افغانستان

اختر مو مبارک شه ! د نن ټکي اسيا اداره

نن ټکی اسیا (جمعه ، وږی۱۰، ۱۳۹۶) : ټولو مسلمانانو ، هيوادوالو او خصوصاً زموږ مينوالو ته د زړه له تله د نن ټکي اسيا ويب پاڼي د اداري کار کوونکو ، خبريالانو او لیکوالانو له لوري د لوی اختر مبارکي وايو !

قدرمنو ! ستاسو د نېک ژوند او خوښيو په هيله يو ، لوی رب جل جلاله مو قربانۍ او عبادتونه قبول کړه !
آمين يا رب العالمين

له رحمن څښتن جل جلاله نه غواړو چې دا اختر موږ دهیواد او ولس د ارامۍ ، سوکالۍ او تلپاتي سولي اختر وګرځوې.

د نن ټکي اسيا ويب پاڼي ټول همکاران په امريکايي بمباریو کې د اولسي قربانيانو دردېدلو کورنيو ته د تعذيت او تسليت مراتب وړاندي کوي او دعاء کوي چې نور دي الله جل جلاله زموږ د اولس له سره د ظالمانو لاسونه لنډ کړي!

د نن اداره خپلو درنو لوستوالو او ګډونوالو ته وعده ورکوې چي تل به د هیواد او ولس په ګټه خپل فرهنګي رسالت په پوره بې پرې توګه پر مخ وړي ، او ستاسو د ملتیا په برکت به دهیواد او دین د دښمنانو پر وړاندي تل یو پیاوړی سنګر وي. ان شاءالله

د نن ټکي آسیا اداره له خپلو ټولو هغو مینوالو او همکارانو څخه د زړه له کومي مننه کوي، چي نن ته یې خپل د مبارکۍ پيغامونه را لیږلي، او خپل نیک احساسات یی را سره شریک کړي.

ستاسو دخوشالي او بریالیتوب په هیله .

اختر مو نېکمرغه شه !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

د نن. اسيا درنې اداری او کارکونکو! السلام عليکم

د لوی اختر مبارکې تاسو او ستاسو له لاری د اسلام او وطن سرسپارلو غازيانو, د شهيدانو وارثينو, بنديانو او ټول اتل ولس ته وړاندی کوم.

الله پاک دی ستاسو د ټولو هڅی او زحمتونه قبول او زر تر زره په ثمره ورسوی. الله مو دی نور د اشغالګرو او د هغوۍ د نامرده مزدورانو له ظلمه خلاص کړی.

شهاب
امريکا

سيد مصطفي

تاسوته او كافه اسلامي امت ته دلوي اختر مبارك سه

الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا درنو ورونو السلام علیکم ! ستاسی د اختر مبارکی یوه نړی مننه کوو او مونږ هم درته په خپل وار د لوی اختر په مناسبت مبارکی وایو ، الله ج دی د دی اختر په برکت زمونږ په ګران هیواد ، توله اسلامی نړی او مظلوم بشریت کی خوشالی او سوګالی راولی او ددغه حریصو او وحشی یهودانو او صلببیانو وحشت ته دی الله ج د پای ټکی کیږدی دومره اوږده جګړه بشری تاریخ کی نه دی تیره شوی ، زه نه پوهیږی چه دی حریصو یهودانو زمونږ هیواد کی څه موندلی او یا ولی یی… نور لوستل »

Abdulhalim

تعذيت په ذال نه بلكه په ز ليكل كيږي تعزيت ليکل کيږي

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط ولله علی الناس حح البيت من السطاع اليه سبيلا ط ومن کفر فان الله غنی من العالمين ط د نن ټکي اسيا ويبپاڼي عزتمندو او قدرمندو د اسلامي اخوت وړونو. السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته. د عيد اضحی د مبارک او سپيڅلي اختر مبارکي تاسو ديني وړونو ، دمحمد رسول الله جميع امت او اسلامي ملت ته وايم . الله سبحان وتعالی دي په موږ ټول پوري بختور ، منور او نيکمرغه ولري. د هم دې مبارک او سيڅلي اختر په برکت دي د نړۍ په ګوټ کوټ کي مجاهدينو ته د کفارو د وحشي… نور لوستل »

pattang

د نن اسیا پياوړيو مسلمانو وروڼو ته دزړه له کومې د لوی اختر مبارکي وایم ، الله پاک مو په پاکه اراده او اسلامي تګلاره کې تل موفقه لره ! تاسو زمونږ هغه وروڼه یاست چې مونږ ته مو جای راکړی دی او د تاسو له ځنګه مونږ ، زه خپل ځان او ځانونه ارامه بولو او د یوو ګډ مشترک کور احساس مو راته راکړی دی . زه دا ۲۲ کاله کیږي چې په مختلفو پاڼو کې ګرد ګرزېدمه خو په يوو ځای کې مې هم خپل کور او اسودګي پيدا نکړه تر څو چې يو چا راته لیکلي… نور لوستل »

Dawargulnaseri

اسلام علیکم د نن ټکي اسیا ټولوکار کونکو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وایم

مننه له تاسی ټولونه چې نوي او تازه معلومات اپډیټ کوۍ

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x