د اختر ورځ، جلال اباد ـ ارشيف انځور

د اختر لمونځ

 احمد الله عاطفي
د اختر لمونځ(کوچنی اختر او ستر اختر) په هغه چا واجب دی چې د جمعې لمونځ پري فرض وي.
د اخترونو د لمانځه وخت د لمر له ختو نه تر زواله دی، خو غوره دی چې د کوچني اختر لمونځ وروسته او د ستر اختر لمونځ وختي اداء شي.

د لوی اختر په ورځ به له کوره د روژې په حال کې وځئ او تر هغه به روژه ساتئ چې یا مو د خپل څاروي د قربانۍ په غوښې روژه ماتی وکړئ او یا وروسته له لمانځه چې تاسو ته په خوراک کې اساني وي.

د کوچني اختر په ورځ به لومړی روژه ماتوئ، غوره دی چې روژه په طاقو خورماوو ماته کړئ او که خورما نه وه په هر ډول خوږو خواړو روژه ماتول غوره دي، یا کوم چې تاسو ته اساني وي.

د اختر په ورځ وړاندې له دې چې عیدګاه ته د لمانځه لپاره ولاړ شئ، لمړی دا مسنون اعمال تر سره کړئ.

د نظافت لپاره غسل وکړئ، مسواک استعمال کړئ، نوې یا وینځل شوي پاکې غوره جامې په تن کړئ، که ممکن و ځان معطرکړئ، له کوره په مناسب وخت کې(وختي) ووځئ چې وخته عید ګاه ته ورسیږئ تر څو پرته له تکلیفه د مسجد په لومړیو صفونو کې کینئ.

له کوره چې دعید ګاه په لور روانیږئ په داسې لار ورشئ، چې بیرته راتګ مو په بله لار وي، دهر پل په اخستو مو ثوابونه زیاتیږي او هم ستاسو دپښو لاندې زمکه پرتاسو دخیر ګواهي ورکوي.

د لوی اختر( قربانۍ اختریا عید سعید الضحی) په ورځ دلارې په اوږ دو کې دتشریق تکبیرات په مینځ مهاله غږ(جهر) چې څرنګه دظروفو او شرایطو سره برابر وي زم زمه کوئ، تر څو په لاره کې نور مسلمانان دتشریق تکبیرونو لوستل یاد او تشویق شئ.
نارینه په مناسب لوړ غږ او ښځینه به نسبتاً ټیټ غږ تکبیرات تکراروي.

د کوچني اختر په ورځ به دلارې په اوږدو کې سره داختلافه تکبیرات تکراره وئ ، په ټیټ غږ.

دلارې په اوږدو کې چاته تکلیف مه رسوئ بلکه ټول مخلوقات به ستاسو له ظرره په آمن کې وي حتی ونې او بوټي هم.

عید ګاه ته په رسیدو نه تحیة المسجد شته نه کوم بل نفل لونځ، یواځی به داختر لمونځ لپاره امام ته انتظار کوئ.

داختر لمونځ دوه رکعته په جماعت سره آدأ کیږي، داختر په لمونځونو کې جماعت شرط دی ، په یواځي توګه داختر لمونځ نه دی صحي.

داخترونو لمونځ په جماعت او جهرې لمونځ دی.

داخترپه لمونځ کې امام دلمانځه نه وروسته دوه خطبې لولي.

داختر لمانځه لپاره دامام خطبه ورکول سنت دی، او دمقتدي لپاره دخطبې اوریدل واجب دی.

امام به دلوی اختر په خطبه کې دقرباني او حج مسائيل او دکوچني اختر په خطبه کې دسرسائي او اړوند مسائیلو معلومات او
لار ښوونې کوي.

د اختر د لمانځه عملي کیفیت

د اختر لمونځ لپاره نه اذان شته او نه اقامت،یواځې نیت به کوئ.

که څه هم نیت دزړه ارادې ته وايې خوغوره دی چې په لنډ ډول وویئل شي: نيت مې وکړو زړه د اخلاصه، دوه رکعته داختر واجب لمونځ کوم سره د واړه تکبيرونو ،خاص خدايه تالره، مخ مي د کعبې شريفی په لوری، الله اکبر ، یا دومره ووايې: اقتدا کوم ددې امام پسې او یا دا ووايې دامام لمونځ زما لمونځ…

د امام له تکبیر اولی سره سم به تاسو هم تکبیر وايئ، امام تکبیر په جهر او تاسو به ئې خفیه وايئ.

وروسته له تکبیر اولی نه امام او مقتدي به ثنا وايې په خفیه توګه، وروسته له ثنا څخه امام به درې تکبیر زواید په جګ اواز (جهر) لولي چې دهر تکبیر سره لاسونه دغوږو نرمیو ته پورته کوي (رفع الیدین) لکه دتکبیر اولی په وخت کې چې عمل کوي، همدا تکبیرات به تاسو(مقتدیان) هم دلاسونو په پورته کولو سره لولئ، خو په خفیه توګه.

له تکبیرات زواید نه وروسته امام(آعوذ بالله… او بسم الله…) لولي په خفیه توګه بیا دفاتحي سورت سره ضم دایتونو یا یو لنډ سورت قرأت کوي، لمړی رکعت دنورو لمونځونو په شان پوره کوي.

د دویم رکعت په پیل کې امام، بسم الله الرحمن الرحیم په خفیه توګه لولي بیا دفاتحي سیورت سره ضم کوي ،کله چې له قرأته فارغ شو له رکوع نه وړاندې درې تکبیر زواید لولي چې دهر تکبیر سره لاسونه دغوږو تر نرمیوته پورته کوي او مقتدیان په هم همدا عمل تر سره کوي ، له تکبیر زواید نه وروسته باقي لمونځ دنورو لمونځونو په شان پوره کوي.
د تکبیرونو تر مینځ دومره وقفه کول چې سبحان الله وویئل شي.

دلمونخ له پای سره سم به امام دوه خطبي لولي او له هغه وروسته به لمونځ کونکې یو بل ته د اختر مبارکې وايې دا غوره دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د