نظــر

بمبار ځپلی اختر

حبیب مجاهد

د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، خو ماته په انلاین رسنیو کې د اختر په نسبت تر ډیره د بمبار خبرونه په مخه راځي. د طلوع ویډیویي برخه مې وکتله، په یوه راپور کې یې خبریال د بګرام له اډې وایي چې دلته امریکایي الوتکې د بمبارونو لپاره اماده کیږي.

په ویډیویي راپور کې د امریکایي دوستانو(؟) مشر، جنرال نیکولسن ښيي چې خپله د یوې ایف شپاړس الوتکې له بغل سره ولاړ دی. سپک، متوسط او درانه بمونه په ګاډیو کې راوړل کیږي، د الوتکو په وزرونو پورې تړل کیږي او نیکولسن یې خپله څارنه کوي. خبریال وایي په بګرام کې په دې ورځو کې کاري فضا د پخوا په نسبت متغیره ده. د بمبار کوونکو الوتکو پروازونه ډیر شوي، د بمونو او ډول ډول میزایلو وړل راوړل زیات شوي او داسې معلومیږي چې د اشرف غني او رولاغني دوستان ( امریکایان) د افغان وطن بمبارولو ته له سره تیاری نیسي.

د اختر په ورځ یو بل خبر هم مخې ته راغی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر ( یوناما) د یوې اعلامیې په صادرولو سره ویلي چې په تیرو څو ورځو کې د لوګر او هرات په ولایت کې لسګونه ملکي افغانان د امریکایي دوستانو(؟) په دوستانه(؟) بمبار کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د اختر ورځ ده خو رسنۍ د امریکا د واقعي او احتمالي بمبارونو خبرونه بروډکاسټوي. افغانان که له یوې خوا د اختر د ورځې په مقتضا خوشاله دي خو له بلې خوا بیا د تیرو غمیزو له امله غمجن او د راتلونکو بمبارونو په اړه اندیښمن دي.

اوسنی حالت ځکه تر پخوا تأسف بار دی چې پخوا که امریکایي بمبارونه کیدل نو یې حقائق هم پټ نه پاته کیدل. ټول هیواد د یرغلګرو مخ ته ورتوکل، تر دې چې حامد کرزي هم ورسره شدید مخالفت کوي او په ټول قوت یې د مخنیوي هڅه کوله.

مګر اوس خو د ویاړلي افغانستان په زعامت هغه سرټیټی مسلط دی چې د اودس مات رګ یې د پینټاګون په لاس کې دی. چې نه خو د هغو تر مخ د سپڼ کولو جرأت لري او نه یې هم د جنایاتو په اړه څه ویلی شي.

زموږ هغه د قلم او پوهې خاوندان چې دغه اجړاغني یې د وخت نابغه او د افغانستان د امیدونو څلی باله اوس دې ددې مړتت د جنایاتو او سرټیټو اجراآتو ځواب ووایي.د اختر ورځ ده، په هیواد د امریکایي الوتکو کتارونه ګرځي. نن په لوګر کې ولسي خلک بمبار سبا په شینډنډ کې د ماشومانو غوښې په بمونو والوځوه. مګر په ارګ کې خیر خیرت دی. نو خو د افغاني وینې ارزښت شته او نه یې هم څوک د پوښتنې.

موږ په تاریخ کې د شاشجاع، یعقوب خان او کارمل په شان ډیر سرټیټي غلامان درلودلي، مګر دومره مړتت ګوډاګی خو مو والله که په تصور کې هم راغلی و. هغه چې ټوله ورځ په دې سوچ کې وي چې څرنګه د خپلې رولاګۍ عیسوي پلرګنۍ ته ملي قراردادنو وروسپاري او د هیواد بودیجه لبنان ته وباسي او بل اړخ ته که د لوګري او هراتي ماشومانو وینې توییږي او ځوانانو په امریکایي بارودو کې رغړي، هیڅ کیسه نه ده.

مختوري دې وي د ډمکراسۍ اجړاګان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x