
دلته مه راځه اختره !
عبدالرحیم (ثاقب)
نیکمرغه لوی اختره!
منم دي چې ته د خوښۍ او خوشالۍ قاصد یې خو زمونږ جونګړې ته سر مه را ښکاره کوه هسي نه بي قدرې دې وشي ، ځکه دلته هرسړی د خپل ځان په ویر اخته دی.
دلته زمونږ تر ټولو نازولې معصوم ماشومان د ناترسه قاتلانو له لوري په ډیرې بیرحمۍ وژل کیږي او یاهم د خپل پلار په له لاسه ورکولو سره د مظلومیت او محرومیت له ناخوالو سره مخ کیږي .
هره ویرجنه مور مو د خپل ځوانیمرګ زوي پر ځوانمرګې د ویر ساندې غږوي.
د هرې دردمنې خور لاسونه د نکریزو په ځای د خپل ورور په وینو سره دي.
نوې ناوې د خپل نالیدلي شریک د قبر پر سر د ویر او کونډتوب سلګۍ وهي.
او د کاله تر ټولو ښکلي ځوانان مو د ځوانۍ تر ټولو ښې شیبې د وحشت د تورو تمبو شاته تیروي …
ځوانان مو یواځې په جنازو کې له یو بل سره لیدلای شي او یا هم د شهیدانو په فاتحو کې له یو بل سره د خبرو کولو فرصت لري.
ځکه نو د اختر لمانځلو محفلونو ته څوک وخت نه لري
نو اي د خوشالیو اختره !
ته دلته مه راځه ، ځکه ته د خوښۍ قاصد یې او خوښۍ اوس زمونږ له کلي کډه کړې.
ته هلته ولاړشه چیرته چې د خوښۍ په محفلونو کې ستا د راتلو انتظار کیږي.
چیرته چې زوي د پلار د محبت له نازه برخمن ، مور د اولادونو په خندا خوشاله او خویندي د ورڼو د میني په ښُکلا تر اوتازه وي…
مونږ پریږده چې د خپلو محرومو یتیمانو د اوښکو چاره وکړو، چې د شهید د ویرجنې کورنۍ ویر وژاړو..
او چې له الله تعالی څخه پرخپل ویرجن حال د ترحم غوښتنه وکړو.
ثاقب صاحب ، دیره مننه ، باور وکړه ژړغونی شوم ، زړا می خپله ودروله ، که یی ونه دروم بیا یی وروسته نشم اداره کولای. ستا خبری د شاعرانو به شان د لغاتو او جملاتو جنګول نه دی عملی بڼه لری او دا لړۍ لا روانه ده یو الله ج پوهیږی چه کله به دریږی او د شهیوانو وینی به مخ راوړی او د اسلامی نظام د پیاده کیدو ارمانونه به یی پوره کیږی ، د الله ج اراده باندی هغه پوهیږی که هغه ذات وغوااړی د یو ( کن ) به ویلو به ( فیکن ) کیږی مګر… نور لوستل »