شعـــــرونه

د لوی اختر په وياړ

ساميه تبسم

خفګانه! نور دي وړای نه سم بېحده زورور سوې
خوښۍ! د خدای لپاره لږ نظر راباندي وکړه

نشه مي کړه د خپل خواږه دیدار په ډک جامونو
اېستلې دي له پامه یم اثر راباندي وکړه

خوښي مو له وطنه پردۍ سوې ده خالقه
یو زېری پسله غمه د اختر راباندي وکړه

چي ستا په پاکه مینه کي مي زړه ټوکر ټوکر سي
جانانه یو عجب غوندي منتر راباندي وکړه

یو وخت که مي نصیب وسو مکې مکرمې ته
باداره هغه ځل حج اکبر راباندي وکړه

د خپلو ګناهو څه تبسم تندي اخیستې
په هغه سخته ورځ ږغ د کوثر راباندي وکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x