افغانستانخبرونه

ذبیح الله مجاهد: د حکومتي استخباراتو لخوا د جعلي پیغامونو خپرول له وخت تېره دسیسه ده.

نن ټکی اسیا (پنج شنبه ۹ وږی ۱۳۹۶) د افغانستان له یو شمیر سیمو رارسیدلي خبرونه وایي چې تېره شپه د نامعلومو کسانو او ناپیژوندویه الوتکو لخوا د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور ته منسوب جعلي پیغامونه خپاره شوي دي.د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوه لنډ بیان په خپرولو سره ددې جعلي پیغامونه خپرول د حکومتي استخباراتو یوه داسې دسیسه بللې چې تر وخت تېره ده او هر څوک یې په جعلیت پوهیږي.
ذبیح الله مجاهد ویلي: (دغه راز استخباراتي هڅې د حقیقت او ريښتیا په میدان کې د دښمن د پوره مایوسۍ او وارخطايي نښې دي.اولس او د اسلامي امارت مجاهدین د دښمن دغه ډول ټولو دسیسو ته په خورا ځير سره متوجه دی.هغوی خپل دوست او دښمن په ډيره ښه توګه پيژني، هغوی پوهیږي چې اشغالګر کافران او دهغوی مرتزقه مزدوران دڅه لپاره لګیا دي او داسلامي امارت مجاهدین څه کوي.)
نن ټکی اسیا ته رسیدلي معلومات ښيي چې د پیغامونو دغه ورقې د غزني، فراه او بغلان ولایت په ځینو سیمو کې د شپې په تیاره کې غورځول شوي دي. د پیغامونو د نشر څرنګوالی ښیي چې ویشونکو یې د ډار او وارخطایي په حالت کې دغه پاڼې غورځولې او بیا یي له سیمې پښې سپکې کړي. د غزني ولایت یوه اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې د سیمې طالبانو دغه پاڼې چې په یوه ځای غورځول شوې وې د خلکو لاسونو له رسیدو وړاندې راټولې کړې دي.
د یادو پیغامونو کومه نمونه چې موږ ته په لاس راغلي جعلیت یې له ورایه څرګندیږي.د جعلیت یوه نښه یي داده چې په دې پیغام کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور انځور هم چاپ شوی په داسې حال کې چې د طالبانو ډله په خپلو چاپي نشراتو کې د ساکښو( ژوندیو) انځور نه خپروي. د پیغام دلیکلو ډول هم داسې معلومیږي لکه بې علمه او له دین نه ناخبرو کسانو چې لیکلی وي. ځکه د پیغام په مقدمه کې درود په داسې غلطه بڼه لیکل شوی( الحمد لله وحده و الصلوة والسلام علی اصحابه الی یوم الدین . . . )
د نشر شویو پاڼو په لیکنه کې د طالبانو تر منځ د اختلاف موضوع ته لمن وهل شوې او هڅه شوې چې دغه ډله تر خپل منځ په اختلاف کې اخته وښيي. د یادونې وړ ده چې دغه جعلي پیغامونه له هغه یوه ورځ وروسته خپریږي چې طالبانو د خپل مشر رسمي اختریز پیغام په پنځو ژبو په چاپي او انلاین بڼه خپور کړ.
د طالبانو لخوا په اجتماعي رسنیو کې نشر شوي ویډیوګانې ښيي چې د دوی د مشر اختریز پیغام په درست افغانستان کې خپور شوی او اولسي خلکو په ډیره تلوسه ترلاسه کړی دی. د کتونکو په باور شاید د حکومتي اړخ لخوا د جعلي پاڼو د خپرولو هدف هم همدا وي تر څو د طالبانو د مشر شیخ هبت الله اخندزاده اصلي پيغام ورباندې اغیزمن کړي.په ټوله کې د حکومتي اړخ لخوا د طالبانو مشرانو ته د منسوبو جعلي پیغامونو نشرول کومه تازه موضوع نه ده له دې وړاندې د حکومتي کسانو لخوا د اختر محمدمنصور، ملا عبدالمنان او صدر ابراهیم نومونو ته منسوب جعلي پیغامونه خپاره شوي چې طالبانو په خپل وار رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x