نظــر

دا اختر يې پلار په دې نړۍ کي نسته

ډېوه همت لور

د اختر لومړۍ ورځ وه. سهار وختي په ټولو مسجدونو کي د اختر د ورځي خطبې ويل کېدې. ټولو خلکو نوي نوي جامې اغوستي وې. کوچنيو نجونو د شپې لا نوکرزي وهلي وې او په خورا خوشالي سره په خپلو سرو ښکلو لاسونو او نوو جامو باندي نازېدلې.

خلک په خورا بېړي سره د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره د عيد ګاه پر لور روان وه. ښځو په کورونو کي نوي نوي جامې اغوستي وې او د ډول ډول خوړو په پخولو بوختي وې. په هر کور کي د مېوو سترخانونه غوړول سوي وه او ډول ډول خوندوري مېوې پر پرتې وې. په دې ورځ د ټول کال خوابدي کسان سره پخلا کېدل او يو له بله يې د اختر مبارکۍ کولې. په ډلو ډلو خلک يو د بل کورونو ته د اختر د مبارکۍ لپاره ورتلل او دا مذهبي ورځ يې په ډېره خوشالي سره لمانځل، هر لوري ته د خوشالۍ فضا خپره وه .له دې د ميني ډک حالت ته په کتو سره زه ډېره خوشاله سوم او د خپلو خلکو د خوشالۍ په ليدو مي د خداى جل جلاله شکر ادا کړ. ما دغه د خوشالۍ ډک حالت ته کتل چي يو ناڅاپه مي سترګي پر يوه داسي کوچني باندي ولګېدلې چي زړې جامې يې په تن وې، سر يې پر خپلو زنګنو ايښى وو او د وير او خفګان په حالت کي يوازي ناست وو.

کوچني ته په کتو سره داسي څرګندېدل لکه د ټولي نړۍ څخه چي خوابدى وي. ما چي د دې معصوم کوچني دا له وير ډک حالت وليدى نو يو دم مي زړه له کوټلو وينو ډک سو او زړه او دماغ مي د ده په هکله د لس ګونو سوالونو کول پېل کړل چي دا کوچنى څوک دى او په دې نېکمرغه ورځ ولي داسي خوابدى دى؟

دې کوچني ډېره خوابدې کړم او هيڅ د اختر په خوشالي نه پوهېدم. کله چي به مي د هغه زړو جامو ته وکتل نو فکر به مي وکړ چي ښايي دا کوچنى غريب وي او جامې نه لري چي داسي خوابدى دى. بيا چي به د هغه خفګان ته متوجې سوم نو به مي له ځانه سره وويل چي يا ښايي پلار پر کومه خبره وهلى وي او دى له پلاره خوابدى وي چي داسي زهير ناست دى او پر زنګنو يې سر ايښى دى. کرار کرار مي زړه نور هم له ويره ډکېدى او نور مي صبر او حوصله پاته نه سوه، کرار هغه کوچنى ته نژدې ورغلم او څنګ ته يې ودرېدم. هغه کوچني چي خپل تر څنګ زما موجوديت احساس کړ نو کرار يې خپل سر له زنګنو راپورته کړ او زما په لېدو سره يې بې اختياره له سترګو اوښکي په څڅېدو سوې. کله چي مي د هغه کوچني له اوښکو ډکي سترګې وليدلې نو زما له سترګو هم د اوښکو سېلابونه په بهېدو سول او پوه سوم چي دا هغه بې وزله يتيم کوچنى دى چي پلار يې د ځناورو امريکايانو په بمباريو کي شهيد سوی دی او دا اختر په دې نړۍ کي نسته.

د هغه لسټوني لاس يد بيضا دى
چي پرې وچي کاندي اوښکي د يتيم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x