ټولنیزه برخه

د یتیمانو اختر!!! د بِشر رضي الله عنه دردوونکي کیسه

قاري عبدالرشید عالمي

سهار وختي وو، تورګمیو ورو ورو کډه وکړه، رڼاوو خپلي وزري وغوړولي لمر د غره په څوکو ور پورته شو، خال خال د کورونو دروازی پرانستل شوې په پاکو اوبو مینځل شوي او په نويو کالیو پوښل شوي ماشومان راووتل، سپینږيري او ځوانان هم کوڅوته راغلل، د ټولو په شونډو موسکا خپره وه، په خوند یی یو او بل ته سلامونه کول، کوچنیانو یو بل ته د خپلو جامو ستاینه کوله، د مدیني کوڅي ښکلی ښکاري، ماشومان منډي وهي، خوشالۍ کوې ځینو ماشومانو د نکریزو سره لاسونه نیولي او خپله خوشالي
نشی کابو کولای.

د اختر ورځ ده خلک لمانځه ته روان دي.

د دوو جهانونو سردار محمد صلي الله علیه وسلم د مسجد نبوي په لور رهي وو، په مسجد کې ټولو خلکو انتظار کاوه او محمد صلی االله علیه وسلم ته سترګې په لار ول،

ستر لارښود صلی الله علیه وسلم مسجد ته لا نه وو رسیدلی، چې په یوه ماشوم یی سترګې ورغلي، په خړو خاورو کې ناست وو ژړل یی، سر یی یوي خواته ځړیدلی وو، زړي او خیرني جامي يي په تن وې، ډیري ژړا يي بغون (غومبوري) سره کړي ول غټی توري سترګې يي په پړسیدلو سترغلیو کي عاجزي ښکاریدلی.

محمد صلی الله علیه وسلم يی څنګ ته راغي، او په مهربانۍ یی ویل:

بچیه!

نن د خوشالۍ ورځ ده، ګوره ستا همزولو ځانونه مینځلي، نوي کالي یی اغوستي خوشالۍ کوې او اختر لمانځي، بیا یی مبارک لاس يی د ماشوم په خیرنو ویښتانو ور تیر کړ په مینه یی وویل:

بچیه ولي ژاړي؟

ماشوم د اوښکو ډکې سترګې پورته کړي په غریو یی وویل:

پلار مې د محمد صلي الله علیه وسلم سره جهاد ته تللی و او د جنګ په میدان کې شهید شو، مور مې د هغي له شهادت وروسته بل ته واده شوه، زه نه پلار لرم او نه مور……

زړه یی ډک شو د باڼو له منځه يي غټي غټي اوښکې را توي یی شوي ژړا یی نوره هم زیاته شوه، اوږدی سلګۍ یی وهلی، ژوره ساه یی واخیسته او په خواره خوله یی وویل: څوک نشته چې پری مې مینځي، کالي او پیزار راته واخلي، په داسي حال کې به څنګه خوشالي وکړم او څنګه به اختر ولمانځم؟

محمد صلی الله علیه وسلم خپلي مبارکي ګوتي د ماشوم په سترغلیو کیښودي، اوښکي یی ور پاکي کړې، له خاورو يی را پورته کړ، جامي یی ورڅنډ وهلي او په خوند یی وویل:

خوښه دې ده، چې محمد صلی الله علیه وسلم دي پلار شي، بی بی عائشه رضی الله عنها دي مور شي، بي بي فاطمه رضی الله عنها دي خور شي، حسن او حسین رضی الله عنهما دي وروڼه شې؟

د ماشوم د تندي ګونځي هواري شوي، موسک شو باڼه یی ژر ژر ورپول په خوند یی وویل:

کاشکې داسي وشې.

رحمت اللعالمین دا یتیم بجی خپل کورته راوست، فاطمه رضي الله عنها ماشوم ته د حسن رضي الله عنه جامي ور واغوستي او په دي توګه دا یتیم ماشوم د اختر په خوښیو کې شریک شو.
پاي

(الصحیحہ للالبانی)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

عالمی صاحب ډیره مننه کوم ، څو شیبی دمخه می د ثاقب صاحب د نن ورځی د یتیمانو د اختر او تاسی د صدر اسلام دوخت د یتیم ماشوم د اختر به اړه لیکلی ، د هغه به لیکنه کی می ونه ژړلی ځکه چه ژړا می په خپله کنترول کړه ، مګر کله چه می ستاسی لیکنه ولوستله وایی د لمدو خټو لږی او به بس وی زه له مخکی ژړغونی ووم ستاسی لیکنی کی می د ژړا نه کولو حوصله وبایلله او په کړیکو کړیکو می وژړل. دا هله سړی ته معلومیږی چه هغه ماشوم سړی داسی فکر… نور لوستل »

نا پيژاند

بس قسه می ویل بی اختیار می تر ستګو وښکی روانی وی هغه ماشوم خو نیک بخت و ه درسول ا لله پ رنګ پلا یی پیدا کړی های دافغانستان دیتیمانو دی الله مل سی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x