نظــر

دې ټرمپ او ټرمپيانو دا څه غوبل جوړ کړی دی؟

عبدالمالک همت 

محترمو دوستانو او هيوادوالو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته وبعد:

(د عرفې د ورځي او لوی اختر مو مبارک سه).

د دې سرکوزي ټرمپ د منحوسي ستراتيژۍ تر اعلان وروسته پر دې بې ګناه خلکو څه ناورين روان دی؟

دا زموږ واکمنان نه ګوري او نه اوري چي پر دې بې وزلو افغانانو څه ظلمونه کيږي؟

د ټرمپ ستراتيژي خو لکه چي يوازي د بې وزلو افغانانو د وژلو لپاره ده او بس!

موږ خو ونه ليدل چي ځناور صفته دوستم ته چا څه سزاورکړې وي.

موږ ونه ليدل چي ياغي پيسه مست عطا او پلويانو ته دې چا د هغه د جنايتونو سزا ورکړې وي.

موږ ونه ليدل چي شجاعي خونکار ته چا د هغه د جنايت کاريو سزا ورکړې وي.

موږ ونه ليدل چي له دې دومره ډول ډول جنايت کارانو، قاتلانو، غلو، داړه مارانو، مفسدينو، جنسي تېری کوونکو او ډېرو نورو څخه  دي ان يو جنايت کار قصاص يا اعدام سوی وی.

بلکي بر عکس هره ورځ د ګران هيواد په ګوټ ګوټ کي بېګناه، خوار، زهره ترکي، وږي ، د الله له ډول ډول نعمتونو څخه بې برخي، په تن لوڅ، پښې يبلي او د نورو ډول ډول ستونزو او مشالفتونو سره لاس او ګرېوان افغانان په پرله پسې توګه د پردو غليمانو په ړندو بمباريو او نورو پوځي عملياتو کي وژل کيږي، غوښي، ويني او هډوکي يې د خاورو او باروتو سره پاش پاش کيږي، خو هيڅ غاور يې نسته. د غازي امان الله شاه، امير شيرعلي خان، شاه زمان، احمدشاه بابا او ميرويس نيکه پر ميراث ناست کسان خف او چف اوسي او اخ هم نه کاږي؟!

نو ای واکمنو! مه کوئ، ناپامي مه کوئ ! ګورئ او پوه سئ چي دا ټرمپ موږ او تاسي ټولو ته دا هيواد د سوريې او عراق غوندي کوي. دا يې نخښه چي زموږ په هيواد کي جګړې ته روس او ايران په لوی لاس لمسوي او رابولي. او زموږ خاوره د نړيوالي جګړې غوندي حالت ته ورټيل وهي.

نو هيله کوم، لمن درته نيسم، د خدای روی درته ګرځوم ! اوس لا هم سر وخت دي ټول پر هوښ راسئ، ټول هر بهرني غليم ته نه وواياست او چل ول او د بې عقلۍ سياست پرېږدئ، هيواد او هيوادوال له تباهۍ وساتئ او نوري نوري خبري پرېږدئ د خدای وحق ته غاړه کښېږدئ. هر يو په رشتيا سره د سولي آوازونه جګ کړئ او دې ځپلي ځځېرلي کنډواله هيواد ته سوله راولئ. که نه ! ټول بربادېږئ او پر عملونو او کړنو به مو قضاوت تاريخ ته پاته سي. په دې هم پوه سئ چي دا بې چاره ولس که نن هيڅوک هم ونه لري خدای خو لري، ګورئ چي دغه ولس له دې ټولو ناورينونو بريالی او سرلوړی راووزي. خو موزيګيان به شوره او شرمنده وی. دا افغانان دي دا چي ټرمپ او بل هرڅوک هر څونه اور ته واچوي او ويې ټکوي دا د فولادو غوندي لا کلکيږي. ناخوالي او مصايب به پر راسي خو نه له منځه ځي او نه اېليږي. دې خلکو څو- څو واره په تېر کي امتحان ورکړی دی. دوی قرآن کريم چي د لوی څښتن رشتينی کلام وو ومانه، خو عرب يې ونه منل او دلته يې پرې نه ښوول. دې خلکو نه ايرانيان، نه مغول، نه هنديان، نه انګرېزان، نه روسان، نه دال خواره پاکستانيان دلته پرې ايښي دی او نه دا د دموکراسۍ تر پوښ لاندي ځناور امريکايان پرېږدي. والله که يې پرېږدي! باور وکړئ که يې پرېږدي ! نو راځئ د دې پتمن ولس سره دا بې غورۍ او ناځوانۍ پرېږدو !  ټول د دې اتل، خو اوس د څه مهال لپاره په ناورينونو اخته ولس خوا ونيسو او شاه شجاعان او ببرکان له ځانونو جوړ نه کړو، بلکي د وخت ميرويسان او احمدشاهان واوسو.

ستاسو ټولو فرهنګي چوپړی عبدالمالک همت.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close