دیني، سیرت او تاریخ

د تشریق تکبیرونه

احمد الله عاطفي

دذی الحجې میاشتې نهمې نیټې (عرفي ورځ)د سهار لمانځه نه دذی الحجې تر(۱۳) نیټې دهر فرض لمانځه نه وروسته نارینه په لوړ غږ او ښځینه دموقعیت په بنأ نسبتاً ټیټ غږ سره د تشریق تکبیرونه ووائي، چې دټولواړوندو ورځو فرضي لمونځونو شمیر(۲۳) لمونځونو ته رسیږي .

د تشریق تکبیرونو شرعي حکم

۱ ــ دتشریق تکبیرونو قرأت (اَللَّهُ اَکْبَرُ اَللَّهُ اَکْبَرُ لَااِلَهَ اِلَّااللَّهُ وَاللَّه اَکْبَرُ اَللَّهُ اَکْبَرُ وَلِلَّهِ الَحَمْدُ)

۲ ــ دتشریق تکبیرونه، دتشریق په ورځو(ایام التشریق) کې دهر فرض لمانځه نه وروسته یوځل وئیل واجب دي، غوره او بهتره دی چې درې ځله د ذکراو عبادت په نیت تکرار شي.

۳ ـــ دتشریق تکبیرات دعرفې دورځې (۹ د ذی الحجه ) څخه تر دیارلسم ذی الحجی دماذیګر پورې چې داختر څلورمه ورځ دي دمازدیګر تر لمانځه واجب دي له دي وروسته عام عبادت دی .

۴ ــ دهر فرض لمانځه څخه وروسته په لوړ آواز ویل کیږي، لمونځ په جمعه وي، که بغیر دجمعې خو تکبیرات به وایي، داتکبیرونه ویل په نارینه او ښځې دواړو واجب دي، البته ښځې به يې په ټیټ آواز وایي. (در مختار)

۵ ــ که د جماعت په لمانځه کې له امام څخه دتکبیرونو ویل هېر شي، مقتدي کولای شې تکبیرونه په جهر ولولي، امام به هم دمقتدي په تکبیر اوریدو سره سم دتکبیرونو په وئيلو پیل کوي.

۶ ــ تشریق تکبیرونه دفرض لمانځه د سلام اړولو نه سمدستي وروسته ویل کیږي، که له هیره ووتل ،لږه شیبه وروسته ئې یاد شول کولای شي تکبیرونه ووايې.

۷ ــ دتشریق تکبیرونو ویل په امام ،مقتدي ، لاحق او مسبوق په ټولو واجب دی.

۸ ــ داحتیاط لامله داختر لمانځه نه وروسته هم ووئيل شي.

په دي اړوند نور احکام هم شته ،خو غوره دی چې همدا احکام مو په ذهن کې وي ،ځکه سر له سبا دذی الحجې نهمه نیټه دی او دعرفې ورځ تا سو هم دتشریق دتکبیرونو وئيل مه هیروي او ما له دعا مه پاتي کوئ.

راتلونکی اختر مونیکمرغه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x