نن ټکی اسیا – سرمقاله: نن د مارچ اتمه د ښځونړیواله ورځ ده .
په دې ورځ په نړیواله کچه د ښځمنو په اړه غونډې جوړیږي او د هغودحقوقو اوغوښتنو په اړه ورکې بحثونه کیږي.
په افغانستان کې هم له تیرو ۱۲ کلونو راهیسې یاده ورځ دښځو ترڅنګ د نارینه وو لخوا هم لمانځل کیږي
سره له دې چې له تیرو ۱۲ کلونوراهیسې د ښځو د حقوقو د احقاق په اړه تر بل هرڅه زیات ټینګار کیږي،خوبیاهم مونږ وینوچې ورځ تر بلې مو په هیواد کې دښځوپر ضد تاوتریخوالی زیاتیږي.
د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون په وینا په ۱۳۹۲ هجري لمریزکال کې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي کچه تر بل هروخت لوړه شوې چې له امله یې یوزیات شمیر ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي. همدا راز د افغانستان د محابسو د چارواکو په خبره په زندانونوکې دښځینه بندیانو شمیره مخ پرلوړیدو ده او د هیواد د ټولو بندیانو له جملې نه یې یوه پرڅلورمه برخه ښځينه بندیانې تشکیلوي چې د ډول ډول جنايي او اخلاقي جرمونو له کبله بندیانې شوې دي.
زمونږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده چې د هغې اسلامي قوانین اواصیل عنعات د دغې ټولنې ټول افراد که هغه ښځینه دي او که نارینه له انحرافاتو، جنایاتو او اخلاقي جرمونو څخه ساتي .
خو له بده مرغه چې د غربیانو لخوا په افغاني مسلمانې ټولنې باندې د غربی ناولي کلتور د تپلو له کبله د دغو اسلامي قوانینو او اصیلو عنعناتو د تخریبولو هڅې کیږي چې له کبله یې تر بل هروخت د افغان ښخو پر خلاف د تاوتریخوالې او د هغوی د جنايي او اخلاقي جرمونو پیښې هم ورسره زیاتې شوې دي.
ډیری غربي محللین او یا د هغوی له افکارو متاثرعناصر په افغانستان کې د ښځوپرخلاف د تاوتریخوالي عامل فقر او بیسوادي بولي ،خو د هغوی د اخبره ځکه د توجیه وړنه ده چې فقر او بیسوادي خو د غربیانو تر راتګ له مخه هم په دې ټولنه مسلط ول ، مګر هغه وخت کله هم د ښځو پرخلاف د خشونت کچه دومره نه وه لوړه شوې.
نن که په افغانستان کې د ښځو د حقونود تر لاسه کولو لپاره کومه ټولنه جوړیږي نو لومړی د هغوی د حقوقو د اعادي په نوم د هغوی حقوق تر پښو لاندې کیږي ، که د هغوی لپاره د امن خونې جوړیږي نو لومړی ورکې د دوی امنیت ګواښل کیږي او که یې د پوهې اوروزنې په نوم کومه تعلیمه مؤسسه جوړیږي هم لومړي ورکې د دوی مادي حقوق لوټل کیږي ، د ښځودحقوقو اعاده یو ترټولو رابحه او ګټوره پروژه ده چې هرڅوک یې دخپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره کاروي او په نتیجه کې یې دښځو انساني کرامت او د هغوی ټول مادي او معنوي حقوق تر پښو لاندې کوي . په غربي ټولنه کې هغه څه چې نن دښځو دحقوقو په نوم یادیږي هغه د ښځو بي حجابي ، له نارینه ووسره د هغوی اختلاط او ښځه دیوې مادې متاع په حیث کارول دي ؛ ځکه چې هغوی د دین او معنویت په نوم څه نه پیژني او همدغو رذائلوته د حقوقو نوم ورکوي ، خو په اسلامي ټولنه کې بیا نوموړي مشخصات د رذائیلو په حیث پیژندل کیږي او ټول اسلامي ارشادت مسلمانانو ته له هغوی څخه په ځان ساتلو او اجتناب امرکوي .
لهذا هغه څه چې نن د مارچ په اتمه په اړونده غونډو او کانفرانسونوکې د ښځو د حقوقو په اړه ویل کیږي ،هغه د ښځو حقوق نه ،بلکې له دغه شعار نه په استفادې سره د مسلمانو ښځو د انساني او اسلامي حقوقو د لوټلو یوه تبلیغاتي پروپاګنډه ده چې باحیاء او عفت لرونکې افغانانې تري بیزاره دي .
د نن ټکی اسیا سرمقاله