دحکم تر شا یوه لویه او تاریخي قصه پرته ده، چې په حدیثو او دتاریخ په کتابو کې ذکر سوېده.

دبیهقي په روایت سره له ابن عباس رضي الله عنه څخه منقول دی، چې کله ابراهیم علیه السلام دالله  دحکم (دخپل زوی دقرباني) دپوره کولو لپاره روان سو، دجمره عقبې پر ځای شیطان ورته مخته سو، هلته ابراهیم علیه السلام شیطان په اوو شګو داسي وويشتی چې په زمکه چخ سو، بیا له دوهمي جمرې سره ورته ښکاره سو، بیا يې په اوو شګو وويشتی، تر دې چې په زمکه ننوت، له درېیمي جمرې سره بیا ورته ښکاره سو، هغه بیا په اوو شګو داسي وویشت چې په زمکه ننوت.

شیطان درې ځله نا کام کوښښ وکړ، چې ابراهیم علیه السلام دالله دحکم دتعمیل څخه را وګرزوي، خو بالمقابل ابراهیم درې ځله هغه په اوو-اوو شګو داسي وويشتی، چې آن په زمکه ننوت، ددې قصې دیادولو او ددې عمل داحیا لپاره پر امت مسلمه ددریو واړو شیطانانو ویشتل واجب دي.

علماو لیکلي، چې کله حاجیان شیطاني څلي ته شګي ورغورځه وي، او شیطان ورته وګوري، دوني زیات په تکلیف سي، چې له ډیرې غصې څخه يې ساه بنده سي.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د