ورزش

کرکټ: پاکستان شکست وخوړ، د آسیا کپ د سیرلانکا په برخه شو

نن ټکی آسیا: نن د پاکستان او سیرلانکا تر منځ د آسیا کپ فاینل لوبه تر سره شول، چي د سیرلانکا په ګټه تمامه شول، او د آسیا په سطحه دغه هیواد د کرکټ په نړۍ کي تر ټولو غوره لوبډله وشمېرل شول، او د آسیا کپ یې تر لاسه کړ.

د تفصیلاتو سره سم نن د لوبي په پیل کي پاکستان د لوبي پچه وګټل، او لومړی یې بیټنګ ته ترجیح ورکړه، خو په لومړیو اورونو کي خپل ۳ لوبغاړي پرلپسې د لاسه ورکړه.

کله چي د پاکستان د نن ورځي تر ټولو غوره لوبغاړی فواد عالم میدان ته راتلی، د پاکستان د منډو شمېر ۱۸ وو، او درې لوبغاړي مخکي لا سوځېدلي وه.

او بیا له هغه وروسته د فواد عالم (۱۱۴) او مصباح الحق تر منځ شراکت وغځېد، او پر 140 باندي مصباح اوټ شو، نوموړي 65 منډي جوړي کړي.
دهغه وروسته عمر اکمل میدان ته راغلی، او د فواد عالم سره یې نوی شراکت جوړ کړی، چاچي په یوازي سر ۱۱۴ منډي جوړي کړي، عمر اکمل نسبتا چټکه لوبه وکړه، او په ۴۲ منډو کي ۵۹ منډي جوړي کړي.

د لوبي په پای کي د پاکستان ټولي منډي ۲۶۰ وې، او پنځه لوبغاړي سوځېدلي وه.

د سیرلانکا له خوا تر ټولو کامیابه بال غورځونکی لاست ملنګا وو، ځکه چي د پاکستان ټول لوبغاړي د نوموړي په بال باندي وسوځېدل.

د 260 منډو په مقابل کي د سیرلانکا د لومړی څخه مثبته لوبه وکړه، د هغوی اپنرانو پریرا 42 منډي، او ترامنې 101 منډي جوړي کړي.
د سیرلانکا د نظره تر ټولو ښه کار د جیوردنې غوره لوبه وه، چی په تیرو ټولو لوبو کي ناکامه ثابت شوی وو، خو نن یې په فاینل کي ښه لوبه وکړه، او 75 منډي یې جوړي کړي.

په مجموع کي د پاکستان فیلډنګ هم نن د سیرلانکا سره په ګټلو کي ډیره مرسته وکړه، ځکه چي په مسلسله توګه یې کیچونه پرېښودل، او هم یې بالنګ هغه سي نه وو، لکه د پاکستان د بالرانو څخه چي یې عموما توقع کیږي.

د پاکستان له خوا یوازینی غوره بال غورځونکی یو ځل بیا سعید اجمل وو، چاچا په یوازي سر ۳ لوبغاړي وسوځول، او په لسو اورونو کي یوازي 26 منډي ورکړې.

محمد طلحه او جنید خان هم یو یو لوبغاړی اوټ کړ، خو دواړو د عمر ګل په ګډون ډیر وهل وخوړل.

باید وویل شي چي سیرلانکا د آسیا کپ په دې سیالیو کي یوه لوبه هم نه ده بایللې، او خپل ټولي پنځه لوبي يي وګټلې.

پاکستان په پنځه لوبو کي دوه ځله شکست وخوړ، چي دواړه واره د سیرلانکا له خوا وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x