نظــر

هند حکمتیار ته د همکاریو په بدل کې د سیاسي او اقتصادي امتیازاتو وعده ورکړې.

لیکنه : نعیم نظامي
په پلازمینه کابل کې د حزب د یوې باوري سرچینې د معلوماتو له مخې په کابل کې د هند د سفارت یوه لوړ رتبه دیپلومات چې په حقیقت کې د پولې دواړو غاړو ته استخباراتي چارې پر مخ وړي او د هندوستان د استخباراتي سازمان( را) له لوري د سیمې لپاره نماینده دی، له حکمتیار سره د منځګړو په توسط د یوې پټې استخباراتي معاملې په سر په خبرو بوخت دی.
سرچینه زیاتوي منځګړي د ګډ حکومت د ملي امنیت مشاور ( حنیف اتمر) او د ملي امنیت لوی رئيس( معصوم ستانکزی ) دي او نيږدې دوه اونۍ د مخه يي د دارلمان په سیمه کې د حکمتیار په هستوګنځي کې په دې اړه له حکمتیار سره تنها په تنها وروستی ملاقات کړی او خبرې یې ترسره کړي .
سرچینه زیاتوي د هند استخباراتي سازمان غواړي د حکمتیار د هغو امکاناتو څخه چې د پولې په بله غاړه کې یې لري ، خپلو استخباراتي موخو ته د رسیدو لپاره ګټه واخلي او په بدل کې يې حکمتیار ته په ګډ حکومت کې د سیاسي امتیازاتو او اقتصادي امکاناتو وعده ورکړې ده.
همدغه راز د هندوستان استخباراتي سازمان له حکمتیار سره د طالبانو د هغو چارواکو د ترور په اړه هم په غیر مستقیه توګه خبرې کړي ، کوم چې د هندوستان حکومت په افغانستان کې خپلو ګټو ته تر ټولو زیات تهدید ګڼي او ګډ حکومت هم ترې زیاته ویره لري ،د سرچینې له قوله دطالبانو دغه چارواکي زیاتره هغه کسان دي کوم چې د طالبانو سرتیري بریدونه تنظیموي او هم هغه شخصیتونه دي کوم چې د سیمې او نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو سره د طالبانو د سیاسي اړیکو په برخه کې کار کوي.
د شنونکو له انده بهرنۍ او کورنۍ استخباراتي ادارې په دې لټه کې دي چې د پولې دواړو غاړو ته د حکمتیار له امکاناتو څخه د خپلو استخباراتي اهدافو د تحقق په برخه کې عظمي استفاده وکړي؛ خو که حکمتیار له احتیاط څخه کار وانخلي کیدای شي خپل ټول تنظیم د یوې بلې پټې استخباراتي جګړې لور ته ور ټیل وهي، چې تر ټولو زیات زیان به يې نوموړی او د نوموړي تنظیم ته رسیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x