د قربانۍ حقیقت او تاریخي پس منظر

مولوي غلام محمد ( المتخصص فی الفقه بمدرسة ریاض العلوم)

نن ټکی اسیا (سپتمبر ۲۰۱۷/۱): قرباني په اصل کې قربان په وزن دقرآن ده. قربان هر هغه شي ته ويل کيږي چې دالله تعالی دتقرب ذريعه وګرځول شي،که دحيوان ذبيحه وي ياعام خيرات اوصدقه وي ،امام ابوبکرجصاص رحمه الله خو د دغه څخه هم په عامه معنی اخيستې. هغه فرمايې: هرهغه نيک عمل چې دهغه په ذريعه سره دالله تعالی رحمت ته دقرب قصد وکړای شي هغه ته قربان ويل کيږي ،مګرپه عرف عام کې دا لفظ اکثر د حيوان د ذبيحې لپاره استعماليږي ،په قرآن کريم کې څوواره دالفظ راغلی دی په اکثروځايونوکې ترې دحيوان ذبحه مراد ده.

دقربانۍ تاريخ

حلال حيوان دالله تعالی دتقرب په نيت ذبح کول له هغه وخت څخه پيل شوي دي له کله چې آدم عليه السلام دنيا ته تشريف راوړی دی. له هرڅه مخکې اوله قرباني دحضرت آدم عليه السلام دوو زامنوقابيل اوهابيل ورکړه (اذقرباقربانا . . .سورة مائده)علامه ابن کثيردحضرت ابن عباس رضی الله عنه په روايت ددې آيت تفسير داسي نقل کړی دی چې هابيل ديوه پسه قربانې وکړه اوقابيل دخپل فصل څخه يوڅه غله وغيره خيرات کړل .دهغه وخت ددستور مطابق له اسمانه اور راغی، د هابيل پسه يې وسوځاوه اودقابيل صدقه يې همداسي پريښودله .
دپخوانيوانبياوو په وخت کې دقرباني دقبليدلونښه داوه چې له اسمانه به اور راتلو او هغه به يې سوځوله ،ددې تذکره په سورة ال عمران کې هم په صراحت سره شوې ده (بقربان تأکله النار)يعنی هغه قرباني چې اوريې وخوري ،په هغه وخت کې به د غنیمت مال هم په اسماني اورسره سوځيده او دا به د جهاد د مقبوليت علامه وه. په امت محمديه علی صاحبهاالف سلام باندي دالله تعالی داخصوصي انعام وشوچې داختري ياقرباني غوښې اومال غنميت ورته حلال شو.نبی کريم صلی الله علیه وسلم دهغه تذکره داسي کوي (واحلت لی الغنائم)يعنی زمالپاره مال غنيمت حلال کړای شو.

دقرباني يوه عظيم الشانه واقعه

قرباني دعبادت په حيث که څه هم له آدم عليه السلام له زمانې څخه پيل شوې ده .مګر دهغې يوخاص اهميت دابراهيم عليه السلام له واقعې څخه پيل کيږي اودهغه په يادکې په شريعت محمدي کې قرباني واجب ګرځول شوې ده. داواقعه د قران کریم په سوره صافات کې په تفصيل سره ذکرشوې ده .په اسلام کې د قرباني په حقيقت دپوهيدلو لپاره مرکزي نقطه همدا واقعه ده ،څومره چې له قرآن او مستندو رواياتو څخه ثابته ده هغومره به نقل کړو.

ابراهيم عليه السلام د حق دعوت پيل کړ خپل پلار ته يې دعوت ورکړ، مګر هغه قبول نکړ او له کوره د شړلو اختار يې ورکړ(لارجمنک واهجرنی مليا)نتيجه داشوه چې له پلارسره سره يې قوم هم دشمن شو.اول امتحان په ابراهيم عليه السلام دا و چې خپل زوی حضرت اسماعيل او د هغه مورله ځان سره له شام څخه د حجاز لور ته چې سپيره ډاګونه وو بوځي او د هغوئ د پريښودلو امر ورته وشو،بي بي هاجري ورته وويل چې آيا ته موږ دالله تعالی په امرسره پريږدې؟ ابراهيم عليه السلام ورته وويل چې هو.نوحضرت هاجرې وويل.چې ،اذن لايضيعنا،داډيره لويه واقعه ده خوله قرباني سره کار نلري. نوپه دغه ځای يې پريږدو او د قربانې بحث ته ورځو.دقرآن کريم آيت مبارک دی(فلمابلغ معه السعی قال يبنی ای ارای فی المنام انی اذبحک فانظرماذاتری)يعنی هرکله چې کوچنی ددې قابل شو چې له پلار سره ولاړ شي او دهغه معاون شي نو ابراهيم عليه السلام ورته وويل چې ای زويه! ماخوب وليدچې تا دبح کوم ستاڅه رأيه ده؟ حضرت ابراهيم عليه السلام ته دالله تعالی له حکم وروسته دمشورې ضرورت نه و او نه په حکم عمل کول ترمشورې موقوف و،بلکې دده په مشوره کې داحکمت وچې اول د زوی دعزم همت او جذبې امتحان وشي ،دوهم که په دې عمل وکړي نو به دثواب مستحق وګرځي،ځکه چې دثواب مدارپه نيت اوقصدسره دی (روح البيان)

دتاريخي رواياتومطابق په دغه وخت کې داسماعيل عليه السلام عمر۹کاله و.کله چې ابراهيم عليه السلام له خپل زوی سره مشوره وکړه نوهغه هم دخليل الله زوی و. نوداسي يې وويل :ياابت افعل ماتؤمرستجدنی ان شاء الله من الصابرين)دلته لکه څرنګه چې ابراهيم خليل الله ته په سپين ږيرتوب کې ديوازيني زوی دقرباني حکم کيږي همداشان دزوی داسي جان نثاري اوسرښندنه هم څه معمولي خبره نده .کله چې اسماعيل عليه السلام داسي ځواب ورکړ نو د حضرت خليل الله بار لږ سپک شو او دوی دواړه د قرباني ځای ته روان شول .

دلته دشيطان چلونه پيل شول اول ځل حضرت هاجري ته ورغی خوهغې وترټه (تفصيلې قيصه ده)بيايې په حضرت خليل الله باندي خپل زور وازمويه خوکامياب نشواوبيايې ديوغټ شي په څير لار بنده کړه اوپه ډبرو وويشتل شو(تفصیل یې اوږد دی)آيت مبارک دی (فلمااسلماوتله للجبين)يعنی کله چې پلاراو زوی دغه لويې قرباني ته تيارشول او په اړخ یې وغورځاوه. ابراهيم عليه السلام په خپل پوره زور سره چاړه پرې راکښ کړه خودالله تعالی قدرت دچاړې او اسماعيل ترمنځ حائل شو.(ونادينه ان ياابراهيم قدصدقت الرؤيا)يعنی موږ وويل چې ای ابراهيمه تاخپل خوب رښتياکړ(وفدينه بذبح عظيم )يعنی موږداسماعيل په فديه کې يوه لويه قرباني وګرځوله .

الله تعالی ته د خپل محبوب نبی خليل الله دغه اعمال او افعالو دومره خوند ورکړ چې تر قيامته يې په حيث د يادګار د خپلو بندګانو لپاره قرباني عبادت وګرځوله.په يوحديث مبارک کې راځې چې صحابه کراموپوښتنه وکړه چې يارسول الله صلی الله علیه وسلم دقرباني اصل څه دی؟ نبی کريم صلی الله علیه وسلم په ځواب کې وفرمايل: چې ستاسي د پلار حضرت ابراهیم علیه السلام سنت او یادګار دی.صحابه کرامو وپوښتل چې موږته پکې ثواب شته ؟ځواب ورکول شوچې دحيوان د هر ويښته په بدل کې يوه نیکې درکول کيږي (مشکوة)

کله چې دا معلومه شوه چې د حيوانانو قرباني چې هرکال په مسلمانانوباندي لازمه ده هغه دابراهيمي سنت ديادګارپه حيث ده نو داهم معلومه شوه چې دحيوانانوپه بدل کې دهغوقيمت صدقه کول يا هغه قيمت په يوبل نيک کارکې لګول دقرباني بدل نشي جوړيدلای لکه څرنګه چې د روژې پرځای لمونځ يادلمانځه پرځای روژه کفايت نکوي او دا رنګ د زکوة پرځای حج او د حج پر ځای زکوة ورکول کفايت نه کوي که چيري يو سړی خپل ټول مال د الله په لار کې صدقه کړي د يوه لمانځه له فريضې څخه نشي خلاصيدای همدارنګه چې هرڅومره صدقه اوخيرات وکړل شي دابراهيم عليه السلام ياد او د قرباني واجب نه اداء کيږي.اودقرباني حکم يواځي په حاجيانوپسي هم خاص ندی ځکه چې نبی کريم صلی الله علیه وسلم په حج کې او په مدينه منوره دواړه ځايونوکې قرباني کړې ده او قرباني نه صرف چې واجب بلکې په شعائرالله کې داخله ده.

نبی کريم صلی الله علیه وسلم د حج د فضيلت په وجه په منی کې سل اوښان قرباني کړل اوعام عادت يې په مدينه کې د دوو پسونو ذبحه کول و حضرت ابن عمر رضی الله عنه فرمايي چې نبی کريم صلی الله علیه وسلم په مدينه منوره کې لس کاله تيرکړل او هر کال به يې قرباني کوله (ترمذی)حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمايي چې موږ په يوه سفر کې له نبی کريم صلی الله علیه وسلم سره ملګري ووموږ يوه غوا د اوو نفرو له طرفه حلاله کړه (ترمذی)په يوبل حديث کې نبی کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي چې دقرباني په ورځو کې له قرباني ماسوا بل هيڅ عمل الله تعالی ته ډيرمحبوب ندی(ترمذی)په مدينه منوره کې دنبی کريم صلی الله علیه وسلم معمول داو چې داختر له لمانځه وروسته به يې په عيدګاه کې قرباني کوله له دې وجې چې ټولو مسلمانانو ته د قرباني حکم معلوم شي او د قرباني اداب زده کړي او د اهم معلومه شوه چې د اختر له لمانځه مخکې قرباني صحيح نده حضرت ابن عمر رضی الله عنه وايي(کان رسول الله صلی الله علیه وسلم يذبح و ينحر بالمصلی)(بخاری)اوپه سورة الکوثر کې آيت دی (فصل لربک وانحر).

خلاصه دا چې د دغه قرآني حکم په اساس نبی کريم صلی الله علیه وسلم په خپل امت باندي داختر لمونځ او قرباني لازمه کړې ده که په مکه کې وي اوکه په مدينه کې اوکه د دنياپه هرځای کې وي قرباني لازمه ده اودا حکم به ترقيامته پوري جاري وي .

له قرآني آيتونو او مختلفو احاديثو او د صحابه کرامو له تعامل څخه دا خبره واضحه شوه چې قرباني دعبارت په ډول دحضرت ادم عليه السلام له وخت څخه ثابته ده مګر په لوی اخترکې دقرباني وجوب دحضرت ابراهيم عليه السلام

يادګار دی.
په قربانۍ باندي سوالونه

اوس وخت ځيني خلګ قرباني په مکه معظمه پسي خاصه ګڼي او هغه هم دعبادت په ډول نه بلکې د حاجيانو د ميلمستيا په حيث،دانه صرف چې له قرآن او احادیثو څخه بلکې د ټولو انبياوو له شريعتونو څخه په ناخبري باندي مبنی ده. دقرباني مقصدکه صرف د حاجيانوميلمستيا وای نو بيا به له لمانځه څخه وړاندي او وروسته پکې ولې فرق وای؟ دغه راز د ذی الحجې د۱۲له ماښام څخه وروسته دقرباني دنه صحيح کيدلووجه به څه وای؟ که له قرباني څخه مقصدميلمستيا وای نو بيا د قرباني دحيوانانولپاره چې کوم شرائط ايښودل شوي دي دهغوبه څه مطلب او غرض وای ؟ ځکه د غوښو او میلمستیا غرض خو په هر قسم حیوان باندې پوره کیدلای شي. اوبل دا چې د نبی کريم صلی الله علیه وسلم دقرباني او د صحابه کراموقرباني د څه لپاره وي؟؟ حاصل دا چې د قرباني د حکم د تغیر لپاره بله رأيه پيداکول او په اسلام کې داخلول داسلام دتحريف په معنی دی.

يواقتصادي سوال

کله چې انسان له روحانيته غافل شي او په خپلو مادي شيانو کې غرق شي اودالله تعالی قدرت کامله او دهغه عجيب اوغريب نظام يې له نظره پټ شي نوهغه ته ټول عبادات بې ځايه اوبې روحه رواجونه ښکاريږي، خصوصا قرباني خو ده ته يو لوی اقتصادي زیان په ډول ښکاري،نودا وړ انسان بیا دا فکرکوي چې د خلګو دا دومره ډيري روپۍ چې هر کال د قرباني په څارويومصرفيږي اوله درې ورځي غوښه خوړلو ماسوايې بله هيڅ فائده نه ښکاريږي نو دی دا فکر کوي چې دا دومره ډيري روپۍ که د ټولنې په اصلاح کې استعمال شي نو دا به ډيره زياته ګټه وکړي.

مګر دوی دا فکر نه کوي چې معاشره او ټولنه هغه وخت سميږي کله انسان انسان شي، اخلاق يې سم شي ،غلاوي،چلونه ،قتل او داسي نور رذائل ختم شي بيا به جامعه په خپله برابره شي. تجربه ده چې کله دانسان اخلاق او اعمال برابر وي دالله تعالی خوف په زړه کې پیدا او د هغه رضامقصود شي نوله دغه ماسوا بله کاميابه نسخه نشته .د يو ملت کاميابي په دي کې نه ده چې قرباني دي بنده شي او د قرباني روپۍ دي په اولس باندي مصرف شي بلکې د اولس کاميابي يوازي او يوازي په دې کې ده چې په اولس کې د ايثار او قرباني جذبه پيدا شي او بې له چون اوچرا سرورته تسليم کړي. نوداواضحه شوه چې د قرباني مقصدغوښه خوړل هيڅکله ندي.

بلکې د يو شرعي حکم تعميل او د سنت ابراهيمي ياد تازه کول دي. قران کريم په خپله دا حقيقت داسي بيانوي (لن ينال الله لحومهاو لادمائهاو لکن يناله التقوی منکم)يعنی الله تعالی ته ستاسودقربانيوغوښې اوويني نه رسيږي ،بلکې ستاسو تقوی يعنی د اطاعت جذبه رسيږي. مطلب دا چې د قرباني غوښه او پوستکی مقصد ندی همدا وجه وه چې په پخوانيو امتونو باندي دا غوښه حرامه وه مګرپه دې امت باندي دالله تعالی خاص انعام وشو او دا غوښه ورته حلاله شوه.ځيني خلګ بيا وايې چې ددومره ډيرو څارويو ذبح کول به د څارويو د نسل ختميدلو ته مفضي شي، دا هم ډير سطحي اعتراض دی مشاهده او تجربه يې تکذيب کوي.

کوم خلګ چې د قرباني پر ځای روپۍ ورکول غوره ګڼي نو هغوی اصلا د دين په حقيقت او د عبادت په روح ندي خبر،ځکه د دين حقيقت اتباع ده اوعبادت د الله تعالی د امر منل دي. په دين کې عقل جنګول او په عقل دين برابرول دا له وخته د هغو خلګو کار پاتي شوی دی چې هغوی کوښښ کوي چې په اسلام کې تجديد راولي او اسلامي احکام تحريف کړي او که محض په عقلي ډول د دين احکام ارزيابې کوو نو شايد يو وخت به دا نظريه راپورته شي چې لمونځ يو بدني ورزش دی او ورزش د هر چاخپل کار دی که يې کوي او که يې نه کوي او یا داچې په هر ډول يې کوي .والله تعالی اعلم

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د