پښــــتو ادب

د کابل فاتحین – لنډه کیسه

د فتحې په کال چې د مجرم کمونست او ملحد نجیب ګاو تپل شوي لاسپوڅي رژیم سقوط کړی وو،  په زرګونه مظلوم  زندانیان له کلونو او لسیزو اسارت وروسته خپلو په انتظار ناستو کورونو ته ستانه شوي وو، د ایمل  زړه له صبر سره سره د خپل پلار او اکا  په یاد کې چې د دوی د کلي د معلوم الحالو مجرمو کمونستانو له خوا د سرو روسانو، زرهپوښ ټانکونو او څرخي الوتکو په ملتیا کلي ته څېرمه غره کې له اوږدې محاصرې وروسته  په شهادت رسېدلي وو، څړېکې کولې.

د اېمل د پلار یوازینی ګناه دا وه چې د غوایي د کرغیړنې کودتا سره جوخت یې د وخت له ملحد او لاسپوڅي حکومت سره احتجاجا د ماموریت دنده پرې ایښې وه او خپل پلرني کلي ته کوچېدلي وو.

د کابل د فتحې په درشل کې د اېمل و مخ ته،،،  د فاتح کاروان څخه څڅېدلی یو هیله من سراب جوړ شوی وو همدا وجه وه چې له یوې خوا یې زړه د شهید بابا او ځوانمرګي اکا په یاد کې څړیکې کولې خو له بلې خوا یې د سوو هیلو په ګرداب کې په دې هیله ټوپونه وهل چې په عدالت ولاړ راتلونکی اسلامي حکومت  به قایمیژي او هغه به د خپل پلار او اکا د معلوم الحاله قاتل په وړاندې د عدالت او محاکمې غږ پورته کوي.

د یاد هیله بښوونکي سراب په لور یې هیلې په داسې مهال کې په ګامو وې چې د فاتح کاروان عسکر پلازمینې کابل ته ننوتلي وو او په ورته وخت کې د شړېدلي کمونستي بلاک مزدور او ناولي بڅرکي د هیواد په ګوټ ګوټ کې په پرېوتو وو.

د فاتحینو کاروان چې د اېمل په ګډون یې د ټولې محکومې مسلمانې نړی هیلې په ځان پورې تړلې وې د ورغوي کابل په دروازو کې یو تر بله په سیالیزو ولجو او نامطلوبو جګړو شول او ورځ تر بلې یې د اېمل په افغان شمولو هیلو تورې خاورې اړولې،،،

هماغه وو چې اېمل یوه ورځ د پسرلي په شنه سهار کې ښار ته د تلو هوډ وکړ تر څو له یوې خوا خپل د خاپوړو ځای ځایګی وګوري  او له بلې خوا د هیله بښوونکي سراب حقیقت له نږدې مالوم او د خپلې کونډې مورکئ پوښتنو او اندیښنو ته چې ټول ژوند یې د فاتحینو په خدمت کې له نغري او پخلي لیرې نه وو تیر کړی هیله بښونکي او د ډاډ وړ خبرونه راوړي،،

په ښار کې وېرې او ترهې خپل سیوری غوړولی وو، هماغه کمونستان په واټونو کې ولاړ ښکارېدل په دومره توپیر چې له فوځي جامو سره مل یې د جهاد او ملت د لوی خاین احمد شاه مسعود په تقلید کې چترالي پکولونه پر سر او د فلسطینیانو دسمالونه پر غاړو وو.

د ښار په ګوټ ګوټ کې د بیت المال ملکي او فوځي ډیپوګانې، تعلیمي مراکز، ملکي دوایر د چور او تالان شاهدي ورکوله او تر څنګ یې د وسلو او غالیو د لوټ، پیر او پلور بازار هم خورا ګرم شوی وو، په کډو بار لارۍ او تراکټورونه به د ښار په څلورو دروازو کې په وتو کتار وو، چېرته چې د کوچیدونکو خلکو ګڼې ګوڼې د حالاتو د نازکتوب سرې اشارې ورکولې،،،،

زمونږ د جبهې قوماندان صیب چې د جهاد ټول  کلونه یې د ایمل او ګڼو نورو یتیمانو د کونډو میندو او بې بضاعته وولس له نغري څخه خوړلي وو له نورو فاتحینو سره مل په ولجو، خس- دُزئ او د ښار په منظرو وو، په دې ورځو کې د یوه پړي او څادر قیمت تر ټوپک لوړ وو، ځکه په څادر او پړي کې کې درځن ټوپک وړل/ولجه کېدلای شوای،،،

 اېمل د خپل سفر لومړی او وروستی شپه له قوماندان صیب سره د ښار د څنډې په یوه امنیتي حوزه کې تیره کړه،،، سهار یې د حوزې په مقام کې خدمت ته ورغی،، قوماندان صیب ورته کړل چې ایمله څه دې  پکار دي !! مونږ ته امر وکړی چی درپوره یې کړو!!!

اېمل موسکی شو او ځواب یې ورکړ ،،، قوماندان صیب زما د څلویښتو ګولیو یو شاجور خوښ دی او غواړم په پیسو یې راونیسم،

 قوماندان صیب خپل فاتح باډیګارد ته غږ کړ او په آن واحد کې یې د څلویښتو ګولیو یو شاجور له رسام (آتشي) ګولیو ډک په لاس کې ورکړ،، قوماندان صیب چې د ولجو مزو نشه کړی وو زیاته کړه چې دا شاجور په پیسو نه بلکه زما لخوا اېمل جان ته  وړیا  دی ځکه چې هغه د شهید زوی دی!!!

اېمل ډېر خوشاله شو، خو قوماندان صیب یې د خوښی په رمز سم نه وو پوهېدلی ځکه خو یې د اېمل له خوښی څخه داسې وانګیرله چې ګواکي نن یې د کم تر کمه دوه شهیدانو ارمانونه د هغوی وارث ته د یوه غلاشوي شاجور په تحفه کولو سره پوره کړي دي،،،

اېمل خپل سفر او د هیله بښوونکي سراب حقیقت د شاجور په ولجه کې راغونډ او خلاصه کړ او په خوښی او مننې یې له قوماندان صیب څخه رخصت واخیست،،،

ټول خوښ وو،،، خو د ایمل  د خوښی راز له بشپړې ناهیلی وروسته د هغه په خپلسرۍ او فردي خپلواکه راتلونکي تصمیم کې پروت وو،،

اېمل کلي ته د تلونکو موټرو اډې ته روان شو او د ناهیلی له لاسه یې خپل پنځه ویشت کلن وجود ته د یو درې کلن یتیم په سترګه کتل او داسې احساس یې کاوه چې د فاتحینو په لاس نن یو ځل بیا یتیم شوی دی، زړه یې ډک ډک او په سترګو کې یې  اوښکې ډنډ وې،،

 د یوې شپې سفر ورباندې کال تیر شوی وو او  د مهربانه مورکئ غېږې او دیدن ته یې سخته تلوسه وه،، سره له دې چې د مور لپاره یې هیڅ ډول هیله بښونکي خبرونه له ځانه سره نلرل.

د ولسوالی څخه راروان موټر ته په انتظار کې یوازې اېمل نه بلکه له ښاره تښتیدونکي په سلګونه کورنی په انتظار وې،، موټر بالاخره راورسېد،، راغلي مسافر لا کوز شوي نه وو چې منتظر خلک پرې وروختل،، په راکوزېدونکو خلکو کې د اېمل سترګې  په یوه تن کې خښې شوې،،،

هغوی ایمل نه پیژانده، د ایمل د پلار قاتل وو چې خپل ماشومان یې د حالاتو د نازکتوب له وجې کلي ته رسولي وو،، اېمل په دې سړي پسې داسې کتل لکه یتیم چې خپل ورک پلار لټوي ،،، ناببره پسې روان شو،، هغه یو ځل راوکتل او بیا په مخه روان شو،، اېمل هم پسې ګامونه ګړندي کړل،،، که ګوري چې هغه ودرېد،،، اېمل هم ځای پر ځای ودرېد  او د څلویښتو ګولیو شاجور یې د واسکټ له بغل جیبه راوایست او ورته کړل یې چې دا د څلویښتو ګولیو شاجور مې ستا لپاره خوښ کړی دی،،، ضابط صیب چې له حالاتو واقف او د فاتحینو د ظرفیت جاج یې له اېمل څخه مخکې ښه سم اخستی وو د طعن او پیغور په دود اېمل ته کړل چې د شاجور په بدل کې خو به زما څادر نه پیرې؟!!

اېمل نور هم ناهیلی شو ځکه چې د پلار قاتل پرې د نورو فاتحینو په شان د ولجو او وسلو د کاروباريانو   ګومان وکړ ،،، اېمل ونشو کولای د شاجور په ښوولو سره د خپل شهید پلار او اکا له قاتل څخه د هغه تر خپل سري غچ پورې ارام واخلي.

اېمل کلي ته راستون شو،، شاجور یې له مور څخه پټ د بسترو په منځ کې کیښود،،، د ژوند جبر او بی بضاعتی  داسې مشغول کړ چې د سترګو په رپ کې کلونه پرې تېر وو،،،

هغه چې په شاجور یې ترهولی وو، د کلي خان او حاجي صیب ترې جوړ شوی وو،،، په ټولنیز لحاظ تر ټولو لوړ او بارسوخه وو ځکه چې د جبهې له قوماندان صیب سره یې خیښي کړې وه،،،

کلي کور کې یې خورا ډېرې ګروی  درلودې، د کلي له ناوسو سره یې بی الایشه مرستې کړې وې او په اصطلاح حسنه قرضونه یې ورکړي وو، د جومات انګړ یې پوښلی وو،،، خو لدې ټولو ښېګڼو سره سره بیا هم د اېمل د پلار او اکا په ګډون د  یونیم میلیون شهیدانو د وینو پوروړی پاته وو!!

یوه شپه ناوخته اېمل د شهید پلار څخه په میراث ورپاته ټوپک ته د څلویښتو ګولیو تور شاجور ورته کړ او له کوره ووت، د ضابط صیب کور چې دا مهال د حاجي صیب په نوم مشهور وو کوز کلي ته څېرمه د کروندو او باغونو په منځ لویې ویالې په غاړه د کابل په نقشه لنډو دیوالونو په منځ کې اباد وو،،

د کلا دروازې ته نېغ ودرېد او درې ځله یې وټکوله، اېمل په تور تروږمي کې سخت ویرېده خو د جرس او چونګښو شور یې د زړه درزا ته   پوښښ ورکاوه ،، که ګوري چې د دروازې له شا څخه په خورا پنډ غږ د څوک یې غږ وشو؟

اېمل پرې غږ کړ چې ضابط صیب مې پکار دی، په ځواب کې ورته وویل شول چې هغه خو کابل کې دی،، له اېمل څخه هغه بهانه هم هیره شوه  چې د کلی د فضا او سکون د نه اخلال په لحاظ یې له ځانه سره پنځولې وه چې ګواکي ظابط صیب ته به وایي چې قوماندان صیب په یوه ترافیکي پیښه کې سخت ټپي شوی او دا مهال د سره صلیب په روغتون کې بستري دی،،

اېمل د ژوند جبر او د فاتحینو جفا داسې لیونی کړی وو چې حواسو یې کار پرېیښود،،، ظاهري ارامښت یې په بغاوت شو ،،، او چیغې یې کړل چې  ضابط مې پکار دی !!

دروازه پرانستل شوه او څراغ په لاس یو سپین ږیری چې سپینږیرتوب یې د خرېیلې ګیرې له سپینو پلنو شقیقو څخه مالوم وو راووت او له اېمل سره یې روغبړ وکړ ،،، دا سړی ضابط (حاجي صیب) نه بلکه د هغه خُسر وو،،

اېمل یو ځل بیا په ارام خو لړزیدلي اواز ورته کړل چې ضابط مې پکار دی، هغه ورته کړل چې  اخر څه پیښ دي خیر خو دی، اېمل ورته کړل چې ضابط مې پکار دی،،، هغه ویل راځه د ننه، اېمل زړه نازړه ورپسې شو،، هغه د کاله د انګړ منځ  او اېمل له دروازې د ننه ایله شپږ ګامه لا نه وو تللی، چې سخت وویرېده،، په سپین ږیري یې غږ کړ چې دادا زه کور ته نه ځم،،

شاګرځ یې وکړ که ګوري چې ضابط صیب د دروازې تر شا میخ ولاړ دی، شنې سترګې یې د څراغ و رڼا ته په ځلېدو او په ایمل کې خښې  شوې، هغه خبرې نشو کولای، سترګې یې هم نه رپولې، د حال په ژبه یې د فتحې د کال د هغه ملاقات یاد چې د شاجور او څادر په ورانپوهاوي سره پای موندلی وو یو تر بله تازه کړ،،،

اېمل ورته کړل چې دا هماغه شاجور دی چې تاسو ته مې د ښار په اډه کې ښوولی وو او دادی تر ننه مې امانت درته ساتلی دی،،، خو تاسو د وخت د جفاکارو قاتحینو له لاسه زما مطلب سم نه وو فهمولی ،،، او شاید چې دا ټول وخت به په ډېر ارامه درباندې تېر شوی وي،،،

په ضابط صیب کې د څه ویلو شیمه نه وه پاته،،، داسې ښکارېده چې هغه د وخته خپله ساه سپارلې وه،،، یوازې وچ ولاړ خو د شهیدانو د وینو پوروړی کالبد یې د هغې ګولی په انتظار د دروازې شاته پناه راوړې وه چې اېمل مخکې له مخکې د ټوپک په شپیلی باندې سپره کړې وه،،،،

له ډز سره جوخت د څراغ رڼا مړه او د سپېڅلو شهیدانو وحشي قاتل د سترګو په رپ کې په ځمکه راپرېوت ،،،

اېمل د لارې پر سر پاته  ۳۹  ګولئ د فاتحینو د جفا په سینه کې د اسمان په لوري وشړلې،،، او سبا سهار یې د خپلو شهیدانو د غچ اختر له خپلی کونډې مورکئ سره په داسې حال کې لمانځه چې د قلا شاوخوا یې د جفاکارو فاتحینو له خوا چې دا وخت مشهور پاټکسالاران وو، محاصره وو.

پای

په افغانستان کې د عدالت او سولې د ټینګښټ او ټولو جنګي جنایتکارانو او ملي خاینینو د محاکمې په هیله

عادل عادل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x