نظــر

طالبانو ولې د امریکا سفارت ته نږدې د ( نوی کابل بانک) په څانګه برید ترسره کړ؟

لیکنه : ډاکټر محبوب ( سالم)
سره له دې چې د امریکا د ولسمشر ( ټرمپ) نوې ستراتیژي د امریکا د تیرو ولسمشرانو د ستراتیژیو د نظامي اړخ یو تکرار دی او د ځینو پټو دیپلوماسیو د لوڅيدا او د سیمې په کچه د مسایلو په اړه په لوړه کچه د مطرح کیدا پرته بله داسې کومه نوې خبره پکې نشته، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتلو او د جګړې د ختمیدو سبب وګرځي،خو بیا هم په کابل کې د واکمن نظام پلویان او په ټول کې د طالبانو ټول مخالفین زیات ورته خوشاله دي او په دې اند دي چې امریکا د پخوا په پرتله د دوی غږ اوریدلی او کیدای شي په نهایت کې دغه ستراتیژي د طالبانو د کمزوري کیدو سبب وګرځي .
خو د چارو کارپوهان بیا په دې نظر دي چې د ( ټرمپ) دغه ستراتیژي به د جګړې موازنه بدله نه کړي او نه به د طالبانو د زیاتیدونکي قوت د مخنيوي سبب شي؛ځکه کله چې طالبان د خپل حکومت له ړنګیدو وروسته ډير د کمزورۍ په حالت کې ؤ او امریکا له خپلو متحدینو سره یو ځای په افغانستان کې لکونه فوځیان لرل د طالبانو د بیا منظم کیدو او قوت دکمزوري سبب نه شول؛ نو نن به څنګه د پخوانیو ستراتیژیو په تکرار د طالبانو د کمزوري باعث شي!.
د امریکا سفارت ته نږدې ( نوی کابل بانک) په څانګه په برید سره طالبان غواړي دا پیغام ورکړي چې د دوی په جګړ ه ییز مورال د ټرمپ نوې ستراتیژۍ کوم منفي اغیز ندی پرې باسلی، عملیات او بریدونه يې د پخوا په نسبت ګړندي شوي او د امریکا د هیڅ تهدید پروا نه لري او کولای شي هر ځای چې وغواړي برید ترسره کړي، همدغه راز د دې برید لپاره د کابل د تر ټولو خوندي او سختې ساتل کیدونکې سیمې په غوره والي طالبان غواړي دا پیغام ورکړي چې د دوی د بریدونو مخه نه تهدیدونه او فشارونه نیولای شي، نه تبلیغات او نه د ګډ حکومت د چارواکو نوي امنیتي تدابیر او موانع.
له بلې خوا د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې په پرلپسې ډول د ( نوی کابل بانک) د څانګو په نښه کیدل او په دغو څانګو چې د امنیتي ځواکونو او نورو دولتي مامورینو د معاشاتو تأدیه کولو ته ځانګړې شوې دي، په پرلپسې بریدونو کې د ګډ حکومت دامنیتي ارګانونو پاتې راتلل په حقیقت کې هغه څه ؤ چې طالبانو غوښتل د دغو بریدونو له لارې د حکومت امنیتي حیثیت ته لا زیاته ضربه ورکړي او د دوی د بریدونو په مخنيوي کې يې وړتیا وننګوي.
د شنونکو له انده په یو ډول اهدافو پرلپسې بریدونه د بریدونو لپاره سیاسي جریاناتو ته په کتو د مناسب وخت او موقعيتونو انتخاب د طالبانو د خاصو عملیاتو د تکتیک یوه برخه ده او هدف يې ترې د ګډ حکومت د امنیتي ځواکونو امنيتي حیثیت ته ضربه ورکول ، د ګډ حکومت د امنیتي ځواکونو د مورال کمزوري کول او د ګډ حکومت د کومې لاس ته راوړنې پر مهال له رواني او تبلیغاتي منفي اغیزو څخه د خپلو افرادو ساتل او په دقیقو حیرانوونکو ګذارونو خپلو لیکو ته د نوو افرادو جلب و جذب دی چې تر ډیره بریده يې دغه تکتیک بریالی دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x