fbpx

ورلډ کپ: انګلینډ د هالنډ څخه د کرکټ لوبه وګټله

England_Netherland_matchنن ټکی آسیا: د ورلډ کپ په ننی لوبه کې انګلینډ د خپل حریف هالنډ څخه خپله اولنی لوبه وګټله.

د لوبي په سر کې هالنډ پچه وګټله او اول یې بېټنګ ته ترجیح ورکړه، او په خپلو پنځوسو اورو کې 292 منډې جوړي کړې، چې د هغو څخه په جنوب افریقا کې پيدا سوې ځوان ریان ټېن په یوازي سر 119 منډي په 110 بالو باندي جوړي کړي، ور پسې ټوم کوپر 47 او

کپتان پېټر بورن 35 منډې جوړي کړي.. انګلینډ وتوانیدی چې د هالنډ 6 لوبغاړي وسوځوي.

انګلینډ چې د لوبي په سر کې ګومان کېده دا لوبه به په دېره اساني سره وګټي، د اخیري اور څخه دوه باله ترمخه په مټي وتوانیدل چې هدف ته ځان ورسوي، چې په هغو کې هم د انګلینډ اوپنر انډریو سټوراس 88 او جوناټن تروټ 62 منډې جوړي کړي.

د لوبي پایله کې انګلینډ په شپږ وکټه هالنډ ته ماتي ورکړه.

صبا به د پاکستان او کینیا تر منځ لوبه کیږي، کینیا خپله اولنی لوبه بایللي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د