دیني، سیرت او تاریخ

عقل، تقليد او دنيوي ګټې وټې «لومړۍ برخه»

لیکوال: مرحوم مولوي محمد یونس خالص
مرتب: خادم الدين احرار

 د پیل خبرې

ډیرې شپې ورځې می په دی فکر کې تیرې کړې،چی اسلام، یعنې د بشر له عقل سره برابر او سم دین دی او که نه؟

اسلام سره له دې چی د عقل څښتن(بشر) ته راغلی دی، خو بیا هم کیدای شي، چی په داسې شیانو مشتمل وي، چې بشری عقل یې په ضد کوم دلیل ودرولای نشي، نو د اثبات او منلو لپاره یې هم کوم منلی عقلی استدلال نه لري؟ ما به چی د خدای د وجود، وحدانیت، قدرت او علم خواته د فکر مخ واړاوه نو په دی به می پوره باور راغی، چی اسلام یو معقول دین دی، ځکه په همدغه شیانو باور کول ددی پاک دین بنسټ دی او که مونږ دغه د اسلامی دین تاداو هم په نقلی دلیل ومنو، نو نقلی دلیل به په کومو څیزونو منلی شو؟

هم دا وجه ده، چی ما د ( دینی ملغلرې) په نوم کوچنی کتاب ولیکه او دا می څرګنده کړه، چی د خدای ( ج) په وجود باور کولو ته عقلًا اړ او مجبور یو او چې کله به می دې ته ورپام شو، چی ډیر اسلامې احکام هم موندلی شي، چی زمونږ فکرونه پکی کار نه شی کولی، بلکې ځیني افکار خو ورسره سر هم نه خوري، نو دا به راته وبرېښده، چی دغه پاک دین یوازی په نقل ولاړ دی او له معقولیت سره کار نه لری. ما به چی د قرآن کریم هغو ارشاداتو ته سترګې وغړولې، چی د تفکر او تعقل خواته یی بشر متوجه کړی دی، نو لومړۍ نظریه به راسره کلکه شوه او چی د غیر اسلامی نړۍ انکشافي پرمختګونو او د مسلمانانو بیرته پاتی کېدو ته به می فکر شو، نو دویمه نظریه به می تاييدوله، په هم دی کی راباندی خورا ډېرې شپې ورځې میاشتې کلونه تیر شول او له یو سخت کش مکش سره مخامخ وم، په هم دې ورځو کې راسره یو فیصله کونکی فکر پیدا شو او څه ناڅه ورباندی ډاډه شوم، غواړم چی په دی څو پاڼو کی یې خپلو ګرانو مسلمانانو ورونو ته وړاندې کړم، چی که زما فکر ښه او پر ځای وی هغوی هم ورڅخه استفاده وکړی او که له کومې غلطۍ سره مخامخ شوی یم، ومی پوهوی او د ناپوهۍ له توری تياری څخه می رابهر کړي.

۱۹۷۱ / ۲ / ۱۵

راتلونکی عنوان:

معقـــــــول نا معقــــــــــول او خلاف العقـــــــــل.

لطفًا چی ولوستل شوه، رحمه الله ولیکی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

رحمه الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x