دیني، سیرت او تاریخ

مدني ټولنه او په اسلام یې نیوکي

څو ورځي وړاندي د مدني ټولني په نوم یوي ډلي بي بي سي ته خبر ورکړی وه چي په افغانستان کي مدرسې توندلاري خپروي که یې مخه ؤ نه ونیول شي حالات به ډیر خراب کړي٬ د بيلګي لپاره یې په قندوس کي د انجنو یوه مدرسه “اشرف المدارس” یاده کړي وه٬ د یادي مدرسې د توندلاري د اثبات لپاره یې څو خبري نشر کړي دي او وایې چي دا مو د مدرسې د شاګردانو له خولې ټکي په ټکي را اخستې دي.

دلته د دوي د دعوې څو کرښې را اخلو او د قران او حدیث نبوي په تله یې تلو٬ د دې لپاره چي د اولس سترګي نوري هم خلاصي شي او له غرب نه وارد شوي په شاتو کي زار په خلاصو سترګو وویني.

دا د بي بي سي د راپور هغه توري دي چي دوي یې د اشرف المدارس د شاګردانو بولي او په توندلاري یې توصیفوي.

(د دغې مدرسې يوشمير زده کوونکې وايي د راډيو له اورېدو ، ټلويزيون له ليدلو ، عکس اخيستو ، د ښوونکې ، مور او ښځې د ورځې له لمانځل او د کور څخه بهر د ښځو کارکول حرام دي)

اوس به وګورو چي دا حکمونه په رښتیا هم د اشرف المدارس د انجونو دي او که د کائناتو د خالق الله رب العزت او د خاتم النبیین محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم له فرمانونو او د دین له سالمو معتقداتو دي!

(قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَزْكَىٰ لَهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ) [سورة النور : 30]

پدې آيت کي مؤمنانو ته الله تعالی امر کړی ده چي سترګي مو بندي کړئ له هغه څه چي لیدل یې حرام وي او شرمګاوي مو وساتئ! دا د دوي لپاره د پاکۍ زریعه ده….

هيوادوال پوهیږي چي په ټلویزنونو څه خپریږي او په کوم معیار؟ سالم عقل هم اجازه نه ورکوي چي پتمني مسلماني دي داسي څه وویني چي وجدان زخمي کوي.

همداراز له کور څخه د ښځي د وتلو لپاره منع د اشرف المدارس د انجونو د خولې خبره نه ده بلکي د الله د رسول همدا فرموده  ده٬ لکه چي پدې حدیث شریف کي په وضاحت سره ثابته ده

ﻋﻦ اﺑﻦ ﻋﺒﺎﺱ ﺭﺿﻲ اﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﻤﺎ ﻗﺎﻝ: ﻗﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ: ﻻ ﻳﺨﻠﻮﻥ ﺭﺟﻞ ﺑﺎﻣﺮﺃﺓ ﺇﻻ ﻭﻣﻌﻬﺎ ﺫﻭ ﻣﺤﺮﻡ، ﻭﻻ ﺗﺴﺎﻓﺮ اﻟﻤﺮﺃﺓ ﺇﻻ ﻣﻊ ﺫﻱ ﻣﺤﺮﻡ، ﻓﻘﺎﻡ ﺭﺟﻞ ﻓﻘﺎﻝ: ﻳﺎ ﺭﺳﻮﻝ اﻟﻠﻪ ﺇﻥ اﻣﺮﺃﺗﻲ ﺧﺮﺟﺖ ﺣﺎﺟﺔ، ﻭﺇﻧﻲ اﻛﺘﺘﺒﺖ ﻓﻲ ﻏﺰﻭﺓ ﻛﺬا ﻭﻛﺬا. ﻗﺎﻝ: ﻓﺎﻧﻄﻠﻖ ﻓﺤﺞ ﻣﻊ اﻣﺮﺃﺗﻚ
“متفق عليه”
ژباړه: سړی دي له ښځي سره نه یواځي کیږي مګر که محرم ورسره وه٬ او نه دي ښځه سفر کوي مګر که محرم ورسره وه٬ یو سړی پاڅیدو او عرض یې وکړ چي زما ښځه حج ته روانه ده او ما د فلانۍ غزا لپاره نوم ورکړی ده٬ رسول الله ورته وويل: ورشه له خپلي ښځي سره حج وکړه!

دلته بیا ثابته شوه چي له کور څخه بهر د ښځو کار کول د مدرسې شاګردانو حرام کړی ده او که د الله قانون دا اجازه نه ورکوي؟

ﺇﻥ ﺃﺷﺪ اﻟﻨﺎﺱ ﻋﺬاﺑﺎ ﻋﻨﺪ اﻟﻠﻪ ﻳﻮﻡ اﻟﻘﻴﺎﻣﺔ اﻟﻤﺼﻮﺭﻭﻥ
رواه البخاري

ژباړه: بي شکه چي د الله په حضور کي د قیامت په ورځ سخت عذاب د تصویر جوړونکو ده.

ښکاره شوه چي د تصویر حرمت د مدرسې د شاګردانو توندلاري نه ده بلکي د الله حکم ده چي رسول یې تر موږ را رسولی ده.

دلته هر عاقل پدې نتیجه رسیږي چي په پورتني احکامو د توندلاري تور لګول په مدرسه او د مدرسې په شاګردانو نه ده٬ بلکي دا په حقیقت کي په الله او د الله په دین د توندلاري داغ لګول ده (نعوذ بالله).

د افغانستان په دین مین ؤلس هر وخت د غرب وارداتو ته غوږونه ورخلاص کړي دي چي زموږ په معتقداتو ګوتي مه وهئ کنه نو د خپلو بادارانو له انجام سره به مخ شئ!

په اخیر کي یو ځل بیا ورته وایو چي موږ اول د متجاوز غوږونه ور خلاصوه که یې خبر نه خبر کوله بیا غوږنه ورنه خلاصوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x