
اختريز غزل/ عصمت الله بشام
عصمت الله بشام
د خوشحالۍ څادر دي خپور کړه زما پر چم اختره
له غریو نیولو خلګو پورته کړه نن غم اخـتره
د وخـت حـالاتو د اهـو پـه تنـاره سېځلي
شه پرهر زړه ته يې ټکور او هم ملهم اختره
خیرکه ګلان زما د ګُلشن وحشي خـزان وهـلي
بـورا پـه لوړ مورال سينـګار درتـه کـوم اختره
په سپـین سبا پسې وتلي بازان غرو کې اوسي
د خـیال پـه سـترګو د راتګ لارې څارم اخـتره
د حریت ناوې ده سر تـوره لالهانده ګـرځي
کړه ورپه سر د حیا شال جوړ له وریـښم اختره
له تندي زما د هیلو تاندې غوټۍ ګل نه شولې
د سکون تنده يې کړه مـاته په شـبنم اختره
د بشام روح کړه په تازه ستا په ښکلاوو باندې
د هـوس وړانـګې وپاشه یوسه ماتم اختره